د امریکې صدر جوبایډن د جمهوریت په موضوع د دویمې سرمشریزې غونډې کوربتوب وکړو چې د پاکستان په شمول په کې د براعظم اېشیا او افريقې ګڼ شمېر جمهوریتونو شرکت و نه کړو، ځینو ملکونه نه وو رابلل شوي او ځینو ملکونو بلنه و نه پاله.
پاکستان د سمېټ فار ډېماکرسي نومې غونډه کې د شرکت نه ډډه وکړه، او ويې وېل واشنګټن سره به په دوه اړخیزه کچه همکاري کوي.
په واشنګټن کې د وېلسن سېڼر نومې څېړنې ادارې د جنوبي اېشیا د چارو کارپوهه مایکل کوګلمېن وي او ای ته وايي د جمهوریت په اړه غونډه کې شرکت نه کول د پاکستان يوه سفارتي فېصله وه او د جمهوریت سره يې څه تعلق نه و.
کوګلمېن وویل سمېټ فار ډېماکرسي کې تایوان رابلل شوی و او چین نا او پاکستان چین سره خپلو تعلقاتو ته په احترم کې په سمېټ کې د ګډون نه ډډه وکړه چې داسې غونډه کې نشي کښېناستلی چې تایوان هم په کې وي.
په اېټمي وسلو سمبال د اسلامي نړۍ واحد ملک پاکستان د امريکې او چین سره ژور اقتصادي او سیاسي تعلقات لري.
د ورلډ بېنک ترمخه په ۲۰۲۰ کې پاکستان د خپلو مصنوعاتو تر ټولو زیات برامدات امریکي ته کول چې مالیت يې څلور اشاریه یو بېلین ډالر و او په دغه کال کې پاکستان تر ټولو نه زیات درامدات د چین نه وکړل چې مالیت يې دولس اشاریه څلور بېلین ډالر و.
چین پاکستان ته د ټولو نه زیات قرض ورکونکی ملک دی او پاکستان ته د چین د قرضونو مالیت ۳۱ بېلین ډالر دی او په تېرو شلو کلونو کې امریکې پاکستان سره د ۳۲ بېلین ډالرو مالیت مرستې کړي دي.
پاکستان دا وخت د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف سره قرض اخیستلو دپاره په خبرو کې بوخت دی.
ماهرین وايي د امریکې د جمهوریت په غونډه کې د شرکت نه کولو فېصله پاکستان خالصتاً په اقتصادي بنیاد نه ده کړې.
کوګلمېن وايي په پاکستان کې جمهوریت د مشین په زرو ساه اخلي او د ۲۰۰۸ راهسې جمهوري عمل په پاکستان کې په تنزل دی.
په داسې حال کې چې د وزیراعظم شهبازشریف او د پخواني وزیراعظم عمران خان ترمنځ اختلاف زیات شوي، د ملک سیاسي حالات د تاوتریخوالي ښکار شوي په پاکستان کې یو وارې بیا د مارشل لا په اړه ګنګوسې ګردش کوي.
د بروکنګز انسټېټیوشن نومې ادارې څېړونکي مدیحه افضل وايي مارشل به د پاکستان دپاره بدترین صورتحال وي.
د وي او ای رپورټ وايي که څه هم امریکا په دنیا کې د جمهوریت د پرمختک ملاتړ کوي خو په پاکستان کې د موجوده سیاسي ډرامې نه یې تر اوسه ځان لېرې ساتلی دی.
کوګلمېن وايي په پاکستان کې د جمهوريت په کمزوري کېدو کې امریکا هم لاس لري ځکه چې اکثر يې د پوځي مشرانو سره تعلقاتو ته اهمیت ورکړی دی.
هغه وویل پوځي مامورین د امریکې اهداف په وړاندې بوتلو کې د واشنګټن مرسته کوي په دې سبب چې امریکې سره د تعلقاتو په شان په لویو مسلو د فېصلو اختیار پوځ سره دی خو پوځ سره د امریکې تعلقات په پاکستان کې د داسې جمهوریت مرسته نه کوي چې د خپلې بقا دپاره په سلګو ده.
یادونه: د دې خبر معلومات د وی او ای خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي