لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لاهور پوليسو مشر ولې وايي په موټروی د جنسي تېري ښکار مېرمن د خاوند د اجازت نه بغیر سفر کوو؟


د لاهور پولیس مشر په وينا د دې نه وړاندې په ټولنيزو رسنيو او د حزب اختلاف ګوندونو سخت ردعمل راپاريدلی و
د لاهور پولیس مشر په وينا د دې نه وړاندې په ټولنيزو رسنيو او د حزب اختلاف ګوندونو سخت ردعمل راپاريدلی و

د لاهور پوليسو مشر عمر شيخ ويلي په موټروی د جنسي تېري ښکار مېرمن د خپل خاوند د اجازت نه بغیر د شپې ناوخته سفر کوولو او هم د دې له امله د پېښې سره مخامخ شوه.

عمر شېخ دغه دریځ د سينيټ د بشري حقونو کميټۍ ته وړاندې کړی خو کله چې د کمېټۍ د پيپلز ګوند يو غړي ترې دا تپوس وکړو چې ایا دغه حال ورته د جنسي تېري ښکار مېرمن تېرکړی نو پولیس افسر وویل دا د ده ګمان دی چې هم داسې به شوي وي.

د پاکستان سماع ټېلې وژن د وېب پاڼې د خبر ترمخه عمرشېخ د سېنټ د کمېټۍ په غونډه کې د پېښې او په خپل بیان په دواړو لاسو بخښنه غوښتله.

د سماع ټېلې وژن د رپورټ ترمخه پولیس د جنسي تېري په لړ کې یو مشکوک تن نیولی دی او د پولیس ډلې د نورو کسانو په لټه کې دي.

د بشري حقونو کارکونکي فرزانه باري وايي د جنسي تېري کوونکو او د لاهور پوليسو د مشر په سوچ اوفکر کې ورته څه قسمه فرق نه ښکاري اوهم دغه سوچ هغه ذهنيت ښکاره کوي کوم چې د هغې په وېنا پدر شاهي ټولنې ته وده ورکوي ۔

فرزانه باري وويل هم دا هغه ذهنيت دی چې کله انتها ته اورسي نوبيا د ميرمنو سره په دا ډول جنسي تيري او تشدد په شکل کې ليدل کېږي.

په پيښورکې ميشت د زنانوو په هکله د ټولنې په رويوو تحقيق کوونکی ارباب محمد هاشم خان وايي د لاهور د پوليسو مشر دغه ذهنيت ښايي د ځنګل د دور رويي په داسې ذمه وارو څوکو ناستو خلقو ژوندۍ ساتلي دي او هم ځکه د پوليسو يو مشر زنانه ته حفاظت ورکولو په ځای د هغې په ټپي شوي وجود مالګې دوړوي.

هغه زیاته کړه په ټولنه کې دجنسي تيري په پېښوڅه غږ نه پورته کيږي او بيا د ميرمنو په هکله په مجموعي توګه رويي بدلولو دپاره او زنانه ته دحقونونو ورکولو دپاره نه خوحکومت او نه ټولنه کې کوم موثره کار تر سره کېږي.

فرزانه باري وويل د يو پوليس چارواکي له خولې داسې خبرې په سر پکار ده چې ورته سزا ورکړل شي.

عمر شيخ د دې نه وړاندې ویلي وو دغې مېرمن د موټرې پرځای په جي ټي روډ ولې سفرنه کولو او د سفر وړاندې يې دخپل موټر تيل ولې نه وو کتلي؟ د مطبوعاتي رپورټونه ترمخه د جنسي تېري ښکار شوي مېرمن د موټر تېل ختم شوي وو او هغه په په موټر وی سره د خپلو بچو د مدد په انتظار ولاړه وه چې حمله پرې وشوه.

د عمر شېخ په دغه وينا په ټولنيزو رسنيو او د حزب اختلاف ګوندونو سخت ردعمل راپاريدلی و او چوکۍ نه یې د هغه د لرې کولو غوښتنه يې کړې وه.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG