لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وزیرستان کې ځايي خلک وايي په سیمه کې ترهګري او هدفي وژنې بیا زیاتې شوي 


په کال ۲۰۱۴ کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د "ْضرب عضب"ْ نومې عملیات شروع کړل. د عملیاتو وروسته د پوخ او حکومتي چارواکو وویل چې سیمه د وسله والو څخه پاکه کړی شوې او امنیت پرځای کړی شوی دی
په کال ۲۰۱۴ کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د "ْضرب عضب"ْ نومې عملیات شروع کړل. د عملیاتو وروسته د پوخ او حکومتي چارواکو وویل چې سیمه د وسله والو څخه پاکه کړی شوې او امنیت پرځای کړی شوی دی

د وزیرستان منتخب استاذي او د ترهګرۍ د چارو په اړه څېړونکي وايي چې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتوباوجود د طالبانو ډلو بیا فعاله کېدل، د سیمې اهم مشران په هدفي حملو کې وژل کېدل او په حکومتي کسانو بریدونو دوزیرستان ولس یو ځل بیا اندېښمن کړی.

په کال ۲۰۱۴ کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د "ْضرب عضب"ْ نومې عملیات شروع کړل. د عملیاتو وروسته د پوخ او حکومتي چارواکو وویل چې سیمه د وسله والو څخه پاکه کړی شوې او امنیت پرځای کړی شوی دی.

د حکومتي چارواکو د خبرو باوجود د پشتون ژغورنې غورځنګ مشران او د تحریک ځايي پلویان په شمالي وزیرستان کې د امنیت په صورتحال تشویش څرګندوي او وايي وسله وال اوس هم په سیمه کې فعالیتونه ترسره کولی شي.

د شمالي وزیرستان په موجوده حالاتو د څېړونکو او ځايي استازو نظر

د شمالي وزیرستان نه په خېبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلۍ غړی میر کلام وزیر وايي چې د کال ۲۰۱۸ نه تراوسه په شمالي وزیرستان کې تر ۲۰۰ پورې ځايي مشران او فعاله خلک په هدفي بریدونو کې وژلی شوي دي.هغه وویل چې دا ټول هغه خلک دي چې د سیمې په امنیت پوښتنې راپورته کوي ځکه وژلی کېږي.

میر کلام وزیر وايي پوښتنه یې داده چې ضرب عضب پوځي عملیات وشول او د هغې وروسته اوس د امنیتي اداروخلک د غره په سر موجود دي، چېک پوسټونه یې جوړ کړي او بیا په هره سیمه کې سرچ اپرېشنونه هم کوي نو بیا خو به داپوښتنه ضرور کېږي چې دا نامعلومه خلک څوک دي چې په رڼا ورځ راځي او خلک وژني؟

د فاټا ریسرچ سنټر مشر منصور مسید د وي او ای ډیوه په هېلو وي او ای پروګرام کې وویل چې په شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان په نوم وسلوال یو ځل بیا راغونډيږي.

دی وايي چې دا وخت د ټي ټي پي مشري د مفتي نور ولي په نوم یو کمانډر کوي او تر اوسه پورې د طالبانو یوشمېروړې وړې ډلې علیم خان ګروپ، موسا شهید کاروان، حزب الاحرار، جومات الحرار او لشکر جهنګوي په شمول نورې ډلېشاملې شوي دي او حالات لکه چې بیا د کال ۲۰۰۷ په رنګه جوړېږي چې پکې دغه ډلې یو ځای شوې وې.

منصور مسید وايي چې که ځايي مشران په هدفي بریدونو کې وژلی کېږي او د طالبانو ډلې یو وارې بیا فعاله شوي نوخلک خو به ضرور په پوځ او امنیتي ادارو نیوکې کوي.

د پاکستان د پوځ پخوانی برېګېډیر سېد نذیر د شمالي وزیرستان په خرابو امنیتي حالاتو خپله تبصره کې وايي چې دا یوحقیقت دی چې د وزیرستان اولس د ترهګرۍ ضد عملیاتو په وخت د پوځ سره پوره مرسته کړی او که حالات یو وارې بیاخرابېږي نو به ښه خبره نه وي باېد حکومت هم چامتو شي او دغلته ادارې جوړې کړي او د وزیرستان اولس په اعتماد کېواخلي.

کال ۲۰۲۰ کې د ترهګرۍ دپېښو حال

د فاټا ریسرچ سنټر د شمېرو ترمخه یواځې د نومبر په میاشت کې تر ۱۶ پورې ترهګر بریدونه شوي دي چې پکې نزدې ۱۵ قبايلي مشران او عام خلک، ۵ پوځیان او ۸ طالبان وژلي شوي دي.

تېره میاشت اېف ار سي په یو رپورټ کې ویلي وو چې روان کال ۲۰۲۰ کې د اکتوبر ۱۹ نېټې پورې په ۱۰۵ واقعاتو کې۵۴ پوځیان، ۵۰ عام خلک او مشران او ۶۹ کسان وژلي شوي دي.

نومبر کې په قبايلي مشرانو بریدونه

د فاټا ریسرچ سنټر مشر منصور مسید وي او ډیوه سره د خبرو په وخت منلې ده چې د نومبر په میاشت کې دمهمو قبايلي مشرانو د وژنو زیاتې پېښې شوي او دغه پېښو خلک ډېر اندېښمن کړي دي.

د نومبر په میاشت کې په میرعلي سیمه کې رئیس خان نومې قبايلي ملک په ډزو ووژلی شو او چې بیا د سیمې یو بل اهمهملک بهادر خان دده جنازې له روان وو نو د ملک رئیس خان د کورنۍ له خلې، پوځیانو دده په ګاډي ډزې وکړی چې ملکبهادر پکې پخپله بچ شو خو په ګاډي کې ورسره دوه ځوانان مړه شو.

د نومبر په ۳۰ نېټه د ګل - دوشنبې په ورځ هم په میرعلي سمیه کې نامعلومه وسلوالو څلور قبايلي ملکان رضا خان، عمرخان،نور رحمان او میر سادي خان په ډزو وژلي دي.

دغه برید په داسې مهال وشو چې د شمالي وزیرستان خلکو د عبدالقدس په نامه د یو ځايي ځوان مړی د احتجاج پهتوګه په سړک اېښودی وو او غوښتنې یې کولې چې ددې ذمه وار د پاکستان پوځ دی او باېد د ککړو متعلقه پوځي افسرانوپه ضد دې مقدمه درج کړی شي.

د نومبر په ۲۷ نېټه د شمالي وزیرستان کهجوري سیمه کې امنیتي پوستې ته نزدی د پوځ تعمیراتي کمپنۍ اېف ډبلیو اوڅلور کارکونکي په ډزو ووژلی شول او د یپېښې ذمه واري په سیمه کې موجود طالبانو ومنله.

د دسمبر په اولنۍ نېټه ماښام ته نزدې میرانشاه بازار کې نامعلومه کسانو د ملک مولا خان په نوم یو بل ځايي مشر په ډزو وژلی دی.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG