د پاکستان پوځ ویلي د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعې ټانک کې د ترهګرو پر ضد د استخبارتي مالوماتو په اساس یې عملیات کړي او پینځه وسله وال یې وژلي دي.
پوځ د جمعې په شپه ناوخته خپل بیان کې وویل امنیتي ځواکونو دا عملیات د ټانک په کلاچي ملازی سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړي دي.
پوځ ویلي ،اطلاع یې ترلاسه کړې وه چې په سیمه کې ترهګر موجود دي او د دغه اطلاع په بنیاد چې کله امنیتي ځواکونه د ترهګرو ځالې ته ورسېدل نو وسله والو پرې ډزې پیل کړې.
پوځ دعوه کړې ده د ډزو په تبادله کې پینځه ترهګر وژل شوي دي.
پوځ پخپل بیان کې د وژل شوو کسانو پېژندګلو نه ده کړې خو ويلي يې دي دوی د ورانکارۍ په یو شمیر پېښو کې ککړ وو او امنیتي ځواکونو ته وسلې او چاودیدونکي مواد هم په لاس ورغلي دي.
پوځ نه دي ویلي چې آیا د وسله والو سره جګړه کې امنیتي عسکرو ته هم څه زیان رسېدلی او که نا؟
په دې ورستیو کې د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو او ځانګړي ډول وزیرستان کې امنیتي ځواکونو او د وسله والو یوشمېر جګړې شوې دي.
دواړو خوا یو بل ته د زیات زیان اړولو دعوې کوي د دې تازه پېښې په اړه د تحریک طالبان کوم دریځ مخې ته نه دې راغلی .
تر دې وړاندې په 5 دسمبر د پاکستان پوځ پخپل یو بیان کې ویلي وو د جنوبي وزیرستان په سراروغه سیمه کې وسله والو سره جګړه کې یو عسکر وژل شوی وو. تحریک طالبان پاکستان یې زمه داري منلې وه..
په اووم دسمبر د پاکستان پوځ د ډیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د وسله والو یو مهم ترهګر د وژلو دعوه کړې وه.
ځايي خلک وايي د ناامنۍ دې پېښو سخت پریشان کړي او د عامو خلکو په څېر عادي ژوند نه شي کولی..
دوی وایي هر ورځ جګړه وي، دوي دې جګړو په ذهني او جسماني توګه خراب کړي دي.
د ساوت اېشين ټېرزم پورټل نومي ویبپاڼې ترمخه په صوبه کې روان کال 282 د ترهګرۍ پېښې رپورټ شوې دي، وایي په دې کې177عام وګړي، 291 د امنيتي ادارو عسکر او 353 وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي په هېواد کې د ترهګرۍ لړۍ په کلکو ټکو غندي او واييتر څو چې د ملک نه د ترهګرۍ نوغی په مکمله توګه ویستل شوی نه وي تر هغې به د ترهګرۍ پرضد جګړې ته دوام ورکولی شي.
د نومبر په اخېره کې د صوبې ګورنر غلام علي وي او اې ډیوه ته ویلي وو د امنیت ټېنګښت د مرکزي او صوبايی حکومت ذمه واري ده او هڅه په کوي چې د ورورولۍ په طریقه دا نفرتونه ختم کړي او چې کوم خلک د حکومت پرضد جنګ کوي هغه ګرفتار کړي.
ځايي خلک او څیړونکي وايي د شلو کالو راهسې د یوې نه ختمېدونکې جګړې سره مخ دي او لویه ستونزه دغه ده چې دا پېښې ورځ تر بلې سېوا کیږي.
Forum