لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیاست مدارو نېغ په نېغه نیوکې پکار ده پوځ اندېښمن کړي: څیړونکي


پاکستان کې سیاسي څېړونکي وايي د پخواني وزیراعظم نوازشریف لخوا په پوځ باندې شوې سختې نیوکې پکار ده د پاکستان پوځ اندېښمن کړي.

د اتوار په ورځ په اسلام اباد کې د حکومت مخالفه سیاسي ډلو د ټول ګوندیز غونډې په موقع پخواني وزیرا عظم نوازشریف د لندن نه په خپله وېنا کې پوځ په هدف کړی وو او ویلي یې وو:”زمونږ مبارزه د عمران خان په ضد نه بلکې دهغه خلکو په ضد ده چې عمران خان یې واکمنۍ ته رسولی دی.“

په خپله وینا کې پخواني وزیراعظم نواز شریف پوښتنې راپورته کړی وې چې که ډېکټیټر هر څومره لویې جرم وکړي ایا څوک ګوتې ور وړی شي؟ ایا کوم ډېکټیر ته تر اوسه سزا ورکړل شوې ده.؟

که څه هم د پاکستان پوځ تر اوسه دغه نیوکو ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو د تحریک انصاف حکومت څلورو وزیرانو اسلام اباد کې د یو ګډ خبري کانفرنس په وخت د اپوزیشن ډلو په غونډه او د نوازشریف په وېنا خپل عکس العمل کې ویلي چې قامي ادارې دې په سیاست کې د لړلو نه ډډه وکړی شي ځکه چې دا د پاکستان او جمهوریت په ګټه نه ده.

وي او اې ډیوه ته سیاسي څېړونکي او پخوانې سېنټر افرسیاب خټک د نواز شریف په تقریر خپله څېړنه کې ویلي چې هغه په څلوېښتو کالو کې د حکومت کولو او حکومت مخالفه سیاست کې اوس ډېره تجربه لري او هغه خبرې یېکړي چې د اولس په زړونو کې پرتې دي.

افراسیاب خټک وايي پنجاب د پاکستان ۶۰ فیصده ابادي لري او پوځ کې هم لويه برخه لري، د هېواد په سیاست او نظام بدلولو کې غټ اهمیت لري. نوازشریف د پنجاب تر ټولو مهم سیاسي مشر دی د هغه خبرې په خلکو ډېره وار خطايي راوستې ده.

خبریال او څېړونکي امتیاز عالم وي او ای ډیو ته ویلي، نوازشریف په خپلو خبرو کې دراصل دا پېغام ورکړی چې هغه د سیاست څخه د پوځ د مداخلت او اثر لرې کولو په اړه په خپله بیانیه کلک ولاړ دی.

یو بل څېړونکي او خبریال عامر متین ډیوه ته د نوازشریف په پوځ باندې د نیوکو په ترس کې خپله څېړنه کې ویلي چې د پخواني وزیراعظم لخوا په پوځ نېغ په نېغه نېوکې کول د پوځ لپاره د اندېښنو وړ خبره ده.

سیاسي ګوندونو په تېرو وختونو کې بیا بیا ویلي دي چې د کال ۲۰۱۸ ټاکنې د درغلیو نه ډکې وې او د پاکستان پوځ یې د تحریک انصاف ګوند په حکومت کې د راوستو لپاره د ټاکنو په درغلیو تورن کړی دی.

د تحریک انصاف حکومت مرکزي وزیرانو خارجه وزیر شاه محمود قرېشي، د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر، د اطلاعتو وزیر سبلي فراز او ټېکنالوجۍ وزیر فواد چودهري د ګډ خبري کانرنس ویلي چې اپوزیشن ټول ګوندیز کانفرنس د حکومت لخوا د جوړ جاړي قانون راوستلو د غوښتنو منلو نه انکار وروسته رابللی وو چې ددوي مایوسي ښايي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG