لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانی چارواکی: امریکا د افغانانو په ستنولو اعتراض نه لري


د امریکايي ډلې مشري د ابادۍ، کډوالو او د مهاجرت دپاره د امریکايي ادارې نایب سېکرېټري جولېیټا والز نویس کوله.
د امریکايي ډلې مشري د ابادۍ، کډوالو او د مهاجرت دپاره د امریکايي ادارې نایب سېکرېټري جولېیټا والز نویس کوله.

یو پاکستاني چارواکي د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل امریکا د پاکستان نه د غېرقانوني افغانانو په ستنول کېدو اعتراض نه لري خو غوښتنه يې کړې چې د ژمي په موسم کې دې دا لړۍ ورو کړی شي.

د امریکايي چارواکو يوې ډلې پاکستاني مامورینو سره په اسلام اباد کې د یو اشاریه اووه مېلین افغانانو د ستنول کېدو په اړه خبرې وکړې.

د امریکايي ډلې مشري د ابادۍ، کډوالو او د مهاجرت دپاره د امریکايي ادارې نایب سېکرېټري جولېیټا والز نویس کوله.
امریکايي ډلې سره د پاکستاني چارواکو په مذاکراتو خبر یو پاکستاني چارواکي وویل د امریکايي چارواکو کوښښ وو چې د هغو ۲۵۰۰۰ افغانانو ستنېدل ودروي چې په افغانستان طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس پاکستان ته تللي او په ممکنه توګه په امریکا کې د ابادېدو اهلیت لري.

دغه پاکستاني چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وویل پاکستان هغه افغانان ستنول نه غواړي چې په افغانستان کې د خطر سره مخامخ کېدی شي، که په امریکا او یا بل ملک کې د ابادېدو اهل دي او که نا؟

پاکستاني چارواکي وویل پاکستان په دې اړه تشویش لري په امریکا کې د افغانانو د ابادولو په عمل کې ډیر وخت لګي خو یوه خبره واضحه ده چې امریکا د پاکستان د ډي پورټېشن په تګلاره اعتراض نه لري. هغه زیاته کړه چې امریکايي چارواکو غوښتنه وکړه چې د ژمي په سخت موسم کې دې دا لړۍ ورو کړی شي.

وي او ای کوښښ وکړو چې د پاکستان په خبره د امریکې د خارجه وزارت سټېټ ډپارټمنټ دریځ واخلي خو جواب يې ترلاسه نه شو.

پاکستاني او نه هم امریکايي چارواکو د افغانستان دپاره د پاکستان د خصوصي استازي اصف دراني سره د نویس د ملاقات په اړه څه معلومات شریک کړل.

دراني سره د ملاقات په اړه نویس په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل پاکستاني چارواکي سره يې د افغان کډوالو، تحفظ او د بیا ابادولو په اړه خبرې وکړې.

دراني هم په اېکس وویل هغه او نوېس د افغان کډوالو سره په تړلو مسلو خبرې وکړې چې په کې د افغانانو بیا ابادېدل هم وو.

د سرکاري شمېرو ترمخه، د سېپټمبر د میاشت د منځنۍ مودې راهسې د ۴۰۰۰۰۰ نه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.


پاکستاني چارواکي وايي په پاکستان کې اوس هم دوه اشاره دوه مېلین هغه افغانان ژوند کوي چې قانوني اسناد لري چې په کې یو اشاریه څلور مېلین قانوني مهاجر هم شامل دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG