لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ نوازشریف ته د سزا په اړه د نېب اپیل رد کړو


څه موده وړاندې نيب عدالت په يوه بله مقدمه کښي نواز شريف ته د اووه کاله قيد سزا ورکړې ده او موجوده وخت نواز شريف په جيل کښي دې
څه موده وړاندې نيب عدالت په يوه بله مقدمه کښي نواز شريف ته د اووه کاله قيد سزا ورکړې ده او موجوده وخت نواز شريف په جيل کښي دې

سپریم کورټ په ايون فيلډ نومې مقدمه کښې پخواني وزيراعظم نواز شريف، د هغه لور مريم نواز او زوم محمد صفدر ته د ورکړی شوي سزا د ځنډولو پرضد د احتساب ادارې يا نيب خواست رد کړی دی.

د سپریم کورټ مشر قاضي ثاقب نثار په مشرۍ کښي پنځه کسيزه بينچ دنواز شريف اؤ د دوی د فاميل سزا ځنډولو پرضد د نيب خواست اورنه وکړه.

د احتساب اداری وکيل عدالت ته وويل چي اسلام هايي کورټ د نواز شريف سزا ځنډولو کښي قانوني تقاضې نه دي پورا کړي د دې په سبب ستر قاضي وويل چي بې شکه که چېرې په دې ضمانت کښي قانوني اصولونو پرضد څه کار شوي وي نود نيب وکيل دې ووايي چي آخر ولې د هاي کورټ فيصله دې کلعدم وګرځول شي؟

په بينچ کښي شامل يو بل قاضي آصف سعيد کهوسه وويل چي نواز شريف په يوه بله مقدمه کښي په جيل کښي دې نو نيب آخر ولې په دومره تادۍ کښي د نواز شريف د ضمانت پحقله د اسلام آباد هاي کورټ فيصله کالعدم گرځول غواړي او کوم تن يعني نواز شريف چي د وړاندې نه په جيل کښي دې څنگه د هېواد نه وتلی شي؟

د نيب خواست د رد کېدو نه پس د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چودهري وویل چي دا يوه سمه فيصله وه خو په عملي توگه به د دې فيصلې په ترڅ کې څه بدلون رانشي او مسلم ليگ يو مهم سياسي گوند دې او بايد چي خپل نوې مشر منتخب کړي ځکه چي د نواز شريف سياست د هميش د پاره ختم شوی دی.

د مسلم ليگ مريم اورنگزيب وویل د احتساب ادارې تر اوسه يوې روپۍ کرپشن هم ثابت نه کړو.

ياده دې وي چې د کال ٢٠١٧ د جولاي په مياشت کښي د پانامه پيپرز مقدمې فيصلې نه پس احتساب ادارې د نواز شريف او ددوي فاميل پرضد درې مقدمې جوړې کړې وې اؤ په دې کښي په يوه کښي نواز شريف ته د ١٠ کالو قيد سزا شوې وه خو وروسته اسلام آباد هاي کورټ د سزا کالعدم گرځولې وه او نواز شريف یې بري کړی و.

څه موده وړاندې نيب عدالت په يوه بله مقدمه کښي نواز شريف ته د اووه کاله قيد سزا ورکړې ده او موجوده وخت نواز شريف په جيل کښي دې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG