لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د پاکستان پوځي هيلي کاپټرغورځېدلی، شپږ پوځيان پکې مړه شوي


000_1MX0UN
000_1MX0UN

د پاکستان پوځ ویلي د بلوچستان صوبې په هرنايي ضلع کې يو پوځي هيلي کاپټر غورځېدلی، د دوه مېجر افسرانو په ګډون پکې شپږ تنه پوځيان مړه شوي دي.

پوځ نن د ګل/ دوشنبې په ورځ [26 ستمبر] ویلي، پوځي هيلي کاپټر تيره شپه د هرنايي ضلعې د خوست سره نزدې په هوايي مشن وو او غورځېدلی دی.

پوځ ویلي په پېښه کې په مړه شوو کسانو کې 30 کلن مېجر محمد منيب افضل پايلټ چې تعلق يې د پېنډۍ سره دی ، 39 مېجر خرم شهزاد پايلټ د اټک، 30 ناېک جليل کريو د پنجاب د ګجرات او 44 صوبېدار عبدالواحد د کرک، 27 کلن سپاهي محمد عمران د خانېوال او 35 سپاهي شعېب د اټک شامل دي.

پوځ په سمدستي ډول د پېښې په اړه کوم تفصيل نه دی ویلی چې پېښه څنګه شوې ده او علت يې څه دی.

خو د پاکستان د پوځي تربيتي الوتکو او هيلي کاپټرو د غورځېدو د پېښو علت اکثره تکنيکي خرابي ښودل کيږي او د پلټنو یې ویل کيږي خو په عامه توګه د دغه ډول پېښو پلټنې بيا عام کيږي نه، يا په مطبوعاتو نه خپرول کيږي.

د ځينو مطبوعاتي راپورونو ترمخه په هرنايي کې د پوځي هيلي کاپټر غورځېدو د پېښې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې بلوچ لبرېشن ارمي [بي اېل اې] نومې ډلې منلې ده.د امریکې خارجه وزارت بي اېل ای ترهګر تنظیم بللی او په کال ۲۰۱۹ کې بي اېل ای ترهګر تنظيم ټاکلو په اړه بیان کې د وزارت ترجمان وویل دغه تنظیم په بلوچستان کې ملکي خلک او امنیتي ځواکونه په هدف کوي او ګڼ شمېر ترهګر حملې يې کړي دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف او نورو چارواکو د پوځي هيلي کاپټر په غورځېدو د خفګان څرګندونه کړې ده.

په بلوچستان صوبه کې دا هيلي کاپټر په داسې حال کې غورځېدلی چې د روان کال اګست په لومړۍ نېټه د بلوچستان په لبسېله ضلع کې يو پوځي هيلي کاپټر غورځېدلی وو.

په دغه هيلي کاپټر کې سواره شپږ واړه تنه چې پکې لوړ پوړي پوځي چارواکي شامل وو، مړه شوي وو.

په سورو پوځي افسرانو کې د 12م کور کمانډر يا د کوټې کور کمانډر ليفټنټ جنرل سرفراز علي، ډايريکټر جنرل پاکستان کوسټ ګارډ بريګيډير امجد حنیف، د 12کور سي سي انجنېرنګ څانګې بريګيډېر خالد ،پايلټ يا چلوونکی مېجر سعيد ، مرستيال چلوونکی مېجر طلحه منان او د هيلي کاپټر يو کارمند نايک مدثر فياض شامل وو.

پوځ ويلي وو، هيلي کاپټر په بلوچستان کې د سېلاب ځپلو په مرستو بوخت وو.

د هيلي کاپټر د غورځېدو د علت په اړه پوځ ويلي وو، په ابتدايي تحقيقاتو کې مالومه شوې چې هيلي کاپټر د خراب موسم ښکار شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG