لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ: په جنوبي وزیرستان کې د مهم کمانډر په ګډون 11 ترهګر وژل شوي


د کوز جنوبي وزيرستان پولیسو دغه پېښه تاييد کړې او وي او اې ډیوه ته يې ویلي وو چې د 60 پورې وسله والو د شپې په مهال د واڼه په پوليس سټېشن بريد کړی وو
د کوز جنوبي وزيرستان پولیسو دغه پېښه تاييد کړې او وي او اې ډیوه ته يې ویلي وو چې د 60 پورې وسله والو د شپې په مهال د واڼه په پوليس سټېشن بريد کړی وو

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې د اپرېشن په مهال یې د يو مهم وسله وال کمانډر په ګډون 11 ترهګر وژلي دي.

پوځ پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورخ وویل د جنوبي وزیرستان په واڼه علاقه کې يې د استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات کړي دي.

پوځ ويلي، په وژل شوو ترهګرو کې د وسله والو مهم کمانډر حافظ الله عرف تور حافظ او او دوه ځانمرګي هم شامل دي.

د پوځ په بيان کې نه دي ویل شوي چې د وژل شوو مبینه وسله والو تعلق د کومې ډلې سره و.

پوځ دعوه کړې چې د وژل شوو ترهګرو څخه په غټه کچه وسله ترلاسه شوې او دوی په جنوبي وزيرستان کې د پوځ ضد عملياتو او پولیس وژنه کې ککړ وو.

د يادو عملياتو په اړه تحريک طالبان پاکستان يا بلې کومې ډلې څه نه دي ویلي.

دوه اوونۍ وړاندې د کوز جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې وسله والو د شپې په مهال د واڼه په پولیس تاڼه بريد کړی، چې پکې يو پوليس اهلکار ژوبل شوی وو.

تحریک طالبان پاکستان/ ټي ټي پي د بريد زمه واري منلې وه.

د کوز جنوبي وزيرستان پولیسو دغه پېښه تاييد کړې او وي او اې ډیوه ته يې ویلي وو چې د 60 پورې وسله والو د شپې په مهال د واڼه په پوليس سټېشن بريد کړی وو.

سرچينو ويلي وو، وسله والو په تاڼه کې موجود پوليس ګېر کړي، په تاڼه کې موجود ريکارډ يې سوځولی او د هغوی نه یې وسلې هم د ځان سره وړلي وې.

په خېبرپښتونخوا او ځانګړي ډول قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

په 28 نومبر ټي ټي پي د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د بريدونو زمه وارۍ منل يې پېل کړي دي.

د اګست په میاشت کې په سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو وروسته په سوات او خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې په غټه کچه د ناامنۍ ضد او امن دپاره ولسي پاڅونونه او احتجاجي مظاهرې شوي دي. پرون په دغه لړ کې په باجوړ کې د قامي امن پاڅون غونډه جوړه شوې وه.

په دويمه جنورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قامي سلامتيا غونډه شوې او د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف بيا په ټويټر ویلي وو، د قامي سلامتيا په غونډه کې ځینې مهمې پرېکړې شوي چې پکې دوه پرېکړې ډېرې مهې دي.

هغه ويلي وو، "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي. او په اقتصادي تګلاره به اقتصاد بحالوي او ولس ته ته اسانتياوې ورکوي".

په اسلام اباد کې څېړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې په کال 2022م کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ 376 پېښې شوي چې پکې 282 امنیتي اهلکار وژل شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي چې په دغو 376 حملو کې د 57 بريدونو پړه د پاکستاني طالبانو ډلې ټي ټي پي، داعش او بلوچستان لبریشن ارمي پغاړه اخیستې ده.

د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ د پېښو په نتیجه کې ټول 972 کسان وژل شوي دي او په مجموعي ډول پښتونخوا کې د تشدد په پېښو کې غېر معمولي اضافه ليدل شوې چرته چې په بېلابېلو پېښو کې په وژنو کې 108 فيصدي اضافه شوې ده

د رپورټ ترمخه په کال 2022 کې د ترهګرۍ په 376 حملو کې 533 کسان وژل شوي او 832 ژوبل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG