لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځي عدالتونه غیر اېيني دي


شاهد خاقان عباسي هم د پوځي عدالتونو مخالفت کړی
شاهد خاقان عباسي هم د پوځي عدالتونو مخالفت کړی

په پاکستان کې حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه غواړي د پوځي عدالتونو په اړه په پارلمان کې بحث وشي او یاد ګوندونه هڅه کوي په هیواد کې پوځي عدالتونه ناقانونه او غیرآئینې وګرځوي.

پاکستان کې د پوځي عدالتونو دوه کاله آییني موده د مارچ په ۳۱مه نیټه سرته رسیدلې. خو موجوده حکومت اراده لري د یادو عدالتونو موده نوره هم وغځوي. د حکومتي چارواکو په وینا په پوځي عدالتونو کې ترهګر سزا شوي او د ترهګرۍ پرضد یې ګټورې نتیجې ترلاسه کړي.

د پیپلز ګوند سره تعلق لرونکی پخوانی سېنټر فرحت الله بابر وايي ګوند يې په دې باوري دی چې په هیواد کې د پوځي عدالتونو نور هیڅ ضرورت نشته او دغه عدالتونه غیر ائیني دي. نوموړي وي او ای ډیوه ته ویلي: ٫٫مونږ پوځي عدالتونه نه غواړو. مونږ معلومول غواړو چې په هیواد کې د ترهګرۍ کمیدو ورسته د پوځي عدالتونو څه ضرورت دی.٬٬

د نوموړي په وینا ٫٫ دا د ائین سرغړونه ده،٬ هغه زیاته کړه٫٫پیپلزګوند غواړي پارلمان کې بحث اوشي او پارلمان په اعتماد کې واخستل شي.٬٬

د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم لیګ ن مهم غړۍ شاهد خاقان عباسي هم د پوځي عدالتونو مخالفت کړی او وايي ٫٫ که حکومت د پوځي عدالتونو موده غځول غواړي نو دوي به پارلمان په اعتماد کې اخلي او دهغې لپاره به مخالف سیاسي ګوندونو سره خبرو ته کښیني.٬٬

د پاکستان پوځ وايي پوځي عدالتونو په هیواد کې د ترهګرۍ پرضد موثره کردار ترسره کړی.

سږ کال د جنورې په میاشت کې د پوځ ویاند میجر جنرل اصف غفور ویلي وو، مونږ ته اوس هم د پوځي عدالتونو ضرورت شته.د پاکستان یو شخصي ټیلی ویژن سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړې وه: ٫٫پوځي عدالتونو په ترهګرو کې ویره خپره کړې او د پوځي عدالتونو د جوړیدو وروسته د ترهګرۍ پیښو کې ښکاره کمې لیدل شوی٬٬

د پېښور آرمې پبلک سکول خونړۍ ترهګرې پېښې وروسته په کال ۲۰۱۵م کې د پاکستان د هغه وخت حکومت د ترهګرۍ پر ضد د قامي امنیتي تګلارې لاندې پوځې عدالتونه جوړ کړي وو.

سږ کال د جنورې په میاشت کې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي وو. په تېر څلور کاله کې پوځي عدالتونو د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ ۳۱۰ کسانو ته د مرګ سزا اورولې چې پکې ۵۶ تېزندي شوي.

د ايي اېس پي ار شمېرې ښايي چې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې جوړ پوځې عدالتونو ۲۳۴ ترهګرو ته د عمربند یا نورې سختې سزاګانې اورولې دي.

پاکستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونه او د بشري حقونوفعالین د پوځي عدالتونو په جوړولو باندې نیوکې کوي او دا د هیواد عدالتي نظام سره متوازي یو بل عدالتي نظام بلي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG