لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حزب اختلاف ګوندونو د اېف ای ټی اېف شرطونو سره تړلي قانون سازۍ په اړه په حکومت تنقید کړی


پارلېمنټ کې د ايف ای ټي ايف شرطونو سره د تړل شویو قانوني مسودو د منظورۍ عمل جاري دی
پارلېمنټ کې د ايف ای ټي ايف شرطونو سره د تړل شویو قانوني مسودو د منظورۍ عمل جاري دی

د پاکستان پارلېمنټ د حکومت مخالفه ګوندونو د روپو غير قانوني انتقال د مخنيوي قانون کى د احتساب ملي ادارې ته کردار ورکولو په سر انديښنې څرګندې کړي او په حکومت یې تور لګولی چې په دى اړه یې د مخالفه ګوندونو سپارښتنى له پامه غورځولي.

که څه هم واکمن تحريک انصاف ګوند ملي اسمبلى کى اکثريت لري خو د ايف ای ټي اېف شرطونو سره سم قانوني مسودو د سينيټ څخه د منظوري لپاره مخالفه ګوندونو سره مرستو ته مجبوره دی.

د مسلم ليګ نواز ګوند د سينيټ غړى غوث محمد نيازي وي او ای ډيوه ته وویل حکومت سره د روپو غير قانوني انتقال قانون کى د دوي د بدلونونو د منلو نه علاوه بله لاره نيشه.

پارلېمنټ کې د ايف ای ټي ايف شرطونو سره د تړل شویو قانوني مسودو د منظورۍ عمل جاري دی.

د تير ګل، دوشنبې، په ورځ ملي اسمبلۍ د حکومت لخوا د روپو غير قانوني انتقال په ضد قانون يا آمله ايکټ کى دويم بدلون منظوري وړکړی.

د حکومت لویو مخالف ګوندونو ياد قانون کى د احتساب ملي ادارى کردار په ضد د دوى سپارښتنى د پامه غورځولو په سر احتجاج کړی.

د پيپلز ګوند غړى راجه پرويز اشرف دغه قانون کى د بدلون د لارى حکومتي چارواکو ته بغير ته وارنټ ملزمان دنيولو واک باندى ټکونه کړي دي.

د مسلم ليګ نواز ګوند شاهد خاقان عباسي او محسن شاهنواز رانجها ويلي وړاندى نه د نيب قانون او اداره دواړه لانجمن دي او د پاکستان سپريم کورټ هم د احتساب ادارى د سياسي انتقامي لپاره د کاريدلو پخلى کړيدي ځکه دوي ويره لري د روپو غير قانوني انتقال قانون کى نيب ته د پلټنو کردار ورکولو خرابى نتيجى مخى ته راتلى شي.

دغو نيوکو ته ځواب کى حکومتي غړو په مخالفه ګوندونو باندى د احتساب ادارى د غير موثره کولو تورونه تکرار کړي.

د قانون مرکزي وزير فروغ نسيم دا تاثر رد کړى چې ګني د جرم ثابيتولو په هکله به نيب قانون او آمله قانون کى څه توپير پاتى نه شي.

د وړاندى ملي اسمبلى د ملګرو ملتونو د سلامتيا کونسل د پريکړو او ايف اے ټي ايف شرطونه عملي کولو په ترڅ کى ١١ قانوني مسودو منظورى وړکړيده خو حکومت دغه مسودو د سينيټ نه منظورى لپاره د مخالفه ګوندونو مرستو ته مجبوره دی.

د مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند د سينيټ غړى غوث محمد نيازي ډيوه ته ويلي د حکومت سره د دوي سپارښتنو د منلو نه علاوه بله لار نشته

د ملي اسمبلى پرونى غونډى د سينيټ د بدلونونه سره درې نورى قانوني مسودى په دوهم ځل منظورى کړيدي

نړيوالې ادارې پاکستان ته وړکړى شرطونه نه عملي کيدو په سر د پاکستان نوم په تور نوملړ کى شاملولو خبردارى کړيدی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG