لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف سپریم کورټ ته وايي د مزار ځمکه یې په اجاره نه ده ورکړې


پخوانی وزیراعظم نوازشریف
پخوانی وزیراعظم نوازشریف

د سپریم کورټ لخواه ګوښه کړی شوي پخوانې وزېر اعظم نواز شرېف د اختېاراتو په ناجایزه توگه د کاروولو په یوه بله مقدمه کې د نهې، سه شنبې، په ورځ بېا اعلې عدالت ته حاضر شو خو دا ځل عدالت د نواز شرېف په خوښه د معاملې د پلټنو فېصله کړې ده.

بلخوا په دې مقدمه کې د یو فریق وکېل او پخواني وزېر افتخار حسېن ګېلانې چې په عدالت کښې موجود و د وي او ای ډیوه رېډېو ته یې وویل داسې ښکاري چې نواز شرېف او سپریم کورټ د یو بل سره روغه کول غواړي.

نواز شرېف باندې تور دې چې کله دې د پنجاب صوبې اعلې وزېر و نو هغه وخت د صوبې په پاکپتن سېمه کښې یې د یو بزرگ د مزار سره تړلې ځمکه او دکانونه په اجاره ورکوولو کښې خپل اختېارات ناجاېزه کاروولې وو او دسترې محکمې تر مخه د دې مسولیت په نواز شرېف هم راځې.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د اورېدنې په وخت نواز شرېف په دې اړه خپل مسولېت منلو نه انکار وکړو او اعلې عدالت ته یې د دې معاملې د پلټنو لپاره خواست وکړو.

د نواز شریف د خواست په ځواب کښې مشر قاضې نواز شریف ته وویل چې ووښايي چې په څه ډول پلټنې غواړي؟ عدالت نوازشریف د ځواب دپاره یوه هفته وخت ورکړو.

سترې محکمې پانامه قضېه کښې د نوازشرېف کوروالو نومونه راتلو په سر سوېلېن او پوځې ادارو چارواکو باندې ګډ پلټنو ټېم جوړ کړی و او بېا دغه ټېم نواز شرېف باندې آمارات کښې ده اقامې لرلو او د دې ذکر انتخابې ګوشوارو کښې پټوولو تور لګولې و او دغه رپورټ په اساس سترې محکمې نواز شرېف تل پارلېمانې سېاست لپاره نا اهله ګرځولی دی.

تېر کال جولاې مېاشت کښې د سترې محکمې دغه پرېکړې په ضد نواز شرېف او مسلم لېګ نواز ګوند په اعلې عدلېه باندې د دوې سره طرپګنې او د دوې مخالفېن سره د نرمۍ تورونه لګول.

مسلم لېګ نواز ګوند ده سترې محکمې ده قاضېانو په ضد په سړکونو احتجاجونو کوول او بېا سترې محکمې ده عدالت ده سپکاوې په تور د ېاد ګوند ېو شمېر لېډران په ضد کارواې کړیوې.چه له کبله دګوند او اعلې عدلېه ترمېنځ اړېکې ترېنګلې وې.

خو ده دے په پرتله ننې اورېدنې په وخت ده نواز شرېف او سترې محکمې قاضېانو ده ېو بل پحقله ډېره مثبت او دروانې چلن خپل کړېډی.او د دې پخلې پاک پتن ازخود اورېدنې کېس کښې ده ېوې ډلې وکېل او پخوانې وزېر افتخار حسېن ګېلانې هم کوي.

ګېلانې چه پخپله هم نن ستره محکمه کښې موجود وو ډېوه رېډېو ته وېلې داڅې لګې چه اوس ستره محکمه او نواز شرېف ده ېو بل سره روغه کوول غواړې.

روان کال جولاې مېاشت کښې احتساب عدالت لند ن کښې ناجاېزه اثاثې لرلو په تور پخوانې وزېر اعظم نواز شرېف ته لس کاله بند سزا اوورولې وه.

خو بېا ستمبر مېاشت کښې اسلام آباد هاې کورټ په امر دغه قضېه کښې خوشے کېدلو وورستو نواز شرېف او مسلم لېګ نواز ګوند مهمه لېډران ده پوځ او اعلې عدلېه په ضد سخت خبرو نه ډده کوې.او دا وخت هم ده نواز شرېف په ضد اسلام احتساب عدالت کښې ده ناجاېزه اثاثې لرلو او اختېارات ده غلط کاروولو په سر دوه نورو قضېېو اورېدنې دوام لرې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG