لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د وژل شويو څلورو مشرانو کورنۍ وايي دوی د چا سره شخصي دښمنۍ نه وې


که څه هم پوځ او حکومتي چارواکي وايي د عملیاتو وروسته شمالي وزیرستان د وسله والو څخه خالي شوی او په سیمه کې امنیت پرځآی کړی شوی دی خو د ځايي خلک او د پښتون ژغورني غورځنګ مشران په شمالي وزیرستان کې د امنیت صورتحال تشویشناک بولي او وايي په علاقه کې د هدفي وژنو لړۍ اوس هم دوام لري
که څه هم پوځ او حکومتي چارواکي وايي د عملیاتو وروسته شمالي وزیرستان د وسله والو څخه خالي شوی او په سیمه کې امنیت پرځآی کړی شوی دی خو د ځايي خلک او د پښتون ژغورني غورځنګ مشران په شمالي وزیرستان کې د امنیت صورتحال تشویشناک بولي او وايي په علاقه کې د هدفي وژنو لړۍ اوس هم دوام لري

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې د وژل شویو څلورو ملکانو خپلوان وايي وژل شویو مشرانو د چا سره شخصي دښمنۍ نه لرلې خو په سیمه کې په جرګو مرکو او د خپلو علاقو مسایل حکومتي چارواکو ته په وړاندې کوولو کې فعالا وو.

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د وژل شویو مشرانو پیژندګلو پولیس د ۴۰ کلن رضا خان، ۵۵ کلن عمر خان، د ۶۵ کلن نور رحمان او د ۵۰ کلن مېرسادي خان په نومونو کړې ده. د نهې، سه شنبې، په ورځ په خېسوره سیمه کې دوی جنازې وشوې او خاورو ته وسپارل شوو.

پولیس ویلي وو په ملکونو د حملې وروسته یې د لټون عملیات پېل کړل خو تر اوسه یې په دې لړ کې د کومې ګرفتارۍ خبره نه ده کړې او نه هم کومې ډلې د وژنو مسولیت منلی دی.

که څه هم پوځ او حکومتي چارواکي وايي د عملیاتو وروسته شمالي وزیرستان د وسله والو څخه خالي شوی او په سیمه کې امنیت پرځآی کړی شوی دی خو د ځايي خلک او د پښتون ژغورني غورځنګ مشران په شمالي وزیرستان کې د امنیت صورتحال تشویشناک بولي او وايي په علاقه کې د هدفي وژنو لړۍ اوس هم دوام لري.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په مېرعلي کې په څلورو ملکانو حمله په داسې حال کې وشوه چې د شمالي وزیرستان د ته خېل تحصيل په ديګان کې د عبدالقدوس نومې تن د وژنې وروسته پېل کړی شوې احتجاجي ناسته په څلورمه ورځ وځنډول شوه.

د وژل شوي تن کورنۍ ويلي عبدالقدوس د يوې کوېژدن د دستورې نه بيرته کور ته روان ؤ او تور یې لګولی پوځ پرې ډزې کړې وې.

پوليس تاييد کړې چې د يادې کورنۍ لخوا ورته خواست ترلاسه شوی او کورنۍ پکې د پوځ د ځايي مشرانو پرضد د مقدمې درج کولو غوښتنه کړې ده. پوليس ويلي د پوځ په کار کې کار نه لري او د وژل شوي تن کورنۍ ویلي اوس به د مقدمې درج کولو دپاره عدالت ته ځي.

په علاقه کې د بدامنۍ په پېښو د سيمې نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي ميرکلام وزير هم اندېښنې څرګندې کړي او ويلي يې دي دوی بيا بيا د رياست نه په علاقه کې د امنيت غوښتنه کوي خو رياست د دوی غږ نه اوري.

په مېرعلي کې د څلورو ملکانو د وژل کېدو او په دې اړه د دوی د کورنیو دریځ د عدنان بېټني په رپورټ کې اورېدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:06 0:00


  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG