لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي ټانک اؤ جنوبي وزیرستان کې یې 9 ترهګر وژلي


File Photo
File Photo

د پاکستان امنیتي ځواکونو دعوه کړې ده چې د خېبر پښتونخوا په ټانک اؤ جنوبي وزیرستان سیمو کې یې د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې د دوؤ مهمو ترهګرو په ګډون نهه وسله وال وژل شوي دي. پوځ منلې ده چې د وسله والو په ډزو یې یو عسکر هم وژل شوی دی.

د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار ویلي امنیتي ځواکونو دا عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس په 16 اؤ 17 فرورۍ په جلا جلا توګه په ټانک اؤ جنوبي وزیرستان کې کړي دي. د پوځ بیان کې ویل شوي چې په ټانک کې دوه بې کچه مطلوب ترهګر رحمت الله عرف بدر منصور اؤ ټي ایس امجد بابري هم وژل شوي دي.

د آی ایس پي ار د بیان له مخې په جنوبي وزیرستان کې چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په اساس کوم عملیات کړي هغې کې اووه ترهګر وژل شوي اؤ د هغوي له ولکې څخه وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

د پوځ ویاند ویلي دي چې دعملیاتو په مهال د شاه زیب اسلم په نوم یو عسکر هم د ترهګرو ډزو کې وژل شوی دی. پوځ دعوه کړې ده چې سیمه کې یې کوم ترهګر وژلي هغوي په هدفي وژنو اؤ بهته خورۍ کې ککړ وؤ.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم په ټانک او وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مهم کمانډر فرید الله بیټني عرف پړکې په ګډون د درېوؤ وسله والو، او یو پولیس عسکر د وژل کېدو رپورټونه مخې ته راغلي وؤ.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول جنوبي سیمو کې د ترهګرۍ لړۍ زیاته چټک شوې ده اؤ له دغو سیمو اکثره په امنیتي ځواکونو د بریدونو رپورټونه مخې ته راځي .

پوځ هم وایي چې د ورانکارو پرضد یې دهیواد بیلابیلو برخو کې د استخباراتي معلوماتو په اساس د عملیات لړۍ چټک کړې ده اؤ په دې عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د درنو زیانونو اړولو دعوې کوي.

دخېبر پښتونخوا زیاتره ترهګرۍ ځپلو سیمو ته خبریالان د رپورټنګ کولو لپاره نه ور پرېښودل کیږي چې له دې امله دغلته اکثره وخت جګړو کې د اوښتو زیانونو رپورټونه د دخیلو خواؤ د دعوؤ په اساس مخې ته راځي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG