لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 څېړونکي:دپوځ دملاتړ ترلاسه کولو هڅو دپاکستاني سياستمدارانو او پوځ اړیکې بې تولې کړې دي


د پاکستان لوړپوړو سياستمدارانو منلې ده چې د سياسي ډلو لخوا د پوخ د يوې اډاڼې په توګه دکارولو له کبله د سياستمدارانو او پوځ ترمنځ اړیکو کې عدم توازن سېوا شوی او ددې اړيکو د سمولو لپاره په قامي کچه د مکالمې ضرورت دی.

تېره ورځ د اسلام اباد پاليسي انسټیټیوټ لخوا د سول ملټري عدم توازن په موضوع راجوړې شوې مباحثې ته وینا کې د هېواد د بېلابېلو ګوندونو سره تړاو لرونکو غړو ویناګانې کړې دي.

په دې موقعه د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال چېرمېن شاه محمود قريشي ویلي چې د هېواد د دريوؤ واړو سياسي ګوندونو اړيکې د پوځ سره د عدم توازن ښکار پاتې شوي دي.

پوځ ولې او څنګه د پاکستان په سياست او کورنیو چارو کې خپل غېر کردار مضبوط کړی او ددې مخنیوی به څنګه کېږي ؟په دې اړه د ډيوه سره خپله تجزیه کې د پاکستان د پوځ پخواني افسر ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود وايي دا عدم توازن ختمول څه مشکل کار نه دی خو مسله دا ده چې په سياسي ډلو کې دننه په خپله هم جمهوریت نشته او نه دوي جمهوري رويې لري.

هغه وایي سياسي ډلو تل د خپل سياسي قوت زياتولو لپاره د پوځ ملاتړ نه استفاده کړې ده.

هغه وايي باید چې سياستمداران خپل مينځى اختلافات ختم کړي او په يوبل د ذاتي تنقيد پرځائ په تګلارو مثبت انتقاد وکړي خو ددې سره دا هم پکار ده چې دوي اقتصاد، خارجه او کورنۍ تګلارو ښه کولو او ښه طرز حکمرانۍ ته خپل پام وګرځوي.

نوموړی زیاتوي اوس پوځ په خپله وايي چې هغه بې پلوه یا نيوټرلز دی نو دا ښه فرصت دی چې له دې سياستمداران ګټه پورته کړي.

هم دا راز په دغه مباحثه کې د سینیټ د دفاعي چارو د کمېټې مشر او دمسلم ليګ نواز ډلې غړي مشاهد حسېن سىيد وویل سياستوالو له په خپل مينځ کې پرېکړه کول پکار ده چې د واک ترلاسه کولو لاره د پنډۍ نه خو د پنډۍ جي اېچ کيو، واشنګټن او لندن څخه نه تېرېږي بلکې د واک ترلاسه کولو لاره د ووت د بکس او دستور څخه تېرېږي.

نوموړي وويل دا احساس کول دي چې سياسي ډلې به نور د خپل سياسي طاقت ترلاسه کولو لپاره پوځ نه کاروي او نه به د حکومت په چلولو کې د پوځ سهارا اخلي.

د سياسي چارو کارپوهه او د پلډېټ مشر احمد بلال محبوب ډيوه سره خپله تجزیه کې وايي دا خبره سمه ده چې ښه طرز حکمراني سياستمداران مضبوطوي خو ددې مطلب دا نه دی چې که حکمراني ښه نه وي او اقتصاد خراب وي نو پوځ دې په ملکي سياست کې لا وهل پېل کړي.

دی وايي ددې عدم توازن د ختمولو تر ټولو غوره فورم نېشنل سيکورټي کمېټي ده. په دې کې اعلا پوځي او سیاسي مشران ګډون لري خو زياتوي دا فورم کال 2013م کې جوړ شوی ؤ خو د بده مرغه سياستمدارانو دا چرته هم د سول او ملټري ترمنځ د اختلافي مسلو د ختمولو لپاره نه دی کارولې او که چرې سياستمدارانو داسې هڅه کړې هم ده نو پوځ دا شنډه کړې ده.

د اسلام اباد پالیسي انسټیټیوټ دې مباحثې ته د پيپلز ګوند سکرټري جنرل فرحت الله بابر وېنا وه چې په دې معامله يوازې دسياسي ډلو ترمنځ بحث کېدل کافي نه دي.

هغه وايي باید چې ددې ترڅنګ ددفاع په چارو د پارليمان څارنه هم زياته شي.

خو د سياسي چارو کارپوهه او فعال افرا سياب خټک وايي دا خبره سمه نه ده چې ګنې سياستمدارانو د خپل واک او سياسي طاقت لپاره پوځ کارولی دی بلکې پوځ تل سیاستمدران کارولي دي،

دنوموړي وینا وه دجنرال ايوب نه واخلې تر مشرف پورې چا هم چې سياست غصب کړی دی هغوي دا نه خو د سياستمدارانو په لمسون کړی او نه یې د هغوي په ډاد کړی دی.

دهغه په وینا اوس خبره ددې د مخنیوي ده او دا به هله کېږي چې سياسي ډلو کې په خپله جمهوریت راشي.

د اسلام اباد پالیسي انستیتوت اېګزیګټيو ډاېریکټر پروفيسر سجاد بخاري د مباحثې په پائ کې وویل وخت راغلی چې سياستمداران د خپلو انتخابي امکاناتو لپاره د پوځ د سرپرستۍ نه لاس واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG