لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ: حکومت دې د بې درکه کسانو په اړه معلومات راکړي


ماما قدیر په بلوچستان کې د بې درکه کسانو د حقونو لپاره کوښښونه کوي
ماما قدیر په بلوچستان کې د بې درکه کسانو د حقونو لپاره کوښښونه کوي

دپاکستان سپریم کورټ د حکومت نه په هيواد کښي بې درکه تنانو د جرمونو تفصيل غوښتی دې او د بې گناه خلکو د ازادولو امر یې هم کړی دې.

د بې درکه تنانو په حکله د يو مقدمې اورني په وخت د سپریم کورټ دوه کسيزه بينچ مشر قاضي اعجاز افضل حکومت ته وویل پاکستان کښي دې بې درکه تنانو د پاره جوړ دبحالۍ مرکزونو تفصيل دې هم عدالت ته جمع کړي چې دا رنگ عدالت ددې نه هم خبر شي چي دې مرکزونو کښي موجود خلک په څه جرم کې نیول شوي دي.

په داسې مهال چې په اسلام اباد کې د سپریم کورټ د بې درکه کسانو په اړه د مقدمې اورونه کوله د پاکستان د سنېټ د انساني حقونو کمیټۍ غړي د کوټې، بلوچستان، په دوره وو او هلته یې د بې درکه کسانو په معامله د حکومتي چارواکو او د بې درکه کسانو د خپلو خپلوانو سره خبرې اترې کولې.

د کمیټۍ مشرې سېنټرې نسرین جلیل په دې خبره حیرانتیا څرگنده کړه چې دوې ته چې د بې درکه کسانو شمیره ښودل کیږي په بلوچستان کې د انساني حقونو کارکونکي ددې نه ډیره زیاته شمیره ښايي.

د کمیټۍ غړي سېنټر فرحت الله بابر وویل داسې ښکاري چې په بلوچستان کې د بې درکه کسانو مسله د حل کیدو پرځای لا نوره هم سنگینه شوي ده.

د سپریم کورټ په اورونه کې جسټس اعجاز افصل وویل که چرې د حکومت په ولکه کې کوم تن څه جرم کړی وي نو سزا دې ورته ورکړی شي او که چري څوک بې گناه وي نو بايد چي ازاد کړی شي.

د اورنې په وخت حکومتي وکيل عدالت ته وویل چي دوي ته تر وسه پورې قبايلي سيمو کښي موجود ددغه شان مرکزونو تفصيل نه دې ورکړی شوی.

تيره مياشت ددې مقدمې د اورني په وخت د سپریم کورټ دي بينچ د کورنیو چارو وزارت نه د بې درکه تنانو دپاره جوړ حراستي مرکزونو او په دي کښي ساتل شوو خلقو د جرمونو تفصيل غوښتي و خو دا نن هم عدالت ته نه دې ورکړي شوی چي عدالت پرې خواشینې څرگنده کړه.

په دي مقدمه کښي خواست کونکي آمنه مسعود جنجوعه ډيوه ريډيو ته وویل چي د بې درکه تنانو دپاره جوړ کميشن باندي باور نه لري او ټول امید یې د عدالت نه دی.

آمنه مسعود جنجوعه وویل په قبایلي سېمو کې ۴٥ بندي خانې موجود دې چې پکې د ٣٠٠٠ نه زیات کسان پراته دي او د تپوس یې څوک نشته. هغې وویل د بندي خانو په اړه ورته دغه معلومات حکومتي مامورینو ورکړې دي خو حکومت په رسمي توگه په دې څه نه وايي.

ویل کیږي چې د بې درکه شوو کسانو لویه شمیره په بلوچستان کې ده.

بلوچستان ته د سېنټ د انساني حقونو کمیټۍ د غړو تگ په اړه تفصیل کوټې څخه د وي او ای ډیوه خبریال حمید سمسور رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:36:47 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG