لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پرویز مشرف خلاف د غدارۍ په مقدمه کې فيصله دې ودرول شي، د حکومت غوښتنه


څېړونکو د وزیراعظم عمران خان په حکومت تنقید کړی چې د پرویز مشرف په اړه د عدالت فیصله ودرول غواړي
څېړونکو د وزیراعظم عمران خان په حکومت تنقید کړی چې د پرویز مشرف په اړه د عدالت فیصله ودرول غواړي

د وزیراعظم عمران خان حکومت د اسلام آباد هايي کورټ ته خواست کړی دی چې د پخواني پوځي مشر پرويز مشرف پرضد د غدارې په مقدمه کې دې د فيصلې اعلان وځنډوي. څېړونکو د حکومت په دغه گام نیوکې کړې دي.

اسلام آباد هايي کورټ ته خواست کې د کورنیو چارو وزارت وویل د موقتي وخت دپاره دې ځانګړی عدالت د نومبر د ١٩ نيټې فيصله وځنډوي.

د نومبر په ١٩ نېټه د پخواني صدر پرويز مشرف پرله پسې د غير حاضرۍ په سبب درې کسيزه ځانګړي عدالت د دغې مقدمې فيصله محفوظ کړه او ویې وېل چې د مقدمې حتمي فيصله به د نومبر په ٢٨ اوروي.

د پيښور هاي کورټ چيف جسټس وقار احمد دا مهال د ځانګړي عدالت مشري کوي.

په اسلام اباد هاي کورټ کې د ګل، دوشنبې، په ورځ دپخواني صدر د وکيل او د کورنیو چارو د وزارت لخوا دوه جلا جلا خواستونه جمع کړی شول.

د کورونیو چارو وزارت خواست وکړو چې ځانګړی عدالت دې د نومبر په ٢٨ نيټه د فيصلې اورولو څخه ودرول شي.

د اسلام اباد هاي کورټ درې کسيزه ډله به سبا د نهې، سه شنبې، د ورځې نه د دې خواست اوريدنه پيل کوي.

د سپريم کورټ مشر قاضي جسټس اصف سعيد کهوسه وړاندې په يوه دستوره کې اعلان کړی و چې د عدالت په وړاندې هيڅ څوک هم طاقتور نه دي. هغه وویل عدالت دوه وزيراعظمان نا اهله کړي او د يو پوځي سرلښکر پرضد فيصله راروانه ده.

مخالف سياسي ډلو تر اوسه د کورونیو چارو وزارت د عدالتي فیصلې د ودرولو په خواست څه نه دي ویلي خو په ټولنیزو رسينو یې سخت ردعمل راپارولی دی.

خبریالا گل بخاري په ټوېټر ليکي x ژوند ترټولو لوې يو ټرن یې واخیستلو او د مشرف د بچ کولو دپاره یې ميدان ته راودانګل.

خبريال مبشر زيدي په خپل ټوېټر پاڼه ليکي، يو نه دوه پاکستان. حکومت د پرويز مشرف پرضد د فيصلې اعلان ودرول غواړي او يوه هفته مخکې وزير اعظم عمران خان د عدالت څخه غوښتل چې د زورور طرفداري دې نه کوي او وس په خپله په دغه لار روان شو.

د کورنیو چارو وزارت په خواست کې دریځ خپل کړی چې د غدارې په مقدمه کې شريک ملزمان په باِضابطه توګه په قانوني کاروايې کې نه دي شامل کړی شوي او وايي د مشرف سره باید د قانون سر سم چلند وشي.

خواست وايي مشرف د دفاع د حق نه محروم ساتل شوی او دځانګړي عدالت په فيصله کې د ايين د ٤ او ١٠ مادې سرغړونه شوي.

د کورنیو چارو وزارت په خواست کې دا هم ويل شوي چې پخواني صدر ته د صفايې د موقعې ورکولو پورې دې ځانګړې عدالت د فيصلې څخه ودرول شي او ترڅو چې د استغاٍثې نوي ډله نه وي ټاکل شوي تر هغې دې ځانګړې عدالت فيصله نه ورکوي.

د پخواني صدر او پوځي سرلښکر پرويز مشرف پرضد د غدارې د

مقدمې با قايده کارواي د پخواني وزير اعظم نواز شريف په واکمنۍ کې کال د ٢٠١٣ د ډسمبر په مياشت کې پېل شوي وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG