لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم عمران خان د خپلې کابينې اعلان اوکړو


د پاکستان تحريک انصاف ګوند اعلان کړی چې د ګوند مشر عمران خان د خپلې کابېنې لپاره د ۲۱ ممبرانو نومونه خوښ کړي دي.

د پاکستان مطبوعات وايي نوموړي عمران خان د پاکستان د ۲۲م وزيراعظم په هېڅ د څوګند پورته کولو څو ساعته وروسته د کابېنې لپاره د وزيرانو او مشيرانو نومونه اعلان کړل.

د تحريک انصاف ګوند له مرکزي ميډيا له څانګې تر مخه په دغه ۲۱ نومونو کې ۱۶ وزيران او پينځه د وزيراعظم مشيران دي.

د نوې کابېنې غړي به امکان دی د ګل په ورځ په اېوان صدر کې دخپلو څوکيو څوګند پورته کړي.

د نوې کابينې لپاره خوښ شوي نومونه او وزارتونه دا دي:

د تعليم د وزارت لپاره شفقت محمود،

د صحت د وزارت لپاره عامر محمود کياني،

د دفاع د وزارت لپاره پروېز خټک،

د خارجه وزارت لپاره شاه محمود قرېشي،

د خزانې د وزارت لپاره اسد قېصر،

د قانون او انصاف د وزارت لپاره محمد فرخ نسيم،

د رياستي او سرحدي امورو لپاره چوهدري طارق بشير،

د مذهبي امورو لپاره نورالحق قادري،

د بشري حقونو د وزارت لپاره شيرين مزاري،
د پېټروليم د وزارت لپاره غلام سرور خان،

د دفاعي پېداوار د وزارت لپاره زبېده جلال،

د اطلاعاتو او نشرياتو د وزارت لپاره فواد چوهدري،

د رېلوی د وزارت لپاره شېخ رشيد،

د صوبو ترمينځه د همکارۍ د وزارت لپاره فهمېده مرزا،

د موصلاتو او انفارمېشن ټېکنالوجۍ لپاره خالد محمود صديقي،

او د اوبو د سرچينو د وزارت لپاره قلم دان مخدوم خسرو بختيارته ورکړی شوی دی.

د دغو ۱۶ وزيرانو تر څنګ وزيراعظم عمران خان د پينځو مشيرانو نومونه هم اعلان کړي. چې پکې د اېسټېبلشمنټ ډويژن لپاره محمد شهزاد ارباب، د سرمايه کارۍ او صنعت و تجارت لپاره عبدالرزاق داؤد، د ادارو د اصلاحاتو او د اخراجاتو د کمي لپاره عشرت حسېن، د ماحولياتي بدلون لپاره آمين اسلم، او د پارليماني چارو لپاره بابر اعوان د مشير په هېڅ خوښ کړي دي.

د ۱۸ م آيني ترميم ترمخه د فاقي کابېنې شمېره به د قامي اسمبلۍ او سېنټ د مجموعي شمېرې د ۱۱فيصدي نه زياته نه وي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند په ۲۵مه جولايي شوي انتخاباتو کې په خېبر پښتونخوا کې زياتې څوکۍ ګټلي او پخپل سر يي هلته حکومت جوړ کړی خو په مرکز کي يي دومره څوکۍ نه دي ګټلي چې پخپل سر يي حکومت جوړ کړی وې ځکه نو په مرکز کې يي د ځآن آزاد او د نورو وړو ګوندونو غړي په اېتلاف کې شامل کړي دي

تحريک انصاف ګوند په قامي اسمبلۍ کې د سپيکر او ډيپټي سپيکر څوکۍ ګټلي چې ورته به په قانون سازۍ کې تر څه حد ه آساني وي

خو څيړونکي وايي د عمران خان حکومت ته په ملک دننه د ترهګرۍ او تند روۍ ستونزه، اقتصادي کړکېچ، د بجلې کمی، بې روزګاري او د آبادۍ زياتېدلو په څېر داسې چېلنجونه پراته دي چې په سر رسول به يي د کرکټ د پخواني کپتان عمران خان لپاره يو لوي ازمېښت وي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG