لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 دپاکستان پوځ وايي په هېواد کې د حکومتي بدلون په اړه پخوانی وزیر اعظم د دروغو بیانیه وړاندې کوي 


د اې ایس اې مشر  وویل چې د بې باورې تحریک د ناکامولو د پاره پخوانې حکومت د پوځ مشر ته د نامعلومه مدې پورې پر چوکې د وړاندې کیدو وړاندیز کړې وو- چې د پوځ مشر رد کړې وو
د اې ایس اې مشر  وویل چې د بې باورې تحریک د ناکامولو د پاره پخوانې حکومت د پوځ مشر ته د نامعلومه مدې پورې پر چوکې د وړاندې کیدو وړاندیز کړې وو- چې د پوځ مشر رد کړې وو

د حکومت پر ضد د عمران خان د سباني احتجاجي مارچ شورو کولو نه یوه ورځ وړاندې، د پوځ ویاند جنرال افتخار بابر او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرل ندیم احمد انجم د پوځ د مشر سره د عمران خان د پټو لیدو کتو په اړه نور ثبوتونه او د هغه په واک کې د پاتې کېدلو لپاره پوځ ته د ځینو وړاندېزونو رازونه هم ښکاره کړي.

په کېنیا کې د وژل شوي پاکستاني خبریال ارشد شریف په اړه هغوی وویل په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت د طالبانو لخوا ارشد شریف ته د ګواښ یا خطر په اړه یو لیک ورکړی وو او هم د پښتونخوا حکومت هغه د پېښور نه دوبۍ ته ویستلی وو. دوی وویل چې پلټنې به کوي چې ارشد شریف چا د هېواد نه په ویستلو مجبور کړی و؟

د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای د مشر لیفټیننټ جنرل ندیم انجم تیر کال نومبر کې خپله چوکې تر لاسه کولو ورسته دا لومړی خبرې غونډه وه.

د استخباراتي ادارې مشر ویلې چې نوټرل، میر جعفر او میر صادق ورته ویل کیږې ولې چې د غیر قانونې کار کول یې رد کړې وو- که چرې سرلشکر غدار دی نو په پټه ولې ورسره وینې- داسې نشې کیدای چې په شپه کې خبرې ورسره کوي او په ورځ کې غدار ورته وېل کیږي-

د ای اېس ای مشر وویل چې د بې باورۍ تحریک د ناکامولو د پاره پخواني حکومت د پوځ مشر ته د نامعلومه مودې پورې پر چوکې د وړاندې کیدو وړاندیز کړې وو- چې د پوځ مشر رد کړې وو-

د پوځ ویاند جنرال افتخار بابر او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرل ندیم احمد انجم
د پوځ ویاند جنرال افتخار بابر او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرل ندیم احمد انجم

د عمران خان له اړخه د دوې بې باورې تحریک کې د امریکا د هړکو په اړه لګول شوي تورونو په اړه د اي اېس پي ار مشر لیفټننټ جنرل بابر افتخار وویل سږ کال ۱۱م مارچ کې د پوځ مشر په کامره کې د پخوانې وزیراعظم سره خپله په دې اړه خبره وکړه چې هغه وویل دا څه خبره نه ده- خو مونږ حیران شو چې ۲۷ مارچ په جلسه کې د کاغذ وپرول شو او یوه داسې بیانيې هڅې وکړې شوې چې د حقیقت څخه لرې دي.

ډي جي ای اېس پی ويلي دي چي د سائيفر او د ارشد شریف د مړيني حقايقو ته رسيدل ضروري دي چي هر څوک حقيقت معلوم کړي۔

ډې جې اې ایس پې ار بابر افتخار وويل چې کله عمران خان د تورونو او د سايفر مسله راپورته شوه نو په دې اړه يې څو پروګرامونه وکړل او د هغه وخت وزيراعظم سره يې څو مرکې وکړې، دا هم ويل شوي چې ښايي هغه ته هم سایفر ښودل شوي وي.

دوی زیاته کړه ارشد شريف د ايجنسۍ افسرانو سره ښې اړيکې لري. فکر نه کوي چې چا دوی ته ګواښ کړی وي. که حکومت او یا ادارې غوښتل چې دوی له هیواده نه وځي، ایا دوی تللي وای؟

د جرنالسټ ارشد شریف د وژنې د پلټونو د کميشن په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې ډي جي ای اېس پي ار وويل چې د ای اېس ای غړي د دواړو تحقيقاتي فورمونو څخه لرې کړل چې د شفافې پلټنې نتيجه مخې ته راشي.

دوې زیاته کړې چې اوس په سیاست کې مداخلت نه کول د یوکس نه بلکه د پوځ د ټولې ادارې پریکړه ده-

ډي جی اې ایس اې زیاته کړه چې تېر کال او سږ کال په مارچ کې پر موږ ډېر فشارونه وو-

تیرو ورختونو کې د پوځ څځه غلطې شوې پریکړه وشوه چې دا اداره له متنازع رول څخه لرې کړي شې او په اساسي قانون ترمخه خپل رول ولوبوي-

د تحریک انصاف مشر عمران خان چې د سږ کال اپریل په میاشت کې د بې باورې د تحریک په نتیجه کې د چوکې څخه لرې کړې شوې وو د دې تور پر امریکا او دلته مخالفو ګوندونو لګولي وو دایې هم ویلې چې پوځ بې پلوه نشې پاته کیداېې-

البته امریکا وار په وار دغه تورونه رد کړې- د مخالفو ګوندونه هم د دې په ضد د بې باورې تحریک د عمران خان خپله نااهلې ګرځوې- او د قامې سلامتیا کمیټې هم ویلې وو په دې اړه څه ثبوت نه دې ترلاسه شوې-

بل پلو ته د پاکستان پوځ د دې څخه وړاندې هم وار په وارې د عمران خان دغه تورونه رد کړې او پوځ مشر خپله ویلې پوځ دې د سیاست څخه لرې وساتل شې-

د پوځي مامورینو خبرو ته د پخواني وزیراعظم عمران خان جواب لا مخې ته نه دی راغلی خو حکومت نه د لېرې کېدو وروسته عمران خان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په پوځ نیوکې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG