لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نوي مشر قاضي چیلنجونه او د سپریم کورټ قانوني او آییني ذمه وارۍ


د پاکستان سپریم کورټ نوي مشر قاضي جسټس آصف سعید کهوسه د جنورۍ په ۱۸لسمه نېټه د خپلې څوکۍ څوګند پورته کړو. په پاکستان کې د نوموړي د مشرۍ لاندې د هیواد اعلا عدلیې په کردار تاوده بحثونه شروع شوي چې نوی قاضي به د وړاندیني چېف جسټس رېټایرډ میا ثاقب نثار لار خپلوي او که د آیین او قانون لاندې اعلا عدالت ته ورکړل شوي اختیاراتو لاندې به اولس ته د انصاف ورکولو ذمه واري په ښه طریقه سرته رسوي.

د پاکستان اولس د نوي مشر قاضي نه ډېرې طمعې لري چې نوموړی به د جوډیشل ایکټیویزم یا عدالتي مداخلت په ځاې د عدالت ترټولو لومړۍ ذمه وارۍ یعنې خلکو ته زر تر زره اسان انصاف ورکولو په لار کېغټو خڼدانو لرې کولو ته پام وګرځوي.

د پنجاب پوهنتون او د برطانیې کوینز کالج آف کیمرج نه د قانون ډګري ترلاسه کوونکي، په خټه بلوچ۶۴ کلن جسټس آصف سعید کهوسه په یو داسې وخت د هیواد مشر قاضي څوکۍ ترلاسه کړې چې د پاکستان مخالفه سیاسي ګوندونو یو شمېر مشران د کرپشن یا بډو رشوتونو د مقدمو سره مخ دي. پاکستان کې د مخالفه ګوندونو مشران وايي دغه مقدمې د سیاسي انتقام په بنیاد جوړې کړی شوي.

څېړنکاران ګڼي په پاکستان کې ددې وړاندې هم د ملک طاقتور پوځ اعلا عدلیه د سیاسي مشرانو پرضد استعمال کړې او ځان یې د خلکو د پام نه بچ ساتلی چې ترټولو زیات نقصان پکې د سیاستدانانو په ځاې جمهوریت ته رسیدلی.

د جسټس آصف سعید کهوسه په مشرۍ کې به د سپریم کورټ لپاره د ملک لویو سیاسي مقدمو کې د میرټ په بنیاد بې پلوه فیصلې کول او اعلا عدلیه د طاقتورو ادارپه لاسونو کې د لوبیدو نه بچ کول یو لوي چیلنج وي.

د پخواني مشر قاضي میا ثاقب نثار د رېټایرډ کیدو وروستو په ورځپاڼو او ټوله نیزه رسنیو د نوموړي په کارکردګۍ د سیاستدانانو، څېړنکارانو او فعالینو نظر د نوي مشر قاضي لپاره یو ښکاره نخښه ده چې جسټس نثار په خپله مشرۍ کې د هیواد اعلا عدلیې تله څومره توله ساتلې وه.

جسټس آصف سعید کهوسه به د خپلو فیصلو د لارې اوس دا ثابتوي چې د هغه په مشرۍ کې عدالت څومره بې پلوه دی.

د ښاغلي کهوسه لپاره د لويو چیلنجونو نه یو په عدالتونو کې د ځنډ ښکار په لکونو مقدمې زرترزره اوریدل او په دغه قضیو کې خلکو ته انصاف ورکول شامل دي.

د زیارت په ورځ د سپریم کورټ د مشر جج په حیث څوګند پورته کولو دستورې ته د وینا په وخت نوموړي پخپله په عدالتونو کې د ځنډ ښکار دغه قضیو یادونه وکړه او زیاته يې کړه دا وخت د ټول ملک په عدالتونو کې د درې زره قاضیانو په وړاندې ۱۹ لکه مقدمې پرتې دي. نوموړي ویلي پرله پسې حکومتونه د مالي ستونزو له کبله د قاضیانو شمېره زیاتولو کې ناکامه شوي.

نوموړي په عدالتي نظام کې د اصلاحاتو راوستو او د مقدمو مودې کمولو لپاره بنیادي بدلونونو کولوغږ هم کړی. جسټس کهوسه دا خبره منلې چې اعلا عدلیې ته ډېرې غټې مسلې رامخې ته دي خو زیاته کړې يې ده، ددې حل راویستولپاره به د عدلیې او وکیلانو سره په ګډه کوششونه کوي.

پاکستاني څېړنکاران، سیاسي مشران او د مدني ټولنې فعالین فکر کوي پخواني مشر قاضي جسټس ریټایرډ میاثاقب نثار د خپلو آیینې ذمه وارو نه پرته د ملک په سیاسي او انتظامي چارو کې لاس وهنه کړې وه.

پاکستاني میډیا په خپلو اداریو کې دا خبره په ډاګه کوي چې د جسټس نثار په مشرۍ کې د ملک ادارې د وړاندې نه زیاتې کمزورې شوي چاچې د عدالت اختیار هرځای ته د غځولو کوشش کړی وو.

نوموړي په پاکستان کې د بجلۍ مسلې حل کولو لپاره د ډیمونو جوړولو او ددې لپاره د چندې راغونډولو ذمه واري هم په خپل سر اخستې وه او په عدالت کې د مقدمو سره مخ ځنې خلکو نه يې د ډیم د جوړښت لپاره د پیسو اخستو یو مهم هم شروع کړی وو. د ملک مهموسیاسي مقدمو ترڅنګ هسپتالونو، بندیخانو او نورومهم ځایونو ته ناڅاپه ورتګ د نوموړي په عدالتي موده کې شمارل کیږي.

ځنې خلک دا هم وايي چې میا ثاقب نثار د خپل یو بل پخواني مشر قاضي جسټس رېټایرډ افتخار محمد چوهدري نه هم وراخوا جوډیشل ایکټیوزم یا عدالتي مداخلت کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG