لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ د عمران خان په "بدنامونکي" بیان تشویش څرګند کړی


د دفاعي چارو څېړونکي عایشه صدیقه وي او ای اردو څانګې ته وویل عمران خان خپل پلویان دې لورې ته بیايي چې د پوځ د مشر اعتماد يې دلاسه ورکړو او د عدم اعتماد په نتيجه کې یې د حکومت خاتمه وشوه
د دفاعي چارو څېړونکي عایشه صدیقه وي او ای اردو څانګې ته وویل عمران خان خپل پلویان دې لورې ته بیايي چې د پوځ د مشر اعتماد يې دلاسه ورکړو او د عدم اعتماد په نتيجه کې یې د حکومت خاتمه وشوه

د پاکستان پوځ د خپل نوي مشر د تقررۍ په اړه د پخواني وزیراعظم عمران خان په بیان تشویش څرګند کړو او د ګل، دوشنبې، په ورځ یې د عمران خان بیان "بدنامونکی" وبللو او ویې وېل کوښښ شوی چې د پوځ قیادت بې اعتباره کړی شي.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، عمران خان د اتوار، يکشنبې، په ورځ په فېصل اباد ښار کې د خپل ګوند پاکستان تحریک انصاف جلسې ته تقریر کې وویل چې د پاکستان پیپلز پارټۍ او د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومتي اتحاد عام انتخابات ځکه نه کول غواړي چې نوازشریف او اصف زرداري د نومبر په میاشت کې د خپلې خوښې د پوځ نوی مشرتابه ټاکل غواړي.

د پوځ د موجوده مشر جنرل قمر جاوېد باوجوده د ملازمت مېعاد د نومبر په میاشت کې سر ته رسېږي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د ګل، دوشنبې، په ورځ خپل بیان کې وویل د تحریک انصاف چیرمېن عمران خان د فېصل اباد په جلسه کې د پوځي قیادت د بې اعتباره او کمزوری کولو کوښښ کړی دی.

پوځ په بیان کې وویل چې د نوي پوځي مشر د تقررۍ عمل په داسې حال کې د لانجمن کولو کوښښ کېږي چې په دې اړه ايين طریقه واضحه کړې ده. بیان زیاته کړه چې د پوځي اعلا قیادت په سیاست کې شاملول او بدنامول نه خو د ریاست او نه هم د ادارې په مفاد کې ده.

بیان کې دا هم وويل شوو چې پوځ همېشه د ايين د بالادستۍ ملاتړ کړی دی.

د پاکستان پوځ وخت په وخت دا خبره تکراروي چې پوځ د ملک په سیاسي چارو کې لاس وهنه نه کوي خو څېړونکي وايي پوځ د ملک په یو شمېر معاملو کې خپله غلبه ساتل غواړي.

د پاکستان پوځي مشرانو په ملک حکومت کړی او یو شمېر منتخب حکومتونه یې برخاست کړي دي. قانون پوهان د پوځي مشرانو دغه اقدامات غیر اييني او د جمهوریت ضد بللي دي.

په واشنګټن کې د فریډم هاوس نومې څېړنې ادارې د پاکستان په اړه د کال ۲۰۲۲ په خپل رپورټ کې وویل په پاکستان کې وخت په وخت انتخابات کېږي خو پوځ د امنیت او د تګلارو په نورو معاملو بالادستي ساتل غواړي.

د عمران خان سیاسي مخالفینو به وېل عمران خان د پوځ په مرسته اقتدار ته رسېدلی او د "سلېکټېډ" یا د غوره کړی شوی وزیراعظم په نامه به هم یادېدو.

خو څېړونکي وايي د عدم اعتماد په نتیجه کې د عمران خان حکومت د ختمېدو نه پس د هغه پلویان په پوځ تنقید کوي او وايي پوځ هغه د اقتدار نه بهر کړی دی.

د سیاسي چارو څېړونکي مظهر عباس وي او ای اردو څانګې ته وویل د دې نه مخکې به عمران خان د "نیوټرلز" یا د بې طرفه اصطلاح استعمالوله خو داسې ښکاري چې اوس د هغه او د اسټېبلېمنټ ترمنځ اختلافات په زیاتېږي.

د دفاعي چارو څېړونکي عایشه صدیقه وي او ای اردو څانګې ته وویل عمران خان خپل پلویان دې لورې ته بیايي کله چې يې د پوځ د مشر اعتماد دلاسه ورکړو او د عدم اعتماد په نتيجه کې یې د حکومت خاتمه وشوه.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي او ای اردو څانګې د رپورټ نه هم اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG