لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چارسدې یوه مېرمن وايي خاوند یې د خپل سپیناوي دپاره تاڼې ته ورغلی و خو څلور کاله شوي بې درکه دی


د حکيم الله مېرمن وايي خاوند او ليورونه يې پوليسو په يوه شخصې شخړه کې تهاڼې ته بوتللي او چې تللي بيا بيرته کور ته نه دي ستانه شوي." خاوند پسې د سر ډهېرو پوليس تاڼې نه ټېلفون راغې چې راشۍ خپله صفائي وکړۍ، په صبا هغه سره د ورونو ګاډي کې لاړل او بيا واپس نه شول"
د حکيم الله مېرمن وايي خاوند او ليورونه يې پوليسو په يوه شخصې شخړه کې تهاڼې ته بوتللي او چې تللي بيا بيرته کور ته نه دي ستانه شوي." خاوند پسې د سر ډهېرو پوليس تاڼې نه ټېلفون راغې چې راشۍ خپله صفائي وکړۍ، په صبا هغه سره د ورونو ګاډي کې لاړل او بيا واپس نه شول"

د خېبر پښتونخوا د چارسدې سيمې اوسيدونکی حکيم الله، د هغه درې وروڼه او دوه نور خپلوان د تېرو څلورو کالو راهسې بې درکه دي، د دوی د ۲۰ نه زيات ماشومان او ښځې اوس هم د دوی د بيرته ورتلو لارې څاري.

د حکيم الله مېرمن وايي خاوند او ليورونه يې پوليسو په يوه شخصې شخړه کې تهاڼې ته بوتللي او چې تللي بيا بيرته کور ته نه دي ستانه شوي.

هغه وايي " خاوند پسې د سر ډهېرو پوليس تاڼې نه ټېلفون راغې چې راشۍ خپله صفائي وکړۍ، په صبا هغه سره د ورونو ګاډي کې لاړل او بيا واپس نه شول"

د حکيم الله مېرمن جامې ګنډي او د کور دننه یې دوکان خلاص کړی دی او دا رنګ خپل پنځه بچي ساتي خو هغه وايي دومره مالي توان نلري چې د يو ناجوړه بچي علاج پرې وکړی شي وايي د خاوند او لیورونو مالومولو دپاره یې عدالتونو ته خواستونه کړي خو د يو ځای نه هم ورته څه درک نه دی معلوم شوی. هغه وايي "که زمونږ تنانو څه جرم کړي وي عدالت ته دې وړاندې کړل شي او سزا دې ورکړل شي، په دې خو وخت نه تيږي چې بنديوان دې وي او زمونږ دې خاورې ايرې ژوند وي"

په پاکستان کې بېلا بيل تنظیمونه د بې درکه کسانو د زرګونو په حساب شمېرې ښايي خو په کال ۲۰۱۱ کې په ملک کې د بې درکه کسانو دپاره يو حکومتي کمېشن جوړ شوی او وي او ای ډيوه د کمېشن د يو چارواکي نه د بې درکه کسانو د تازه شمېرو او مالوماتو په اړه پوښتنه کړې خو چارواکي ورته د کمېشن د وېب پاڼې څخه د مالوماتو اخستو ځواب کړی دی.

د کمېشن په وېب پاڼه ورکړل شوو شمېرو ترمخه په تيرو نهو کلونو کې کمېشن ته د شپږنيم زرو نه زياتو کسانو په اړه رپوټونه شوي دي، د کمېشن د رپوټ ترمخه په دغو کسانو کې د څلور نيم زرو قضيې هوارې شوي، د دوه نيم زرو نه زیات بيرته کورونو ته ستانه شوي، ځينې په بنديوانو مرکزونو کې بند دي او د ځینو مالومات لا نه دي شوي.

د پېښور هائي کورټ وکيل شبير حسېن ګګياني چې د بې درکه کسانو وکالت کوي ، وايي دا کسان زیاتره ملکي ادارې اوچتوي

" زمونږ په دې ملک کې چې څومره هم د لادرکه تنانو کېسونه دي هغه بغېر د وجې او الزام نه نيول شوي دي کوم چې غېر ائيني دي، که يو تن ونيول شي او الزام هم پرې وي نو د هغې د پاره هم طريقه کار شته چې د مجاز عدالت په نوټس کې به روالې، دعدالت په ريکارډ باندې به وي، او د هغه په اجازت به د نيول شوي تن نه د پلټنو وخت اخلي"

د پاکستان پوځ وايي دا خبره ردوي چې امنیتي ادارې د خلکو په بې درکه کوولو کې لاس لري.

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د بلوڅ مسنګ پرسنز او په سيند صوبه کې دغه ډول تنظيم د خلکو بې درکه کولو تور په ملکي ادارو لګوي خو د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکو وخت په وخت د دغه ډول تورونو رد کړی دی.

دا تنظميونه وايي زياتره کسان په خېبرپښتونخوا کې د ورګډو ضلعو سره د صوبې د نورو برخو او بلوچستان څخه بې درکه کړی شوي دي او د خلکو د بې درکه کولو لړۍ د 2008 راپدېخوا سېوا شوې ده کومه چې د دوی په وېنا اوس هم روانه ده

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG