لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د پاکستان ریاست د وزیرستان اولس ته په تحفظ ورکولو او اسانتیاو برابرولو کې پاتې راغلی: کمېټۍ مشر

په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو نه د بې کوره شوو خلکو د کمېټۍ مشر ویلي دي د پاکستان ریاست د وزیرستان اولس ته په تحفظ ورکولو او اسانتیاو برابرولو کې پاتې راغلی دی.

ده له ملګري ملتونو څخه غوښتنه کړې د نړۍ د نورو قامونو د خلکو په رنګه دې د وزیرستان د اولس سره د بشري حقونو په لړ کې مرستې وکړی شي.

د کډوالو د کمېټۍ مشر ډیوه ته په خپلو خبرو کې وویل چې سیمه کې یې د تشدد پېښو او هدفي وژنو تازه لړۍ خلک بیا پرېشانه کړي دي او دا پوښتنې کوي چې دا څه رقم پوځي عملیات وو چې ترهګر اوس هم ازاد ګرځي او د وزیرستان بې ګناه خلک وژني، مشران او عام اولس په هدف کوي.

ملک غلام وايي په تېرو درېو میاشتو کې تر څلوېښتو پورې هدفي وژنو او بریدونو کې عام او بېګناه خلک په نښه کړی شوي دي.

د ډیوه روانو چارو خپورنه هېلو وي او اې کې د ډیوه همکار نوشېروان قلندر سره د خبرو په وخت د شمالي وزیرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر ملک غلام وویل چې حکومت ورته د ترهګرو ضد عملیاتو پېل نه وړاندې وویل چې خلک دې مرسته وکړي اوسیمې دې خالي کړي نوهم داسې مو وکړل او د ملک نورو برخو کې کډوال شو او چې کله ورته بیا د پاکستان واکمنو وویل چې ددوي سیمې یې د ترهګرو صفا کړلی دوي دې اوس بېرته لاړشي نو د حکومت دغه امر یې هم اومنلو.

خو ملک غلام وايي چې حکومت ورسره د امن او وزیرستان د بیا بحالۍ کومې وعدې کړې وې هغه نه دي پوره کړی شوي. هغه وايي سیمه کې یې نه ژوند محفوظ دی او نه ورته حکوت د تعلیم،روزګار، سړکونو ترڅنګ نورې اسانتیاوې برابرې کړی دي.

د یادونې وړده چې د شمالي وزیرستان میرعلي په عېسو خیلو کلي د اختر په ورځ د پاکستان هاوسنګ فاونډېشن یو چارواکې زبېدالله داوړ او دوه نور کسان په ډزو ووژلي وو.

پولیس ویلي د پېښې مقدمه يې د بنو د ترهکرۍ ضد تاڼه کې د ترهګرۍ د قانوني مادو لاندې د نامعلومه کسانو خلاف درج کړې ده.

د عېسو خیلو د پېښې ‌ذمه واري کومې ډلې تر اوسه نه ده منلې.

د پاکستان یو شخصي ټیلي ویژن د پروګرام نوموړي کوربه او خبریال حامد میر د عیسو خیلو د پېښې په اړه د یو ځايي خبریال رسول داوړ د ټویټ په تائید کې په خپل ټوېټر لیکلي په شمالي وزیرستان کې د اختر په ورځ هدفې وژنې د تشویش وړ خبره ده. هغه وویل پوښته دا پېدا کیږي چې دهدفي وژنو دا قاتلان له کوم ځای څخه راوځی او چرته غیب شي؟ او دې پوښتنې ته به ځواب څوک وايي؟

په شمالي وزیرستان کې د تشدد ورستۍ پېښه په داسې حال کې رامنځته شوي ده چې څو ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا د پولیس مشر نثاالله عباسي د پاکستان اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې ویلي چې په صوبه کې بې امني بیا سېوا شوي ده. د پولیس مشر ویلي چې وسله وال په افغانستان کې روزل کیږي او بیا په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ فعالیتونه کوي.

خو ځايي خلک نېوکې کوي چې حکومت په پوله ازغن تار هم لګولی او د افغانستان سره د تګ راتګ لاره غلام خان یې هم تړلې ده نو پوښتنه داده چې وسله وال بیا د کومې خوا وزیرستان ته راځي او د بریدونو وروسته وتښتي.

خو د شمالي وزیرستان د بې کوره خلکو د کمېټۍ مشر ملک غلام وايي چې د تازه هدفي وژنو د پېښو په ضد تېره ورځ په سیمه کې شوې د قامي او سیاسي مشرانو په جرګه کې ځايي مشرانو دا خبره په ډاګه کړې ده چې د پاکستان د ریاست د سلوک نه مایوسه شوي دي او په دې خبره مجبوره دي چې د ملګرو ملتونو نه د تحفظ او د بشري حقونو غوښتنه وکړي.

په شمالي وزیرستان کې روانې د مۍ میاشت کې په پوځ دوه بریدونو کې لږ لږه درې عسکر وژلي شوي دي.د پاکستاني طالبانو حزب الاحرار ډلې ددغه بریدونو پړا منلی وه خو په عامو خلکو د بریدونو ذمه واري کومې ډلې تر اوسه نه ده منلې.

پروګرام کې د شمالي وزیرستان د ځوانانو د تنظیم مشر اسدالله شاه وویل چې دوي روانه اوونۍ د بیلابیلو قامونو او سیاسي مشرانو په یوې جرګه کې دا وړاندیز کړی دی که حکومت د سیمې خلکو ته تحفظ نشي ورکولی نو حکومت دې ورته د هېواد پنجاب ،سند او خېبر پښتونخوا کې یو محفوظ ځای برابر کړي چې هلته سم ژوند وکړي.

د ځوانانو د تنظیم مشر وویل چې دا څنګه ومنلی شي چې په اسو خېلو سیمه کې زبېد داوړ او دوه نور ځوانان په رڼا ورځ په یو داسې ځای کې اووژلی شول چې په یو څو میټره کې د امنیتي ځواکونو د چېک پوسټ او بل خوا د امنتي ځواکونو کېمپ شتون لري او ددې باوجود ټوپک ماران وتښي؟

اسدالله شاه وویل چې جرګه کې دا هم وویلې شول چې که حکومت په وزیرستان کې د څه نوي جنګ جوړولو پلان لري نو ځايي اولس دې هم تیار دي چې ټول وزیرستان ورته خالي کړي.

See all News Updates of the Day

پاکستان له افغانستان سره نېږدې د اوو "ترهګرو" د وژلو دعوه کړې

واشنګټن – پاکستان د شورو یا چهارشنبې په ورځ دعوه کړې چې سرحدي امنیتي ځواکونو یې هغه اوه "ترهګر" وژلي چې هڅه یې کوله له افغانستان څخه پاکستان ته واوړي.

د پاکستان د پوځ په یو بیان کې راغلي، چې دغو کسانو غوښتل له افغانستان څخه پاکستان ته د شمالي وزیرستان له لیارې واوړي.

بیان زیاتوي، "دغه کسان محاصره شوي، ورسره جګړه شوې او له یوې درنې جګړې" وروسته ټول وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په بیان کې دا دعوه هم شوې چې پاکستاني امنیتي ځواکونو "په زیاته اندازه وسله، مهمات او چاودېدونکي توکي هم" له هغوی څخه ترلاسه کړي دي.

د پاکستاني پوځ دغه دعوې په خپلواکه توګه نشي تایید کېدای.

پوځ ویلي، چې اسلام اباد په دوامداره توګه د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې افغان لوري ته دې په سمه توګه امنیت تنظیم کړي او "دوی تمه لري چې خپل مسولیتونه ترسره کړي." تر څو "په پاکستان کې د ترهګرۍ د فعالیتونو" مخه ونیول شي.

تر اوسه هېڅ کومې وسلوالې دلې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د دغې شوې پېښې پړه نه ده منلې.

پاکستان د ټي ټي پي په جنګیالیو باندې تور لګوي چې په افغانستان کې له خپلو پټنځایونو څخه په پاکستان کې بریدونه کوي.

خو طالب چارواکي د پاکستان دا ادعا هر کله رد کړې او ویلي یې دي چې دوی به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه کوم ګاونډي وګواښي.

پاکستاني چارواکي وايي، وروسته له هاغې چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې وسلوال طالبان واکمن شول نو په پاکستان کې هم ورسره امنیتي پېښې زیاتې شوې چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ګډون پکې په سلګونو پاکستانیان وژل شوي دي.

خو کله چې افغان طالبان په کابل کې د واکمنو جمهوري نظامونو پرضد شل کلنه جګړه کوله نو هغه مهال افغان حکومتي چارواکو، په افغانستان کې د دېره بهرنیو ځواکونو یو شمېر قومندانانو او پوځي کارپوهانو دې ته ورته ویل چې طالبان په پاکستان کې پټنځایونه لري، هلته روزل کېږي او پاکستان ورته وسلې او پیسې ورکوي، چې پاکستان بیا دا نه منل.

د بیلګې په توګه د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزېف د ۲۰۱۷ کال د مارچ په لسمه نېټه ویلي وو چې په پاکستان کې موجودې ترهګرې ډلې د افغانستان امنیت ګواښي.

دغه ډول پاکستان تل له ترهګرو سره د مبارزې په نامه له امریکا څخه په بیلیونونو ډالره ترلاسه کړي دي خو پوهان وايي، تل یې په داسې تش په نامه عملیاتو کې په وزیرستان کې بې ګناه پښتانه وژلي، کورونه او بازارونه یې ورته ویجاړ کړي او کډوالۍ ته اړ ایستي.‌

سرکاري شمېرې ښیي چې پاکستان روان مالي کال په صنعتي ترقۍ کې پر شا تللی

د پاکستان د شماریاتو اداره وایي روان مالی کال په اتو میاشتو کې د (جولایي نه تر فرورۍ پوری) صنعتي پرمختیا د تېر کال په پرتله منفي وه او 0.51 فیصدي ریکارډ کړل شوې ده.

په فرورۍ کې صنعتي پرمختیا کې اضافه شوې او د روان مالي کال د جنورۍ په مقابله کې صنعتي ترقي 4.14 فیصدي کمه شوې ده.

اقتصادپوهان وایي د توانایۍ د لوړ بیعو ، د سود شرحه کې د زیاتوالي او د درامدي خام مال د کمي له امله صنعتی پرمختیا متاثره کیږي او د هغې اثرات په روزګارونو هم کیږي.

د مردان چیمبر اف کامرس او انډسټرۍ مشر ظاهر شاه وایي وړاندې حکومتونو په درامدي خام مال بندیزونه لګولي وو او د توانایۍ په بیعو کی اضافه شوې وه او د هغې نیغ په نیغه اثرات په صنعتی پیدوار پرېوتي دي

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي"زمونږ د صنعتي پیدوار زیاتره مواد د بهرنیو هیوادونو نه درآمد کیږئ، یوازې دا نه بلکې د پولو بندیدل او د ډالر قیمت په ځای نه ودریدل داسې ستونزې هم مخې ته راغلي او د هغې سره سره د صنعتونو دمقامي خام مال، بجلۍ ، ګیس او پټرولیم مصنوعاتو بیعې هم لوړې دي چې په صنعتي پیدوار یې تاثیر کړی او پیدوار کم شوی".

د شماریاتو اداره وایي په مجموعي توګه په تیرو 20 میاشتو کې د صنعتي پیدوار پیمانه منفي لوري ته تللې ده خو د جولایي نه تر فرورۍ پورې په 22ؤ صنعتي څانګو کې 11 صنعتي څانګو پیداوار زیات شوی او په دې کې زیاتره برامدي صنعت او د خوراکي توکیو په پیدوار کې اضافه شوې ده.

اقتصادپوهان وایي د سود لوړې شرحې له امله صنعتي پیداوار اغېزمن کیږي اؤ دهغې اغېزې په روزګارونو هم کیږي.

اقتصادپوه عدنان احمد وایي ، پرمختیا په برامدي صنعت کې شوې او د مقامي کنزیومر مارکیټ پرمختیا کمه شوې ده او ددې له وجې روزګارونه بیا ختم شی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي په کنزیومر مارکیټ کې د خلکو د اخستو توان هم نشته او د هغی بنیادي وجه هم داده چی سټیټ بینک د پیسو سرکولیشن په ځای ودرولی د سود کچه لوړه ده.

د شماریاتو اداره وایي د ټیکسټایل په څانګه کې 3.4 فیصدي اضافه ریکارډ کړل شوې او د تیارو جامو صنعت د تیرکال فرورۍ میاشتې په مقابله کې سږکال په فرورۍ کې 18 فیصدي اضافه ریکارډ کړی شوې ده.

رپورټ کې ویل شوي چې پټرولیم مصنوعات په فرورۍ کې 16 فیصده کم شوپ د سرو په پیداوار کې 33 فیصده اضافه شوې،د دوایانو صنعت 9 فیصده او د مشنرۍ پیداوار 28 فیصدئ زیات شوی.

د مارچ په میاشت کې سټیټ بینک د سود شرحه 22 فیصده په ځای ساتلی وه او پوهان وایی د موجوده حکومتي پالیسو له وجې امکان شته چې په صنعتي پیداوار کې اضافه وشي.

پښتونخوا کې نن د بارانونو بله لړۍ پیلیږي، کارپوهان وایي د غنمو فصلونه به سخت زیانمن شي

د موسمياتو محکمې د نن شپې نه خېبر پښتونخوا کې د بارانونو د تازه لړۍ شورو کېدو اټکل کړی دی چې له دې وروسته صوبایي حکومت اړونده چارواکو ته د بيداره اوسيدو غږ کړی دی.

زرعي کارپوهان وایي پښتونخوا کې روان طوفاني بارانونه او ځول د غنمو او نورو ميوه دارو فصلونو دپاره زیانمن ثابتېدای شي.

دوي وایي زرعي ادارو له به د موسمياتي بدلون د چیلنج سره سم نوي تخمونه مخې ته راوړل او څيړنې کول وي .

د موسمياتو محکمه وایي په خليجي هېوادونو کې د طوفاني بارانو وريدو وروسته د تازه بارانونو ورولو وریځې د بلوچستان د لارې پاکستان ته راننوتې دي او اټکل دی چې نن د شپې به خېبر پښتونخوا ته راننوځي او د رواني مياشتي اپريل تر ۲۱مې پوري به دوام لري۔

زرعي ماهرين وایي دا وخت د پاکستان سیند او سويلي پنجاب کې د غنمو فصلونه ريبل شوي خو پښتونخوا کې د غنمو فصل دانه نیولې ده اؤ لو ته تیار دی.

وایي په داسې حالاتو کې طوفاني بارانونه به د غنمو فصل متاثره کړي او انديښنه ده چې د ټاکل شوي مقدار نه کم پيداوار وشي۔

د پيښور زرعي پوهنتون وايس چانسلر پروفېسر جهان بخت پښتونخوا کې د روانو بارانونو ، ږلۍ اؤ ځول له امله زیاتره د غنمو فصلونه غورځېدلي دي اؤ کله چې د غنمو فصل وغورځېږي نو بیا پکې د خوراک جوړولو یا دانې پخولو توان کم وي.

هغه وایي چې د غورځېدلو غنمو دانه وړه هم وي اؤ وزن یې هم کم شي نو زیات امکان شته چې ددې بارانونو له وجې به زمونږ د زرعي فصلونو په ځانګړي ډول د غنمو پیداوار کې کمی راشي.

پاکستان کې روان کال د غنمو د پيدوار هدف د ۲۹ میليونه میټرک ټنه ښودل شوی خو خېبر پښتونخوا کې زرعي ماهرين وایي که د بارانونو لړۍ نوره وغځېږي نو انديښنه ده چې د غنمو فصل کم وشي۔

د حادثو په وخت د خېبر پښتونخوا انتظامي اداري پي ډي ایم ای د نن شپي نه د بارانونو د نوې لړۍ نه د بېداره پاتې کېدو خبرداری ورکړی چې پکې نوښار ضلعه کې په کابل سيند کې د لوړې درجې د سيلاب راختلو اټکل شوی دی، او دې لړ کې د ضلعي انتظاميو سره نورو اړونده ادارو ته د بيداره پاتې کېدو او وړاندي نه د ټولو مهمو اړینو ګامونه اخستو ويل شوي دي۔

زرعي ماهرين وایي د موسم د بدلون يا د تودوخې زيات اثرات به په زميدارو او په فصلونو وي ، په داسي حالاتو کې په زرعي کارپوهانو ذمه واري سيوا کيږي چې د موسمياتي بدلون تاو برداشت کوونکي تخمونه راوړي او کرونده ګرو ته پوهاوی ورکړي۔

پروفېسر جهان بخت ډیوه سره خبرو کې وایي،د موسمي تبديلي زيات اثر به زمونږ په زميدارو او په فصلونو وي نو اوس زمونږ د زرعي پوهنتون او زرعي څيړونکو ذمه واري ده چې هغوي باید داسي تخمونه پيدا کړي چې هغۀ د زيات باران سره ،د کمواوبو سره او د‌ځول سره پاېښت کولی شي.

بل پلو ته خېبر پښتونخوا کې د افتونو په مهال د مرستو دولتي ادارې پي ډي ايم ای د تيرو څلورو ورځو په طوفاني بارانونو کې د مرګ ژوبلي او تاوان شميري شريکې کړي دي چې ترمخه يې ټوله صوبه کې د سيلاب نه 12 ضلعي متاثره شوي او 32کسان مړه او يو 41 ژوبل شوي دي.

د ادارې د شميرو ترمخه په مجموعي توګه 1370 کورونو ته زيان رسېدلی چې پکي160 په مکمله توګه ړنګ شوي دي۔

پاکستان کې د سرو زرو بیعه د خپل تاریخ ریکارډ کچې ته لوړه شوې ده

په پاکستان کې د سرو زرو بیعه د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې اؤ د شورو یا چارشنبې په ورځ یوه توله سره زر په 2 لکه 51 زره اؤ 900 روپۍ پلورل شوي.

ډان ورځپاڼه وایي چې تازه د سرو زو بیعه په یوه توله کې 2200 روپۍ ختلې ده اؤ وايي د 10ګرامه سرو زور بیعه بیا 1867 روپۍ سیوا شوې اؤ 2 لکه 15 زره اؤ 964 روپو ته رسېدلې ده.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم د یوې تولې سرو زرو په بیعه کې 2400 روپۍ اضافه شوې وه اؤ نرخ یې 2 لکه 49 ززه اؤ 700 روپو ته رسېدلی ؤ.

په نهم اپریل هم د سرو زرو بیعه لوړه شوې وه اؤ یوه توله سره زر 2 لکه 47 زره اؤ 600 روپو ته رسیدلي وؤ.

پاکستان کې د سرو زرو دا بیعې د تېرو دوؤ اوونیو راهسې پرله پسې په مخ په بره روانې دي اؤ څېړونکي وایي علتونه یې په نړیواله کچه درامدي ډیوټیو کې اضافه اؤ جنګي حالات دي.

د برتانوي خبري اژانس بي بي سي د یو رپورټ له مخې د نړۍ په کچه د سرو زرو بیعې د لندن په بلین مارکیټ کې ټاکل کیږي چې دا په ټوله نړۍ کې د سرو زرو د کاروبار تر ټولو ستر مارکیټ یا پلیټ فارم دی اؤ د نړۍ د سرو زرو ستر کاروباریان د لندن د بلین مارکیټ سره تړلي .

څېړونکي وایي اوس دغه مارکیټ کې د سرو زرو نرخونه په بره روان دي نو ځکه یې اغېزې ټوله نړۍ کې د سرو زرو په مارکیټ کیږي اؤ ددې ترڅنګ منځني ختیځ کې تاوجن وضعیت هم د سرو زرو د بیعو د لوړ والي لامل شوی دی.

د پېښور د اندر شیر بازار د زرګرانو د اتحادیې یو مشر اسرار خان وي او ای ډیوه ته ویلي د سرو زرو د بیعو بې خرته لوړوالي د دوي کاروبارونه ختمېدو ته راوستي دي اؤ اوس د سرو زرو اخستل د عامو خلکو له توانه وتلي دي.

نوموړی وایي د سرو زرو بیعې چې لوړې شوي نو د دوي روزګار ورسره نزدې 90 فیصدي په ټپه شوی اؤ وایي اوس یوازې لویې سرمایه داران په سرو زرو کې خپله سرمایه بندوي اؤ له دغې لارې نه یوازې خپلې پیسې خوندي کوي بلکې ګټې هم ترلاسه کوي.

د پاکستان داخله وزارت: د چیف جسټس خلاف د پروپیګنډې له امله پاکستان کې ایکس رسنۍ تړل شوې

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په "ایکس" رسنۍ ځینو اکاونټونو نه د سپریم کورټ د چیف جسټس په ضد پروپېګنډه شوې وه اؤ ایکس ددغو اکاونټونو د تړلو په اړه د پاکستان خواست ته څه ځواب نه ؤ ویلی نو ځکه پاکستان کې دا ټولنیزه رسنۍ وتړل شوه .

پاکستان کې د ټولنېزې رسنۍ ایکس د تړل کېدو په اړه د کورنیو چارو وزارت خپل رپورټ د چهارشنبې یا د شورو په ورځ اسلام اباد هایکورټ کې جمع کړی اؤ ویلي یې دي چې حکومت سره د ایکس رسنۍ له تړلو پرته بله هیڅ لاره نه وه.

په پاکستان کې ایکس رسنۍ د 17مې فرورۍ راهسې تړل شوې ده اؤ ددې تړل کېدو په ضد اسلام اباد هایکورټ، سیند هایکورټ اؤ پېښور هایکورټ ته خواستونه شوي دي.

څېړونکي اؤ نړیوالې ادارې پاکستان کې د ایکس رسنۍ تړل کېدل د رایې څرګندولو د حق تروړلو په مانا عمل بولي اؤ وایي په سوشل میډیا د بندیزونو لګولو له لارې پاکستان کې د غیر جمهوري اؤ غیر قانوني اقداماتو نه د نړۍ مخه نه شي اړول کیدای.

د کورنیو چارو د وزارت له لوري عدالت کې جمع کړل شوي رپورټ کې ویل شوي چې د ایف اي ای سایبر کرایم څانګې ایکس رسنۍ ته درخواست ورکړی ؤ چې له کومو اکاونټونو د چیف جسټس خلاف پروپېګنډه کیږي باید هغه وتړي خو وایي د ایکس مشرانو د خواست په خیال خاطر کې را نه وړو اؤ نه یې سایبر کرایم ته د شوي خواست څه ځواب ورکړو.

رپورټ کې ویل شوي چې په مرستې نه کولو ایکس رسنۍ په عارضي ډول پاکستان کې وتړل شوه اؤ پاکستان سره ددې له تړلو پرته بله لاره هم نه وه.

داخله وزارت ویلي چې د ایکس رسنۍ د تړلو امر یې د استخباراتي شبکو په خواست کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت خپل رپورټ کې د عدالت نه غوښتنه کړې ده چې د په ایکس د بندیز خلاف عدالت ته شوی خواست رد کړي اؤ ویلي یې دي چې د ایکس خلاف عدالت ته عریضه کول د قانون اؤ حقایقو خلاف اؤ د نه اورېدو ده.

رپورټ کې ویل شوي چې ایکس رسنۍ نه خو پاکستان کې رجسټرډ ده اؤ نه د پاکستان د قوانینو عملي کولو د تړون برخه واله ده .

وایي د حکومت د حکمونو نه منلو له امله په ایکس رسنۍ باندې بندیز لګول ضروري وؤ.

په سیند هایکورټ کې هم په ایکس رسنۍ اؤ انټرنیټ د بندیزونو په اړه د خواست اورېدنه شوې اؤ د هایکورټ مشر قاضي ولي چې په قانون کې چرته هم دا خبره نشته چې د حساسو ادارو په رپورټونو دې د کورنیو چارو وزارت اقدام وکړي.

مشر قاضي ویلي "ځینې خلک داسې فکر کوي چې ګنې څه کوي هغه سم کوي، دومره طاقتوره یئ چې ملک چلوئ، خو د وړو وړو شیانو په تړلو تاسو څه ترلاسه کوئ،ټوله دنیا به په مونږ پسې خاندي".

درخواست کوونکې جبران ناصر عدالت ته ویلي چې کله پاکستان کې په اتمه فرورۍ د شوؤ ټاکنو نه وروسته د راولپنډۍ پخواني کمشنر ناصر چټه انتخاباتو کې د ټګۍ تورونه ومنل نو له هغې وروسته ایکس رسنۍ تړل شوې ده.

سیند هایکورټ هم په یوه اوونۍ کې دننه د ایکس رسنۍ د تړلو د معقولې وجې عدالت ته د وړاندې کولو امر کړی دی.

پاکستان داخله وزارت د ايکس سروس د سمدستي بندولو دپاره د فرورۍ په 17مه پي ټي اې ته خط استولی وو، چې پکې تر راتلونکو احکاماتو پورې د ايکس د بند ساتلو ويل شوي وو.

قانونپوهان وایي معلوماتو ته لاسرسی د ملک د هر وګري ایيني حق دی او دا چې په ايکس بنديز د قانون خلاف ورزي ده.

د سپريم کورټ وکيل بابر خان يوسفزی وایي، دا د اظهار د ازادۍ خلاف ورزي ده. ښاغلي یوسفزي وي او اې ډیوه ته وویل:

"فېسبوک خلاص دی ټیک ټاک خلاص دی نور داسې چې په کوم باندې د نيوز سره تړلي مواد نه وي هغه ټول اپلکيشن خلاص دي او يواځې د ایکس خلاف داسې ايکشن کيږي چې لږ وخت له یې خلاص کړي او بيا يې بند کړي چې ټرېنډڼګ پرې نه کيږي او يا معلومات عوامو ته نه رسيږي".

د ګلوبل ډيجيټل انسایټ د کال 2023م د شمېرو ترمخه په پاکستان کې نزدې ‏‎72‎‏ ميلينه خلک ټولنيزې رسنۍ کاروي، چې وایي تر ټولو کم شمېر څلور ‏ميلينيه پکې اېکس يا ټويټر کاروي.‏

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG