لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالی وزیرستان کې وسله والو خلاف پراخه کچه عملیات


اي ایس پې ار وايي شمالي وزیرستان کې کاروائي د ځائې او د خارجي "ترهگرو" خلاف شورو کړی شوي ده.
اي ایس پې ار وايي شمالي وزیرستان کې کاروائي د ځائې او د خارجي "ترهگرو" خلاف شورو کړی شوي ده.

شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف په پراخه کچه کاروائي شوور کړی شوي ده او ځواکونو ته امر ورکړی شوی دی چې سېمه کې دې د "ترهگرو" نوغی وباسي .
د پوځ د عامو تعلقاتو څانگې ائي ایس پې ار وئیلي پوځ د حکومت په حکم د "ضرب عضب" په نوم کاروائي شورو کړې ده .
ائي اېس پې ار وايي شمالي وزیرستان کې کاروائي د ځائې او د خارجي "ترهگرو" خلاف شورو کړی شوي ده . د پوځ د عامو اړيکو څانگې لخوا په جاري کړی شوي بيان کې وئيل شوي چې ترهگرو د شمالي وزيرستان نه د رياست په ضد جهگړه پېل کړې ، او د ترهگرۍ له کبله په غټه کچه مالي او زاني زيان اوړېدلی .
ائي اېس پي ار زياته کړې چې ترهگرو شمالي وزيرستان د ځان دپاره محفوظ ځايي جوړ کړی ، او ترهگرو په سيمه کې ژوند په ټپه ودرولی ؤ .
بل لور ته د دفاع مرکزي وزير خواجه اصف يو بيان کې وئيلي د ترهگرو په ضد اپرېشن د وخت ضرورت ؤ ، او دغه پرېکړه ښه په سوچ سمجهـ شوې ده . د دفاع وزير زياته کړې د ترهگرو په ضد د اپرېشن پرېکړه د ټول قوم ده ، او دښمنان به منطقي انجام ته رسولی شي .
خواجه اصف خپل بيان کې زياته کړې چې ختمي جنگ پېل شوی او د ترهگرو نه د ملک پاکولو پورې به جنگ ته دوام ورکولی شي .
د پوځ د عامو اړيکو څانگې له دې وړاندې خپل يو جاري کړي بيان کې وئيلي ؤ ، چې پوځ د جيټ الوتکو د لارې د شمالي وزيرستان په ديگان او دته خېل سيمه کې د ترهگرو په پټو ځالو بمباري کړې ، او په دغو عملياتو کې يې د ۵۰ ترهگرو د وژنې وئيلي ؤ، ائي اېس پي ار وئيلي ؤ په دغو فضائي عملياتو کې زياتره ازبک جنگيالي وژل شوي دي .
د ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي بيان کې زياته کړې شوې وه ، چې دغه عمليات يي د کره مالوماتو په اساس چې په سيمه کې هغه ځايي او بهرني ترهگر موجود وو ، د چا تعلق چې د کراچۍ په ائيرپورټ د حملې کوؤنکو سره وو .
ځيني راپورونه وايي په دغو عملياتو کې د ۱۰۰ نه زيات کسان وژل شوي دي ، خو سيمي ته د ميډيا د نه رسد له کبله د وژنو کره شمېره نه ده مالومه شوې .
د امنيتي سرچينو ترمخه د خالي او اتوار په شپه شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ فضائي عملياتو کې د ازبک جنگيالو د ډلې اسلامک مومنټ اف ازبکستان مهمه مشر عبدالرحمان الماني په گډون ۸۰ تنه وژل شوي دي .
د ازبک جنگيالو د اسلامک مومنټ اف ازبکستان نومې ډلې تېره اوونۍ د کراچۍ په هوائي اډه باندې د ترسره شوي بريد پړه په غاړه اخېستې وه . او په دغې بريد کې د امنيتي ځواکونو د اهلکارو او د ائيرپورټ د نورو کارمندانو په گډون د ۱۰ حمله کوؤنکو سره د ۳۰ نه زيات کسان وژل شوي وو .
څلور ورځې وړاندې شمالي وزيرستان کې د امريکې بې پائيلټه ډرون دوه بريدونه شوي وو ، او په هغې کې ۱۶ جنگيالي وژل شوي وو . په دغو بريدونو کې هم د څلور ازبکو او دوه پنجابي طالبانو د وژل کېدو ادعا شوې وه .
او تېره اوونۍ د خېبرايجنسۍ په تېراه سيمه کې د جيټ الوتکو د لارې په فضائي بمبارۍ کې د ۲۵ وسله والو جنگيالو د وژل کېدو ادعا هم شوې وه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG