لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: حکومتي اداره وايي سږ کال پاکستان ته د یو ارب او ۳۱ کروړ ډالرو مالیت موبایل درامد شوي


د پاکستان ټېلي کميونيکېشن اتهارټي شمېرې ښي په ملک کې د تېر جولای نه تر جنورۍ مياشتې پورې د موباېل استعمالونکو شمېر کې يو کروړ اضافه شوې ده۔ اداره وايي دغه موده کې د يوسل اته شپيته ميلين نه يو سل اته اوويا ميلين ه زيات شوې دې
د پاکستان ټېلي کميونيکېشن اتهارټي شمېرې ښي په ملک کې د تېر جولای نه تر جنورۍ مياشتې پورې د موباېل استعمالونکو شمېر کې يو کروړ اضافه شوې ده۔ اداره وايي دغه موده کې د يوسل اته شپيته ميلين نه يو سل اته اوويا ميلين ه زيات شوې دې

د پاکستان د شمېرنې اداره وايي د موجوده مالي کال په لومړو اتوو مياشتو کې پاکستان ته د يو ارب او ۳۱ کرو ډالرو مالیت موبايلونو درامد شوي دي۔

ياده اداره وايي تېر کال هم په دغه موده کې د ۸۶۵ ميلن ډالرو موبايل پاکستان ته درامد شوي وو۔

د ادارې په وېنا په دې کې يو پنځوست اعشاريه پينځه فيصده اضافه راغلې ده۔

د پاکستان د شمېرنې اداره وايي په ملکي کچه د موبايل د استعمالوونکو په تعداد کې اضافه شوي ده۔

د پاکستان ټېلي کميونيکېشن اتهارټي شمېرې ښي په ملک کې د تېر جولای نه تر جنورۍ مياشتې پورې د موباېل استعمالونکو شمېر کې يو کروړ اضافه شوې ده۔ اداره وايي دغه موده کې د يوسل اته شپيته ميلين نه يو سل اته اوويا ميلين ه زيات شوې دې.

په پاکستان کې د کرونا وبا له امله د سکولونو د بندېدو په وجه مېندې او پلاران د ان لاین زدکړو د پاره په تعليمي ادارو کې داخل بچو د پاره موباېلونه اخلي۔

خو سوداګر وايي چې د ګرانو بعيو له وجې خلک ارزان بيعه موبايلونو غوښتنه ډيره کوي۔

حمزه علي د یو شخصي کالج زدکونکی دی وايي کړې کالج يي د کرونا وبا له امله بند شوی او اوس په مارکیټ کې ځان له موبايل اخلي چې خپلې زدکړې په موبايل د انټرنټ د لارې دوامداره وساتي۔ " تاسو ته پته ده چې نن صبا هر څه په موبايل شوي دي، تجارت او معلومات نه علاوه ګېمونه، پيغامونه او اوس زدکړې هم په موبائيل کيږي"

د مردان ښار د موباېلو يو مارکېټ سوداګرو ډيوه ته وويلي د کرونا وبا له وجې د موباېلو خرڅ زيات شوی خو خلک دارزان بيعه موبائيلونو غوښتنه کوي۔ د موبايلو سوداګر جهاد علي خلک د ان لائن زدکړو د پاره بچو له موبايلونه اخلي خو د ګرانې بعې موبائېلونه نه شي اخستې ۔

"خلک راځي د کمې بيعې موبائل غواړي خو په دغه موبايلونو کې چې کوم اپلېکېشن کارول کيږي په هغې ان لائن زدکړې په ګرانه کيږي، که دا ايپليکېشنز اسان کړې شي نو غريبو خلکو ته به هم ګټه ترلاسه شي"

نوموړي زياته کړه د حکومت لخوا په موبایلونو ټېکسونه هم زيات کړل شوي دي او خلک نه شي کولې چې په ګرانه بيعه موبائيلونه ترلاسه کړې۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG