لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په زوره د خلکو بې درکه کول جرم دی: شیرین مزاري


د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزیرې شیرین مزاري ویلي دي په زوره د خلکو بې درکه کول جرم دی. په موجوده قانون کې ډېر کمزورۍ دي او ډیر زر به نوې قانون سازي د منظورۍ لپاره پارلیمان ته وړاندې کړي. چې ترمخه به ېی په زوره بې درکه کول یو سنگین جرم وگرځول شي.

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزیرې شیرین مزاري ویلي دي په زوره د خلکو بې درکه کول جرم دی. په موجوده قانون کې ډېر کمزورۍ دي او ډیر زر به نوې قانون سازي د منظورۍ لپاره پارلیمان ته وړاندې کړي. چې ترمخه به ېی په زوره بې درکه کول یو سنگین جرم وگرځول شي.

دا خبرې شیرین مزاري د بشري حقونو د سېنېټ د کمېټۍ غونډې ته کړي دي. د هغې ددې خبرې پخلی د باجوړ سره تعلق لرونکي د بشري حقونو د کمېټۍ غړي سېنېټر هدایت الله د ډیوه په هېلو وي او اې پروگرام کې وکړ.

د قانون سازۍ په اړه خپل وضاحت کې د بشري حقونو د کمېټۍ غړي وویل چې په زوره د بې درکه کړی شوو خلکو په اړه په شته قانون کې د بدلون لپاره حکومت او اپوزیشن ډلې ټول یودي او ډېر زر به دغه قانون د منظورۍ لپاره پارلیمان ته وړاندې کړی شي.

نوموړي وویل چې نوي قانون سره به امنیتی ادارې ددې پابند وي چې نیول شوې تن به په لسو ورځو کې عدالت ته وړاندې کوي.

سینېټرهدایت الله منلی ده چې دا وخت د بې درکه خلکو معلومولو لپاره جوړ حکومتی کمېشن ته د ٧ زرو نه د زیاتو بې درکه خلکو نومونه راغلي دي خو وايی دغه خلک ټول په پاکستان کې نیشته.

دی وايی ځنې خلک داسې هم دي چې د کورونو نه بغېر پوښتنې تللي دي او افغانستان یا نورو ځایونو کې جنگونو کې بوخت دي خو دا وضاحت ېی ونکړلو چې ددغه خلکو په د حکومتي ادارو سره نو څه تفصیل شته او که نه. البته دا مني چې یوشمېر خلک په ریاستي حراستی مرکزونو کې بېگناه هم شته.

سېنېټر هدایت الله وايي د کمېټۍ غړي به ډېر زر ددغه حراستي مرکزونو سفر کوي اود غلته به د بندی کسانو حال اخلي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG