د پاکستان په دره ادم خیلو قبائیلي سیمه کې پاکستاني جنگي جیټ هوائي جهازونو د وسله والو په مشکوک پناه ځایونو بمباري کړې ده، په نیتجه کې يي اووه کسان وژل شوي دي.
چارواکو ویلي بمبارۍ کې گڼر شمیر نور کسان زخمیان شوي هم دي.
پاکستاني جیټ جهازونو په اورکزو قبائیلي سیمه کې هم د مشکوک وسله والو په مرکزونو بمباري کړې ده او رپورټونه وايي گڼ شمیر د وسله والو مرکزونه پکې تباه کړی شوي دي.
اورکزو او دره ادم خیلو کې وخت په وخت امنیتي چارواکې د وسله والو خلاف د کاروائي دعوې کوي او پکې وسله والو ته د زیان اړولو رپورټونه مطبوعاتو ته وړاندې کوي.
بل اړخته وسله وال هم امنیتي ځواکونو ته د زیان رسولو دعوې کوي خو په ازاده توگه نه خو د وسله والو او نه د امنیتي ځواکونو د دعوو تصدیق ممکن دی ځکه چې سیمه کې د غیر امنیتي صورتحال په وجه خبریالان په ازاده توگه دنده نشې ترسره کولی.
پاکستاني چارواکې وايي وزیرستان کې د ماتي خوړلو ورسته، وسله والو اورکزو او دره ادم خیلو کې پناه ځایونه جوړ کړې دي.