لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان د افغانستان، ايران او روس سره د مال بدله کې د مال تجارت اعلان کړ
تازه خبر

پاکستان د افغانستان، ايران او روس سره د مال بدله کې د مال تجارت اعلان کړ


واشنګټن - د پاکستان د تجارت وزارت ويلي حکومت د يو خصوصي امر د لارې د افغانستان، ايران او روس سره د مال بدله کې د مال تجارت پيلوي چې د نورو توکو سره سره به پکې پيټرول او ګېس هم شامل وي.

پاکستان د بهر نه د مال اخستلو د پاره په مشکله د يوې مياشتې زرمبادله لري او حکومت سرګردانه دی څنګه وکړی شي د پيسو په ورکولو کې توازن پيدا کړي او ګراني څنګه قابو کړي. تېره مياشت ګراني نزدې 38 فیصده زياته شوې ده.

د حکومتي حکم ترمخه د مال په بدله کې د مال پاليسي د جون د وړومبۍ نېټې نه اعلان شوې او د روان کال د پاره د تجارتي توکيو فهرست تيار کړل شوی. رياستي او شخصي ادارې که تجارت کول غواړي نو به د پاليسۍ په رڼا کې د وړاندې نه اجازت نامه اخلي.

د روس نه د ارزانو تېلو د اخستلو د وړومبۍ پرېکړې وروستو د پيټروليم وزير مصدق ملک ويلي وو پاکستان به د لوظنامې سره سم د روس نه صفا شوي نه بلکې خام تېل اخلي.

په دې په اړه معلومات نشته چې تجارت به په کومه کرنسۍ کې کيږي خو ملک ويلي وو که هر څه د پلان سره سم لاړل پاکستان به د روس نه د ورځې نزدې 100,000 بيرله تېل واخلي.

تېر کال پاکستان 154,000 بيرله تېل درامد کړي وو. په مې کې د پاکستان د پيټرولو سوداګرو شکايت کړی وو پاکستان ته د 35 فیصده پورې ډيزل د ايران نه قاچاق کيږي.

پاکستاني حکومت افغانستان ته د اوړو، غنمو، چينۍ لا بورې او سرې په قاچاق بندېز لګولی دی.

یادونه:- د دې خبر معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG