لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت به د اقلیتي ټولنې ځوانانو مرسته کوي چې ټېکنیکي هنرونه زده کړي


په پېښور کې د سک ټولنې گوردواره
په پېښور کې د سک ټولنې گوردواره

د خېبرپښتونخوا په نویو ضلعو کې مېشت د مذهبي اقلیتي ټولنې ځوانانو ته د هنر په ميدان کې تربيت ورکولو د پاره د خېبر پښتونخوا حکومت د صوبې د ټېکنیکل ايجوکېشن ايڼد وکېشنل ټرينينګ اتهارټي په مرسته يوه منصوبه پېل کړه چې ترمخه به یې د ۱۸ نه زیاتو هلکانو او جينکو ته د ټېنکنیکل هنرونو تربيت ورکولی شي.

په دې اړه په پېښور کې په یوه غونډه کې کې د اقلیتي ټولنې د پاره خېبر پښتونخوا وزير اعلا خصوصي مشير وزير زاده وي او ای ډویوه ته وويل چې د دې منصوبې سره به د قبايلي سيمو دغه ځوانانو ته په راتلونکې کې د روزګار زياتې موقع په لاس ورشي.

د خېبر پښتونخوا ټېکنیکل ايجوکېشن اينډ وکېشنل ټرينينګ اتهارتې مشر سجاد علي شاه ډيوه ته وويل چې دې ځوانانو ته به د تربيت سره سره مالې مرسته او د هغوي د هنر مطابق اوزار هم ورکولی شي.

پېښور کې ميشت د کمشمېره ټولنې يو فعال بلبير سنګ وايي د حکومت دا قدام د ستائنې وړ دی ځکه چې د اقليتي ټولنې ځوانان د يو شمېر نورو مسلو سره هم مخ دې چې پکې په تعليمي ادارو کې د داخلې او په سرکاري ادارو کې د نوکرو د پاره مخصوص کوټې په تعداد کې کمی شامل دی.

دکم شمېره ټولنې د پاره وزير اعلا مشير وزير زاده ډيوه ته وويل چې د اقليتي ورور ولۍ د ستونزو هوارولو د پاره يو کميټې جوړه شوېده چې په تعليمي ادارو کې د داخلو او سرکاري ادارو کې د نوکرو د پاره د مخصوص سيټونو تعداد په اړه ګامونه پورته کړي.‏

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG