لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځ مشر دې خپل خلک په نورو ادارو کې د مداخلې نه منع کړي، د اسلام اباد هائیکورټ امر


داسلام اباد هائیکورټ قاضي ښاغلي شوکت عزیز صدیقي دپاکستان د پوځ سرلښکر قمر جاوید باجود څخه غوښتنه کړې چې هغه باید دخپلو خلکو مخه ونیسي.

دغه قاضي وایي تر ججانو رسایي کیږي، دهغوئ فونونه ثبتولی شي اؤ دججانو ژوند خوندي نه دی.

هغه دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د بې درکه کړل شوؤ کسانو د دوسیې د اوریدنې په مهال کړي دي.

دغه اوریدنې ته دهیواد د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي استازی هم ور غوښتل شوی ؤ.

قاضي شوکت عزیز صدیقي د اوریدنې پرمهال د ایي ایس ایي استازي ته په مخاطبه وویل تاسو دخپلې خوښې په اساس د دوسیو فیصله کولو دپاره دعدالتي څانګو یا بینچونو جوړؤلو هڅې کوئ، دداسې خلکو ناوړه حرکتونه باید مخې ته راوړل شي، دپوځ سرلښکر ته باید معلومه وي چې دهغه خلک څه کوي؟

محکمې پخپل لیکلي امر کې ویلي چې د وګړو،کاروباریان اؤ نفوذ لرونکو کسانو اسلام اباد څخه پورته کول یو معمول جوړ شوی ، حساسې ادارې دې پخپلو ائیني ذمه واریو ځانونه پوهه کړي،په عدلیه،انتظامي اؤ نورو ادارو کې دې لاسوهنه ودرؤل شي.

لیکلي امر کې زیاته کړل شوې چې حساسې ادارې دې دهیواد دفاع اؤ‌امنیت ته پام وګرځوي ،د ریاست دننه دې د ریاست تصور ختم کړل شي،که د نورو ادارو دننه د لاسوهنې مخه ونه نیول شوه نو دا به پوځ اؤ‌ ریاست دپاره د تباهۍ وړ وګرځي.

قاضي صدیقي پخپل امر کې وړاندې لیکلي چې پوځي سرلښکر دې د جرس غږیدنې په دې وضعیت ځان پوهه اؤ نورو ادارو کې دې دخپلو خلکو د لاسوهنې مخه ونیسي.

داسلام اباد هائیکورټ نه دغه خبرې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې پاکستان کې یوه اوونۍ وروسته دکیدونکو ټولټاکنو نه وړاندې مطبوعات اؤ څيړونکي په اشارو کنعایو کې اؤ کله کله په ډاګه په پوځ تورونه لګوی چې په مطبوعاتو یې غیر اعلانیه قدغن ایښی اؤ د سیاسي ګوندونو کاندیدان ویروي.

قاضي صدیقي د اوریدنې په مهال د ایي ایس ایي استازي ته دا هم ویلي چې تاسو له خلکو قلنګونه اخلئ، د خدایې دپاره په دې هیواد رحم وکړئ، خپل ځان تر ټولو هوښیار مه ګڼئ، دهوښیارانو نه هدیرې ډکې دي ،پولیس هم دایجنسیانو په وړاندې بې وسه دی

داسلام اباد هائیکورټ دغه یاد قاضي چې زیاتره مهال د دوسیو په اوریدنه کې د پوځ په کردار نیوکي کوي په دې وروستینو کې پرې پخپله هم د قضایي چارو په شورا کې عریضه شوې چې خپل واک یې په ناجائزه ډول کارولی.

قاضي شوکت عزیز صدیقي د سترې محکمې نه غوښتلي وؤ چې دهغه په ضد شوې عریضه دې دقضایي چارو شورا کې دفیصله کولو پځایې خلاصه محکمه کې فیصله کړل شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG