لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوشل مېډیا د پي ټی اېم په اړه د پوځ په دریځ تنقید کېږي خو حکومت یې دفاع کوي


په شمالي وزیرستان کې د پي ټي اېم د یوې ورستۍ جلسې تصویر
په شمالي وزیرستان کې د پي ټي اېم د یوې ورستۍ جلسې تصویر

د پښتون ژغورنې غورځنگ په اړه د پاکستان د پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور په دې خبرو چې پي ټي اېم د افغانستان او د هندوستان استخباراتی ادارو نه پېسې اخیستې په سوشل میډیا په دویمه ورځ هم د نیکو لړۍ جاري وه.

بلخوا، د وزیراعظم د اطلاعاتو مشېرې فردوس عاشق اعوان ویلي حکومت د پي ټي اېم په اړه د پوځ د دریځ تاید کوي. هغې وویل د پي ټي اېم ټول غړي د ملک د مفاد خلاف نه دي خو د هغې په قول د تحریک د مشرانو "رېښې" د بهرنیو هېوادونو سره تړلې دي. هغې زیاته کړه چې حکومت به د ملک د مفاداتو خلاف کارکونکو خلاف به سخت گامونه اخلي.

د پوځ د بیان په ځواب کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتین د ملگرو ملتونو نه غوښتنه کړې چې معلومه کړي پوځ یې تحریک ته ولې گواښونه ورکوي.

د پوځ او پي ټي اېم په معامله په ټوېټر ټرېنډونه روان دي چې مهم هېش ټېگ پکې "پي ټي اېم زنده باد،" هېش ټېگ "لائیز اف ډي جي ايي اېس پي ار" او بیا د پښتون ژغورنې غورځنگ خلاف ټرینډونه لکه هېش ټېگ "پي ټي اېم تباه دی،" هېش ټېگ "اېن ډي اېس تحفظ موؤمنټ" او هېش ټېگ "وي سټېنډ ود پاک ارمي" شامل دي.

جبران ناصر په پاکستان کې د رای او د شهري ازادیو د حقونو د فعال په توگه پېژندلی نوم دی په ټوېټر لیکي چې هغه خلک چې د مطبوعاتو، د بې درکه کسانو او د پي ټي اېم په اړه د پوځ د ترجمان دریځ ستايي د "تاریخ نه نا خبره دي."

جبران ناصر لیکلي "کله چې د اختیار خاوندان د خپلو خلکو دښمنان شي نو قام کمزوری شي."

د عوامي نېشنل گوند پخوانۍ غړي میرمن بشره گوهر په خپل ټویټر لیکلي،

باچا خان غدار، ولي خان غدار، منظور پشتین غدار، بلوڅ غدار، سندی غدار، پشتون غدار. که ټول غداران دي نو مطلب دا چې د ١٩۴٧ نه راپدېخواه یې ټول غداران پیدا کړي. چا هم چې د خپل حق لپاره اواز پورته کړی هغه ټول غداران دي. په سوالیه انداز بشره گوهر لیکي، دا هر څه د هاغه "سکیورټي سټیټ" یا ریاست ویره ښايي چې عسکري قوتونه او د دوی سوچ پرې غلبه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي دا لمړی ځل نه دی چې په دوی تورونه لګېدلي په پښتنو مشرانو هم دغه ډول تورونه لګول شوي او پي ټي اېم هر ډول احتساب ته تيار دی خو پوځ دې هم ځان مخامخ کړي.

په پاکستانۍ میډیا ځان د دفاعي څېړونکي په توگه معارفي کونکي زېد حامد په خپل ټویټر لیکي چې منظور پشتین او د هغه ملگري، بلوڅ سیاسي رهنما اختر مېنگل او د هغه ملگري، برامداغ بگټي او د هغه پلویان، پي ټي اېم، بي ایل اې، بي ار پي، ورځپاڼه ډان، جیو ټېلې وژن سټیشن سره د ځینو خبریالانو "پراټېټېیوټس" وبلل شي، یعنې لکه د هغو مېرمنو دې وبلل شي چې خلکو ته د پېسو په بدل جنسی خدمات ورکوي.

لیکوال او ادیب عاطف توقیر په خپل ټویټر لیکي، که په پي ټي اېم په ولسي کچه دومره ناوړه تورونه لگیدلی شي نو بیا دوې له په ولسي کچه د خپلې صفاي موقع نه ورکول یو غیر دستوري اقدام دی. که د یو هیواد دوه منتخب استازو خبري غونډه هم د هیواد میډیا نه ښايي نو بیا د سترې محکمې او جمهوري ریاست په وجود سوالونه راپورته کیږي.

د پیپلز گوند سره تعلق لرونکي پخواني سینېټر فرحت الله بابر په خپل ټویټر لیکي، په داسې وخت چې پوځ د بې درکه کسانو په مسله ځواب کې وايي " په مینه او جنگ کې هر څه جایز وي" او په مظاهره چیانو د خارج نه پیسې او اثر اخېستلو تور لگوي نو د وطن او د ولس دې الله مل شي. فرحت الله بابر لیکي، کله چې غرور د جاهلیت ملگرې شي نو انجام یې تباهي وي.

فرحت الله بابر صېب د دې وړاندې بو بل ټویټ کې لیکلي، د خپل حقونو په خاطر راوتلې د ځوانانو په تحریک د خارجي قوتونو نه د پېسو اخیستلو تور لگول او بیا څه ثبوت نه وړاندې کول یا مقدمه نه جوړول داسې دا لکه چې یو کس د وهلو په خاطر لاس اوچت کړي خو د وهلو زور پکې نه وي. دا د رېښتني او بهادر کس عادت ندې.

پي ټي اېم په ټوېټر د خپل رسمي اکاونټ دلارې د مېجر جنرل اصف غفور د خبرو په ځواب کې لیکلي چې پوځي "سارجنټ" په "ډارن او فاشسټ" انداز کې د پښتنو قتل عام او په هغوي قبضه یوازې په دې متل جایزه وبلله چې "په مینه او جنگ کې هر څه ممکن دي."

پي ټي اېم لیکلي چې په دې موقع د چین د انقلاب رهنما موزی دونگ یا وینا ور یادیږي چې ټول سیاسي قوت د ټوپک د شپېلۍ نه راوځي.

بلخوا، د نهې، سه شنبې، په ورځ د پاکستان د انگریزۍ او د اردو ژبو لویو ورځپاڼو د پاکستان د پوځ ترجمان میجر جنرل اصف غفور د پي ټي اېم په اړه خبرې په سرخطونو کې چاپ کړې دي خو د پي ټي اېم دریځ ته یې دغه رنگ ځای نه دی ورکړی.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG