لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ د تاریخ کم عمر کې نوبیل انعام ترلاسه کړو


ملالې يوسفزۍ ته دامن دغه نړيوال انعام دماشومانو دحقونو لپاره دهلې ځلې کوونکي هندي کالاش ستهيارتي سره په شريکه ورکړل شوى ؤ، کالاش ستهارتي تر ٣٥ؤ کلونو دماشومانو دمشقت څخه ازادولو لپاره جنگيدلى دى
ملالې يوسفزۍ ته دامن دغه نړيوال انعام دماشومانو دحقونو لپاره دهلې ځلې کوونکي هندي کالاش ستهيارتي سره په شريکه ورکړل شوى ؤ، کالاش ستهارتي تر ٣٥ؤ کلونو دماشومانو دمشقت څخه ازادولو لپاره جنگيدلى دى

ملاله یوسفزۍ د امن نوبیل انعام واخیستلو. نوبیل پیس پرائز نړۍ کې د امن دپاره معزز ترین اعزاز دی.

ملاله ته دغه اعزاز د ناروی سرښار اوسلو کې په یوه باوقاره دستوره کې ورکړی شو.

ملاله دخيبرپښتونخوا دسوات سيمې سره تعلق لري.

ملالې يوسفزۍ ته دامن دغه نړيوال انعام دماشومانو دحقونو لپاره دهلې ځلې کوونکي هندي کالاش ستهيارتي سره په شريکه ورکړل شوى ؤ، کالاش ستهارتي تر ٣٥ؤ کلونو د ماشومانو دمشقت څخه ازادولو لپاره جنگيدلى دى.

د ملاله د نوبیل انعام ترلاسه کولو نه وړاندې د نوبیل کمیټۍ مشر توربیارن یگلینډ د هغې د کوششونو ستائنه وکړه. هغه د وویل د یولسو، دولسو کلونو په عمر کې ملاله په بدل نوم بي بي سي ته بلاگ کې طالبانو د واک د لاندې د سوات په حالاتو لیکل شورو کړل.

د انعام ورکولو دستوره کې د ډیوه ریډیو تخلیق سندره "ته بي بي شیرینه يي" سردار علي وویله. دغه سندره د ډیوه ریډیو خبریال بهروز خان لیکلي او د موسیقۍ ترتیب يي سردارعلي کړی او په خپل غږ کې يي ویلې ده.

توربیارن یگلینډ وویل ددې ستائنه کوي چې د پاکستان حکومت ملاله یوسفزۍ ته د نوبیل انعام د ورکړی کیدو هرکلی کړی دی خو پاکستاني چارواکې که هغې ته څه بهترینه ډالۍ ورکولی شي نو هغه د هیواد په تعلیمي نظام کې ډرامائي تبدیلي کول دي.

د نوبیل انعام ورکولو په دستوره کې د ملاله پلار ضياالدین یوسفزۍ، د هغې مور او دواړه رونړا موجود وو. ضیاالدین قېص پرتوگ اغوستی وو او په کوټ يي دپاکستان ورکوټی بیرغ لگیدلی وو.

دجينکو دحقونو لپاره غږ پورته کوونکې پُښتنې ملالې له دې وړاندې هم گڼ شمير ايوارډونه ترلاسه کړي په کمر عمرۍ کې يې ملگرو ملتونو ته دوينا کولو اعزاز هم ترلاسه کړى. خو نوبیل انعام د نړۍ تر ټولو لویه جائزه ده.

د نوبیل کمیټۍ مشر وویل ملاله د نوبیل په تاریخ کې تر ټولو کم عمر کې دغه اعزاز ترلاسه کړی دی.

نوبيل انسټي ټيوټ کې پريس کانفرنس ته د گل یه دوشنبې په ورځ خطاب په وخت ملالې يوسفزئ وويل مونږ دلته يواځې دايوارډ قبلولو قبلولو اؤ بيا کورته دتللو لپاره نۀ يو، مونږ دلته ددې لپاره يو چې په ځانگړي ډول ماشومانو ته ووايو چې تاسو ته دخپلو حقونو لپاره دپورته کيدو اؤ خبرو کولو ضرورت دى، دا تاسو يئ چې نړۍ بدلولى شئ

هغې زياته کړه په دې نړۍ که چرې مونږ فکر کوؤ چې مونږ زيات مارډن يواؤ زيات پرمختگ مو ترلاسه کړى نو بيا ولې داسې ده چې گڼ شمير داسې ملکونه دي چرته چې ماشومان دائي پيډ يا کمپيوټر يا دبل څه غوښتنه نۀ کوي بلکې هغوي چې دڅه غوښتنه کوي نو هغه يواځې ديو کتاب، ديو قلم، نو مونږ دغسې نۀ شو کولى؟

ملالې يوسفزئ برطانيه کې دتعليم ترلاسه کولو وروستو دپاکستان دوزيراعظمې جوړيدو خواهش څرگند کړى دى.

برطانوي خبري اژانس سره خبرو کې ملالې وويل زۀ دخپل هيواد خدمت کول غواړم، دا زما خوب دى چې زما ملک پرمختللى شي اؤ هلته هر ماشوم تعليم ترلاسه کړي

دامن دنوبيل انعام گټونکې کم عمره ملالې دا انکشاف هم وکړو چې هغه دپاکستان دپخوانۍ وژل شوې وزيرعظمې بې نظير بوټو نه متاثره ده اؤ زياته يې کړه که چرې هغه دوزيراعظمې جوړيدو سره دخپل هيواد خدمت کولى شي نو ضرور به دغسې کوي.

هغې وويل دهندي ټولنيز کارکوونکي کيلاش ستهارتي سره په گډه دنوبيل امن انعام ترلاسه کول دهغې لپاره يو اعزاز دى.

نوبیل انعام د الفرډ نوبیل د وصیت په رڼا کې قائم کړی شوی دی. نوبیل انعام هرکال د دنیا د مخلتفو برخو سره تعلق لرونکو هغه خلکو ته ورکولی شي چې د سائنس، ادب او امن په میدان يي بې مثاله خدمات ترسره کړې دي.

الفریډ نوبل د بارودو یا ډائنامائټ موجد وو. ددې ترڅنگ هغه کیمیا دان، یو کامیاب کاروباري کس، انجینئر، مصنف او د امن د پلوي وو. هغه د په کال ١٩٣٣ کې زیږدلی او په کال ١٨٩٦ کې مړ شو. د هغه په وراثت کې د نن وخت د پیسو په حساب ٢٦٥ میلنه ډالره پاتې شوي وې چې هغه په وصیت کې د نوبیل انعام دپاره وقف کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG