لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ: په "ګاونډي" ملک کې د ټي ټي پي پناه ځایونه او د فعالیت ازادي د تشویش وړ خبره دي


پوځ شایع کړې په دې تصویر کې وايي چې جنرل عاصم منیر د کور کمانډرانو د غونډې مشري کوي
پوځ شایع کړې په دې تصویر کې وايي چې جنرل عاصم منیر د کور کمانډرانو د غونډې مشري کوي

د پاکستان پوځ ویلي په یو "ګاونډي" ملک کې د کالعدم مسلح ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، پناه ځایونه، د ډلې د فعالیت ازادي او ډلې ته دستیابه جدیده وسله د پاکستان د امنیت دپاره د تشویش خبره ده.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع شوي د پاکستاني پوځ په یو بیان کې د کوم ملک نوم نه دی اخیستل شوی خو پاکستاني چارواکي وايي د ټي ټي پي وسله والو په افغانستان کې پټن ځایونه لري او د افغانستان نه په پاکستان کې حملې ترتیبوي.

که څه هم د پاکستان د پوځ په تازه بیان د افغانستان د واکمنو طالبانو دریځ له مخې ته نه دی راغلی خو وړاندې یې د پاکستان دا ډول خبرې رد کړي دي.

د دې باوجود چې پاکستاني چارواکي ټي ټي پي په ملک کې د ترهګرۍ ذمه واره ډلې بلي خو په تېرو وختونو کې دې ډلې سره د پاکستان حکومت د سولې خبرې هم کړي دي او افغان طالبانو ویلي دوی په دغه مذاکراتو کې مرسته هم کړې ده.

د پاکستان په سېنېټ کې د دفاعي چارو د قایمه کمېټۍ مشر سنېټر مشاهد حسېن دعوه کړې چې تحریک طالبان پاکستان وسلواله ډله او د پاکستان حکومت د خبرو په نتیجه کې تړون ته نیژدې شوي وو خو وایي د ځینو سببونو له کبله دا مذاکرات ناکامه شول.

مشاهد حسېن د شورو- چارشنبې په ورځ وي او اې اردو او تر هغه مخکې د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي، ده ته دا خبرې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په ایران کې د فلسطین په اړه د کانفرنس په څنډه کې په غیررسمي ناسته کې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او ټي ټي پي تر اوسه د متقي له خولې د مشاهد حسېن سید دعوو ته څه جواب نه دی ویلی.

مشاهد حسېن سید وایي، ده د دسمبر پر 23مه په تهران کې له امیر خان متقي سره په شخصي توګه لیدلي وو او وایي په دې لیدنه کې بل هیڅ کوم سرکاري افسر موجود نه وو. وایي دوی د دوستۍ په ماحول کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د ټي ټي پي په اړه خبرې کړې وې.

مشاهد حسېن وي او اې اردو ته ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ورته وویل چې له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي، سید وایي‌ د ځینو پېښو له کبله د پاکستان او افغانستان پر اړیکو باید منفي اغېز ونه شي او نه باید د دې په نتیجه کې پر پوله دوه اړخیز تګ راتګ او تجارت بند شي.

د پاکستان پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کمانډارنو د دوه ورځني کانفرنس وروسته په یو بیان کې وویل چې د هغه "ترهګرو" په ضد به طاقت استعمالوي چې د پاکستان د "دښمن قوتونو" دپاره پاکستان د غېر مستحکم کولو کوښښونه کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG