لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مسلم لیگ ن مشر، احسن اقبال هم د نېب لخوا گرفتاره کړی شو


د مسلم لیگ ن گوند مشر، احسن اقبال
د مسلم لیگ ن گوند مشر، احسن اقبال

د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) نن د گل/دوشنبې په ورځ، د مسلم لیگ ـ ن گوند مشر احسن اقبال د ناروال سپورټ کمپلېکس په منصوبه کې د غبن په تور، ونیو.

احسن اقبال نن په دې قضیه کې د خپل بیان د ثبتولو دپاره په راولپنډۍ کې د نېب دفتر ته تللی و چې هلته گرفتاره کړی شو.

د نېب ادارې ویلي چې احسن اقبال به سبا د احتساب عدالت ته پېش کړی شي او هلته به نېب له عدالت څخه، د هغه د رېمانډ مطالبه وکړي.

پر احسن اقبال دا تور دی چې د پنجاب صوبې په ناروال ښار کې د لوبو یا سپورټ د یو کمپلېکس په جوړولو کې یې، د شپږ اربه روپیو درغلۍ کړي دي. خو احسن اقبال دا تورونه ردوي او وایي چې په دې ټولې منصوبې باندې یواځې دوه نیم اربه روپۍ خرڅې شوي دي، نو څنگه د شپږ اربو روپیو درغلي پکې شوې ده؟

له نیول کېدو نه مخکې، احسن اقبال یو ځل بیا پر وفاقي حکومت تور ولگاوه چې احتساب اداره (نېب) د سیاسي انتقام او خپلې اېجنډا ترلاسه کولو دپاره استعمالوي.

احسن اقبال همدا راز ویلي چې د خپلو آمداتو او مخارجو سندونه یې د راولپنډۍ نېب ادارې ته سپارلي دي، او د سپورټ کپلېکس د قضیې په باب یې د هغې ادارې پوښتنې هم ځواب کړي دي.

د احسن اقبال له گرفتارۍ سمدستي وروسته، د مسلم لیگ ن گوند ویاندې، مریم اورنگزېب، له میډیا سره په خبرو کې غبرگون وښود او د احسن اقبال نیول کېدل یې سخت وغندل.

هغې خبریالانو ته وویل چې د احسن اقبال قصور په ظاهره دا دی چې "هغه د نواز شریف ملگری دی، د حق خبره کوي، او د پاکستان پر خلکو میئن دی".

بل اړخ ته، د نېب لخوا په اېل اېن جي قضیه کې د نیول شوي پخواني د خزانې وزیر، مفتاح اسماعیل ضمانت، نن د اسلام آباد د هائیکورټ لخوا منظور کړی شو، خو په دې قضیه کې پخوانی وزیراعظم، شاهد خاقان عباسي تر اوسه هم په بندیخانه کې دی.

عدالت نن د نېب له وکیل نه تپوس کړی دی چې مفتاح اسماعیل د څو ورځو په رېمانډ له دوی سره و؟ جواب کې ورته وکیل ویلي چې ۴٩ ورځو پورې یې رېمانډ ورته اخیستی و، او اوس هم ورنه تحقیقات روان دي. د نېب وکیل ټینگار کړی چې عدالت دې د مفتاح اسماعیل ضمانت منظور نه کړي، ځکه له دې وجهې هغه کولی شي له هېواده بهر ولاړ شي.

خو عدالت د یو کروړ روپیو په بدل کې د مفتاح اسماعیل ضمانت منظور کړ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG