لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نوی حکومت د ايي اېم اېف نه نوی قرض اخیستل غواړي


د پاکستان نوي وزیر اعظم شهباز شريف د محصولاتو راغونډولو د مرکزى ادارې اېف بي ار په نظام کې شفافیت راوستل او د محکمې خود کاري زیاتول ضروري بللي دي
د پاکستان نوي وزیر اعظم شهباز شريف د محصولاتو راغونډولو د مرکزى ادارې اېف بي ار په نظام کې شفافیت راوستل او د محکمې خود کاري زیاتول ضروري بللي دي

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د خپلې اقتصاد ډلې سره ليدنه کې چارواکو ته امر کړی چې د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف نه د نوي اوږد مهاله قرض اخیستلو لپاره دې ايي اېم اېف سره خبرې شروع کړي.

د وزير اعظم دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي د شهباز شريف په مشرۍ کې د ګل، دوشنبې، په ورځ غونډه کې هغه د هېواد د اقتصادي بحالۍ لپاره په بيړني بنيادونو د کړنلارې جوړولو امر کړی او د اقتصاد ښه کول يې د خپل حکومت لومړۍ ترجيح ټاکلې ده.

څېړونکي وايي پاکستان چې دا مهال د ګرانۍ، د مالي خسارې او د سياسي عدم استحکام سره مخامخ دی د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف څخه د يو بل اوږد مهاله قرض په ترلاسه کولو کې به د مشکل سره مخامخ کېږي.

اقتصاد پوه شهريار بټ وايي پاکستان دا وخت د اېکسټرنل فنانسنګ ګېپ د صورتحال سره مخ دې او ورسره د پاکستان د بهرنې زر مبادلې ذخائر هم په تېزې سره لاندې غورځيږي او دا په اته اربه ډالره ولاړ دې، د ډالر په مقابله کې روپۍ د فشار لاندې ده او بيا مونږ ګورو دوست هېوادونه هم تر هغې زمونږ مالي مرستو ته نه تېريږي چې تر څو پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې په يو بل قرض پروگرام کې نه وي شامل شوې.

پاکستان تېر کال د اي اېم اېف څخه د درې اربه ډالرو پور لپاره لوظنامه کړې وه. دغه معاهده د سږ کال د اپریل په میاشت کې سرته رسيږي.

په جېل کې بنديوان د پاکستان پخواني وزیر اعظم او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په دې وروستیو ورځو کې ايي اېم اېف ته يو خط هم ليکلې چې په کې وېل شوي د تحريک انصاف چېرمېن د ايي اېم اېف او پاکستان ترمنځ پداسې هېڅ تړون کې مينځته راتلل نه غواړي چې د قرضونو په ورکړه کې د مرستې لپاره وي.

د امرېکې وتلې ورځپاڼې بلومبرګ په تېرو ورځو کې د پاکستاني چارواکو د قوله ويلي وو پاکستان پلان لري چې روان کال د اربونو ډالرو قرضونو د بېرته ورکولو لپاره د ايي اېم اېف سره لږ تر لږه د شپږ اربه ډالرو نور قرض لپاره په یو تړون خبرې وکړي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي د پاکستان د خزانې نوي وزیر ته به تر ټولو لویه مسله د ايي اېم اېف سره د قرض نوي پروګرام څرنګوالې او د هغې حجم وي.

د اقتصادي چارو خبریال مهتاب حېدر وايي د خزانې د راتلونکي وزير لپاره به بل تر ټولو لوی مشکل د هېواد راروان بجټ د اي اېم اېف پروګرام مطابق داسې جوړول وي چې د پاکستان په اولس به يې زيات بوج هم وه نه غورځيږي.

د پاکستان نوي وزیر اعظم شهباز شريف د محصولاتو راغونډولو د مرکزى ادارې اېف بي ار په نظام کې شفافیت راوستل او د محکمې خود کاري زیاتول ضروري بللي دي او ورسره د نقصان سره مخامخ د حکومت په ملکيت کې د چېلدونکو ادارو شخصي څانګې ته د ورسپارلو وېنا کړې ده.

شمېرې ښيي چې د شهباز شريف د شپاړلسو مياشتو په تېر حکومت کې د هېواد دننه د ګرانې کچه 38 فيصدى ته ختلې وه او د اي اېم اېف پروګرام لاندې د اصلاحاتو عملي کولو په نتیجه کې پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله رېکارډ کچې ته غورځېدلې وه او د هېواد د اقتصادي ترقۍ شرح دوه فیصد ته تللې وه.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د شهباز شريف په مشرۍ کې اتحادي حکومت به تر ټولو کمزورې حکومت وي او په خپله اقتصادي اېجنډا چې په کې حکومتي ادارې شخصي څانګې ته ورکول او اصلاحات راوستل لوی مشکلات وي.

د شهباز شريف په مشرۍ کې د پاکستان نوی حکومت داسې حال کې د هېواد چارې سمبالوي چې په پارلېمنټ تر ټولو لوی حکومت مخالف ګوند د تحريک انصاف په ګډون مذهبي او قام پرست ډلې په اتمه فرورۍ شوو انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لګوي او احتجاجونه کوي او له دې سره د امریکا د کانګرس يو شمېر غړو د امریکا حکومت ته وېلي تر هغې دې د پاکستان نوی حکومت په رسمیت ونه پېژني تر څو چې يې په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو رڼې پلټڼې نه وي کړې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG