لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غونډه او د عمران خان خلاف دعدم اعتماد په تحریک ووټونه د خالي په ورځ کېدونکي دي


د پاکستان د ائین تر مخه د 342 غړيو په ایوان کې وزېراعظم د انتخاب دپاره د 172 غړو حمایت ته ضرورت لري. د حزب اختلاف ګوندونه وايی د دغې نه په زیاته شمېره کې د اسمبلۍ غړي د عدم اعتماد تحریک ملاتړ کوي
د پاکستان د ائین تر مخه د 342 غړيو په ایوان کې وزېراعظم د انتخاب دپاره د 172 غړو حمایت ته ضرورت لري. د حزب اختلاف ګوندونه وايی د دغې نه په زیاته شمېره کې د اسمبلۍ غړي د عدم اعتماد تحریک ملاتړ کوي

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غونډه د خالي، شنبې، په ورځ رابلل شوي ده او امکان دی چې هم په دغه ورځ به د سپریم کورټ د امر سره سم د وزیراعظم عمران خان خلاف اسمبلۍ ته وړاندې کړی شوي د عدم اعتماد په تحریک ووټونه هم وشي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، امکان دی د عدم اعتماد په تحریک د رایو په نتیجه کې د عمران خان حکومت د پېنځو کالو خپل اییني مېعاد د پوره کولو نه مخکې ختم شي.

د خبري ادارې ترمخه د قومي اسمبلۍ سپیکر د اسمبلۍ غونډه د خالي، شنبې، په ورځ سحر لس بجې رابللې ده او د عمران خان په ضد د حزب اختلاف د عدم اعتماد په قرارداد ووټ د اېنجنډې څلورمه نقطه ده.

د پاکستان سپریم کورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک د درولو د ډپټي سپیکر امر او د اسمبلۍ د تحلیل کولو دپاره صدارتي حکمنامه مسترد او قومي اسمبلي او د عمران خان حکومت او کابینه یې بحال کړه. سپریم کورټ د عدم اعتماد تحریک ردېدل او د اسمبلۍ ماتېدل غیر اييني ګامونه وبلل.

سپریم کورټ په خپله فېصله کې دا امر هم وکړو چې د قومي اسمبلۍ ناسته دې د اپرېل په نهمه، خالي په ورځ، راوبلل شي او د اپرېل د دریمې نېټې خپله دنده دې سر ته ورسوي.

د اپرېل په دریمه نېټه په قومي اسمبلۍ کۍ د عمران خان خلاف د عدم اعتماد په تحریک ووټونه کېدونکي وو چې د اسمبلۍ ډپټي سپیکر دغه تحریک مسترد کړو او وزیراعظم صدر ته خواست وکړو چې اسمبلۍ دې ماتې او نوي انتخابات دې وکړي.

د جمعې په ورځ د تلویزیو دلارې قام ته خپله وېنا کې عمران خان وویل د سپریم کورټ فېصله تسلیموي خو هغه وویل پکار ده چې عدالت د اسمبلۍ د غړو وفادارۍ د بدلولو هم خبر اخیستی وی.

خپل تقریر کې عمران خان وویل چې په پاکستان به د هغه په قول د بهر ته "ورتپل شوی" حکومت نه مني او د دې په ضد به د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ماسخوتن وروسته پرامنه احتجاج کوي.

عمران خان خپله دا دعوه هم تکرار کړه چې امریکا هغه د اقتدار نه لېرې کول غواړي.

عمران خان نه د دې نه وړاندې هم ویلي چې امریکا هغه د حکومت نه لېرې کول غواړي او د هغه مخالفو سیاسي ګوندونو د عدم اعتماد کوم تحریک چې پارلېمنټ ته وړاندې کړی دا هم د هغه په قول د امریکايي "سازش" برخه ده.

خو وایټ هاوس او د امریکې خارجه وزارت سټېټ ډپارټمنټ په تکرار د عمران خان دغه دعوې رد کړي.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس نه چې په یوه خبري غونډه کې د عمران خان د خبرې په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل په دې هېڅ حقیقت نشته.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، سپریم کورټ په خپله فېصله کې دا امر کړی چې عمران خان دې د عدم اعتماد تحریک سره مخامخ شی.

رویټرز وايي زیات امکان دی چې عمران خان به ناکامه کېږي

د پاکستان د ائین تر مخه د 342 غړيو په ایوان کې وزېراعظم د انتخاب دپاره د 172 غړو حمایت ته ضرورت لري.

د حزب اختلاف ګوندونه وايی د دغې نه په زیاته شمېره کې د اسمبلۍ غړي د عدم اعتماد تحریک ملاتړ کوي چې ګڼ شمېر د اسمبلۍ غړي پکې د عمران خان د ګوند هم دي.

څيړونکي وايي داسې ښکاري چې واکمن تحريک انصاف ګوند او عمران خان به دومره زر خپله ماتې نه قبوله نه کړي او ويره ده چې حکومت د بې باورۍ دتحريک په لار کې بيا خنډ اچولى شي خو قانون پوهان خبردارى کوي چې دا ځل سپريم کورټ دخپلې فيصلې عملي کولو لپاره د پو ځ نه هم مرسته غوښتى شي.

خو د سپريم کوټ بار پخوانی صدر کامران مرتضا وايي دا غونډه د سپريم کورټ په حکم کيږي او اعلا عدالت به په خپل حکم عمل باوري کوي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې کامران مرتضا وويل د ملکي دستور لاندې سپريم کورټ د خپل حکم عملي کولو لپاره پوځ ته هم د مرستو ویلی شي.

که د وزير اعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ تحريک کامیابېږي نو د اسمبلۍ هم دا غونډه به نوى وزير اعظم انتخاب کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG