لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاړه چنار کې د خونړۍ بم چاؤدنو خلاف مظاهرې


دپاکستاني طالبانو ديوې ډلې انصارالمجاهدين يو ويانددنامعلوم مقام څخه ميډيا سره خبرو کې ددغه چاؤدنو ذمه واري په غاړه اخستې
دپاکستاني طالبانو ديوې ډلې انصارالمجاهدين يو ويانددنامعلوم مقام څخه ميډيا سره خبرو کې ددغه چاؤدنو ذمه واري په غاړه اخستې
د پاکستان په کرمه قبائیلي سیمه کې د دواؤ خونړۍ ځانمرگي حملو خلاف پیښور او د کرمې په مرکزي ښار پاړه چنار کې د شیعه ټولنې غړو مظاهرې کړې دي.
پیښور او پاړه چنار کې شوې مظاهرو کې په گڼ شمیر کې ښځو او سړو برخه واخسته او د حکومت نه د شیعه ټولنې د پاره د تحفظ غوښتنه کوله.
پیښور کې مظاهره چیانو په حکومت ټکونه وکړل او وې ویل حکومت د شیعه گانو په قتل عام خاموشي اختیار کړې ده.
د جمعې په ورځ دپاړه چنار په مرکزي بازار اؤ دگاډو په يوه اډه دوؤ بمي چاؤدنو ٥٧ کسان ووژل شو.
ددغو چاؤدنو په اړه پوليټيکل ايجنټ رياض محسود وئيلي دي چې يوه حمله ديو ځانمرگي لخوا شوې اؤ بله دښخ کړل شوي بم نتيجه کيدى شي.
دپاکستاني طالبانو ديوې ډلې انصارالمجاهدين يو ويانددنامعلوم مقام څخه ميډيا سره خبرو کې ددغه چاؤدنو ذمه واري په غاړه اخستې.
طالب وياند دعوه کړې ده چې هغوي دډلې سره تعلق لرونکو دوؤ ځانمرگيانو دغه چاؤدنې ترسره کړي اؤ نخښه يې شيعه گان وو.
په عین حال کې کرمه کې د مزکین مائن د چاؤدیدو له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي.
د رپورټونو ته ترمخه، پیښه د کرمې پیوار تنگي نومې سیمه کې په داسې مهال رامنتځه شوي چې یو موټر په مزکه کې ښخ بم سره وجنگیدو.
پیښور کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال حمیادالله د شیعه ټولنې احتجاجي مظاهرې ته ورغلی او هلته د ځېنې احتجاج کونکو سره خبرې اترې کړې دي چې په څه مقصد احتجاج کوي. د احتجاج کونکو غږونه دلته اوریدی شۍ:
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG