لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې دوه امنیتي عسکر وژل شوې دي


د پښتون ژغورنې غورځنگ مشران وايي په شمالي وزیرستان کې وس هم د امنیت صورتحال کړکیچن دی. د غورځنگ پلویانو په ورستیو کې په سیمه کې د هدفي وژنو خلاف احتجاجونه هم کړې دي
د پښتون ژغورنې غورځنگ مشران وايي په شمالي وزیرستان کې وس هم د امنیت صورتحال کړکیچن دی. د غورځنگ پلویانو په ورستیو کې په سیمه کې د هدفي وژنو خلاف احتجاجونه هم کړې دي

د افغانستان سره په پوله د پاکستان په شمالي وزیرستان قبایلي سیمه کې د امنیتي ځواکونو په موټر په حمله کې دوه عسکر وژل شوي او یو چارواکی زخمي شوی دی.

ځايي مامورینو وي او ای ډیوه ته د پېښې په اړه وویل د امنیتي ځواکونو په گاډي د بویا تحصیل په محمد خیل سړک ډزې وشوې. ویل کیږي چې حمله کونکو کمین نیولی و.

په حمله کې دوه خاصه دار ووژل شو او پولېټیکل محرر زخمي شو چې حالت یې سخت وښودل شو.

په سمدستي توگه کومې ډلې د حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخیستې.

شمالي وزیرستان په یو وخت کې د القاعده او د نورو خارجي وسله والو ترڅنگ د پاکستاني طالبانو لوې مرکز و. افغان او امریکايي چارواکي وايي د افغان طالبانو حقاني ډله د شمالي وزیرستان څخه په افغانستان کې حملې کوي.

خو پاکستاني مامورین وايي په کال ٢٠١۴ م کې پیل شوي د ضرب عضب نومې عملیاتو ورسته سیمه د وسلوالو څخه خالي کړی شوي ده.

ځايي خلک او په خصوصي توگه د پښتون ژغورنې غورځنگ مشران وايي په شمالي وزیرستان کې اوس هم د امنیت صورتحال کړکیچن دی او وسلوال وخت په وخت خونړۍ هدفي حملې ترسره کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG