لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ډي اېم وايي د سېنټ د چیرمېن انتخاب په عدالت کې چېلنج کوي


د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بھټو زرداری ویلي چې پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم، مشران په خپلو کې مشاورت کوي او د هغه په قول غیر اییني او غیر قانوني فیصلہ بہ پہ عدالت کې چیلنج کوي
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بھټو زرداری ویلي چې پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم، مشران په خپلو کې مشاورت کوي او د هغه په قول غیر اییني او غیر قانوني فیصلہ بہ پہ عدالت کې چیلنج کوي

د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو د سېنټ د چیرمن دپاره شوي انتخاب کې د درغلۍ تور پورې کړی او ويلي يې دي چې د انتخاب په ضد په عدالت ته مقدمه وړي.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بھټو زرداری ویلي چې پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم، مشران په خپلو کې مشاورت کوي او د هغه په قول غیر اییني او غیر قانوني فیصلہ بہ پہ عدالت کې چیلنج کوي۰

پي ډي اېم وايي د سېنټ د چیرمن دپاره انتخاب کې پریزائیډنګ افسر د اتحاد امیدوار یوسف رضا ګیلاني پہ حق کې ورکړی شوي اووه ووټونه په بې ځایه توګه رد کړي او دا به په عدالت کې چېلېنج کوي.

خو د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز د حزب اختلاف خبرې رد کړي او ویلي یې دي چې د سېنټ د چیرمن د انتخاب نه پس د هغه په قول د پي ډي اېم جنازه ووتله.

د سېنټ د نوي مشر یا چیرمېن دپاره د جمعې په ورځ د پریزائيډنګ افسر مظفرحسین په سرپرستۍ کې ووټونو ورکړی شول.

او هم د جمعې په ورځ د رایو د سر ته رسېدو وروسته مظفر حسین د سینیټ د نوي چئیرمین په توګه د حکومتي ائتلاف امیدوار صادق سنجراني دکامیابۍ اعلان وکړو او ویې وېل چې صادق سنجراني ۴۸ووټونه واخیستل او د هغه به مقابل کې د پي ډي اېم امیدوار سید یوسف رضا ګیلاني بیا ۴۲ رای ترلاسه کړې.

د یوسف رضا ګیلاني په حق کې ورکړی شوي اووه ووټونه پرېزایډنګ افسر رد کړې.

نور تفصیل د اسلام اباد نه الیاس خان خپل رپورټ کې وړاندې کوي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:04 0:00


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG