لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حزب اختلاف وايي په انتخاباتو کې د ووټ مشین د استعمال قانون به په عدالت کې چېلنج کوي


بلاول بهټو او مریم نواز
بلاول بهټو او مریم نواز

د پاکستان تحریک انصاف حکومت د پارلېمنټ په مشترکه غونډه کې د الېکټرانېک مشین په زریعه په انتخاباتو کې د ووټ ورکولو لانجمن قانون منظور کړی خو د حکومت مخالف ګوندونو ویلي نوی قانون به په عدالت کې چېلنج کوي.

د پارلېمنټ غونډې ته د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر نه و راوېستل شوي. علي وزیر دا وخت د کرچۍ په یو زندان کې د حکومت په بېلا بېلو مقدمو کې بندي دی.

خو اسلام اباد نه د وي او ای خبریال اورنګزیب خان په خپل رپورټ کې وايي د پاکستان تحریک انصاف نه خفا د قامي اسمبلې غړي عامر لیاقت چې کله پارلمیان ته راغلو نو ميديا ترې پوښتنه وکړه چې تاسو خو دحکومت نه خفا يې نو بیا ولې پارلیمان ته راغلئ؟ په ځواب کې د عامر لیاقت وینا وه چې په خپله خوښنه نه دی راغللی بلکې په زوره راوستل شوی دی.

هغه چا په روز د پارلېمنټ غونډې ته راوستلو؟ عامر لیاقت د دې ځواب ورکولو نه ډډه وکړه.

د پارلېمنټ په مشترکه غونډه کې، په بهر هیوادنو کې میشت پاکستانیانو ته د رای حق ورکولو، په عامو انتخاباتو کې د الېکټرانک مشین استمال، د جنسې زیادتي مخنیوي د پاره قانوني‌ مسودې اؤ د هندي جاسوس کلبهوشن یادیو ته د انصاف عالمي عدالت ته د رسای ورکولو پشمول وویشت (۲۷) قانوني مسودې وړاندې کړی شوي وې چې د حرب اختلاف د پارلېمڼت غړو ناستې نه احتجاجاً د واک آوټ له وجې پکښې زیات تره قانونی مسودې منظور شوې دي.

په دې وویشت قانوني مسودو کې د ټولو زیات تنقید حزب اختلاف د ملک نه بهر میشت پاکستانیانو ته د انټر نېټ دلارې د رای ورکولو اؤ په عامو انتخاباتو کې د الېکټرانک مشین د استمال په قانون وکړو.

علي وزیر
علي وزیر

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو وویل که چېرې دغه د الیکټرانک مشین استمال قانون منظور شو نو اوس نه اعلان کوي چې د راتلوونکو انتخاباتو نتېجې به نه مني.

د بلاول بهټو وینا وه چې الیکټرانک مشین په انتخابي عمل کې استمال باندې د انتخاباتو کمیسون هم اعتراض کړی دی اؤ موجوده حکومت د انتخاباتو کمیسون بې اختیاره کول غواړي چې د خپلې خوښې انتخابي نتيجې ترلاسه کړي.

بلاول بهټو دا هم وویل چې یو پاکستانی چې په امریکا یا اروپا یا په بل هیواد کې ژوند کوي هغه به څنګه د پلوچستان یا سند یا په بل یو ښار/کلي د پاره کاندید ته ووټ ورکوي؟

د حزب اختلاف پارلېماني مشر شهباز شریف هم د انتخابي اصلاحاتو د قانون سازې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې موجوده حکومت الېکټرانک مشین ځل بیا په انتخاباتو کې د تګې د پاره استعمالول غواړي.

د انتخابي اصلاحاتو دغه قانون په حق کې 221 اؤ مخالفت کښې 203 ورکېدو نه پس د پارلیمان شریکې غونډې منظور کړو.

د قانوني مسودې د منظورۍ نه پس د حکومت مخالفو ګوندونو د پارلیمان ته احتجاج په توګه واک آوټ کړې دې.

پارلېمڼت نه بهر میډیا سره د خبرو په وخت د حکومت مخالفو ګوندونو پاکستان مسلم لیګ، پاکستان پیبلز ګوند، جمعیت علما اسلام اؤ عوامي نیشنل ګوند غړو د انتخابي اصلاحاتو بل په عدالت کې د چیلنج کولو خبره کړې ده.

مشترکه اپوزیشن د حکومت لخوا د یو شمیر قانوني‌ مسودو منظوري‌ د پاکستان د پارلیمان تور ورځ بللې ده اؤ بلاول بهټو ویلي دي چې حکومت د دغو بلونو منظورۍ د پاره غیر آیني‌ طریقه خپله کړې ده.

د بلاول بهټو وینا وه چې د پارلېمنټ مشترکه غونډه کې د ېو قانون منظورۍ د پاره د سینټ بیل او د قامي اسمبلۍ بیل ووټونه شمارل کیږي اؤ که چېرې د سینټ یا قامي اسمبلۍ په دواړو کې د ېو قانون د پاره زیات راې راشي نو هغه به منظوریږي خو د پاکستان تحریک انصاف حکومت دې قوانین منظورې د پاره د پارلیمان شریک ووټونه شمار کړې دي.

بله طریقه دا ده چې د پاکستان شریک پارلیمان کې د ېو قانون منظورې د پاره که ساده اکثریت خبره هم کیږي نو بیا هم موجوده حکومت ته دوه سوه دویشت ووټونه پکار وو.

د پارلیماني امورو د پاره د وزیراعظم صلاحکار بابر اعوان وايي چې پارلیمان کې څومره خلق موجود وي د هغوي په رای قانون سازي کیدی شي.

د پاکستان خارجه وزیرشاه محمود قریشي ویلي دي چې انتخابي عمل کې د مشین استمال نه پس به بیا هېڅ څوک هم نه شي ویلی چې انتخاباتو کې تګې شوي یا د بل چا ووټ د هغه د مرضۍ خلاف استمال شوی دی.

د پارلېمنټ د غونډې د پاره د جنوبي وزیرستان نه قامي اسمبلۍ غړي‌ علې وزیر اسمبلۍ ته د راوستلو امر د قامي اسمبلې سپیکر نه وو جاري‌ کړی.

په دې حقله څیړنکار اؤ خبریال افتخار احمد وایي د پارلېمنټ مشترکه غونډې ته د وویشت قوانین منظورۍ د پاره وړانډې کیږي اؤ د علي وزیر پروډکشن آرډر نه جاري کولو مطلب ګرد وزیرستان د دې نه محرومه وساتلې شوچې په دې قوانین سازۍ کې یې خپله رای استمال نکړی شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG