لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف ټول عمري، او شهباز شريف د مسلم ليګ موقتي مشر


د نوازشریف لور میرم نواز هم د سیاست په میدان کې فعالا ده
د نوازشریف لور میرم نواز هم د سیاست په میدان کې فعالا ده

د پاکستان سپريم کوټ لانجمنې فېصلې ته په ځواب کې واکمن مسلم ليګ ګوند پخوانی وزيراعظم نواز شريف د ګوند ټول عمري او دهغه ورور د پنجاب وزير اعلا شهباز شريف موقتي صدر ټاکلی دی.

د پاکستان د واکمن ګوند مسلم ليګ غړو په لاهور کې دغه فېصله کړې ده. په غونډه کې نوازشريف د سپريم کوټ ججانو ته په اشاره کې يو ځل بيا پوښتنه اوکړه.

"تاسو (ججان) به د پي سي او د لاندې څوګندونه اخلئ او زمونږ نه به دا امید کوئ چې مونږه به ستاسو د فېصلو احترام کوو؟"

څو ورځې وړاندې د پاکستان ترټولو لوی عدالت سپريم کورټ نواز شريف د ګوند د مشر په هېڅ نا اهله کړی و هم سپريم کوټ تېر کال په ۲۸مه جولايي نوازشريف په بهر ملکونو کې د دولت د پټولو په مقدمه کې نااهله کړی وو.

د سپریم کورټ د وروستۍ فېصلې نه پس انتخابي کمېشن د مسلم ليګ ګوند د بل مشر ټاکلو غوښتنه کړې وه.

د غونډې وروسته پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ګوند مشر نواز شريف په ججانو نيوکې کړي او ويلي يې دي د پخواني پوځي آمر پروېز مشرف لخوا د پاکستان د صدارتي امر د لاندې چې کومو ججانو څوګند پورته کړی دغه د پاکستان دآيين او قانو تر ټولو لوي جرم و چې په مقابله کې د ده په وېنا دده جرم ډېر وړوکی دی.

پي سي او ججان څوک دي؟

تاسو به څو وارې د پخواني وزيراعظم نواز شريف نه اورېدلي وي چې د ده په ضد څنګه د پي سي او ججانو فېصلې د منلو وړ کېدی شي.

پي سي او هغه ججان دي چې د پاکستان پخواني پوځي صدر پروېز مشرف د عارضي صدارتي فرمان ( پي سي او) د لاندې يې د سپريم کوټ د جج په هېڅ څوګندونه پورته کړي وو.

پخواني پوځي صدر مشرف په دريم نومبر کال ۲۰۰۷م د پاکستان آيين په دويم وار معطل کړی و چې په غبرګون کې يي د سپريم کوټ اکثره ججانو د پي سي او لاندې حلف پورته کولو نه انکار کړی و خو ځينې ججانو دغې صدارتي فرمان لاندې څوګند پورته کړی وو.

ناقدین دغه ججانو د پي سي او ججانو په نامه یادوي د ججانو په نامه یې داغ ګڼي او وايي دوي د پاکستان د اساسي قانون په ځاې ديو پوځي ډکټېټر د خپل سره قانون ملاتړ کړی و.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG