لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیاسي گوندونه دې پارلیمنټ د خپلواکۍ دپاره کوښښونه وکړي، څیړونکي وايي


په داسې حال کښې چي د پاکستان پارليمنټ د وزیراعظم د انتخاب دپاره تیاری کوي مطبوعات او څيړونکي وايي وخت راغلی چې په پارليمان کښي ناست ګوندونه په اساسي قانون کښي د پرتوتضاداتو او غير واضح مادو د لرې کولو سنجيده قا نوني ايجينډه وړاندې کړي او پارليمنټ په حقيقي معنو کښي د واک او پريکړو اختیار ترلاسه کړي.

ډان ورځپاڼه د گل، دوشنبې، په ورځ په خپله اداريه کښې پارليمنټ ته د پروت کار د سرخط د ﻻندې ليکلي چې د هيواد سياسي چاپيرال که څه هم په وقتي توګه غير متعلق ګرځول شوی دی خو اوس به د پارليمان د بيا متعلق جوړلو د پاره يوه سنجيده قا نوني ایجنډه راوړل وي.

اداريه مخکښې ليکي اوس هم حکومت او مخالف ګوندونه د اختلافاتو پرته د يو ځاې کار کولو موقعه لري چې د هيواد په اساسي قا نون کښې پراته تضادات او مبهمات وباسي.

سياسي شنونکی پروفيسر خادم حسين وايي وخت راغلی چې سياسي ګوندونه يوه سياسي عمراني لوظنامه ﻻسليک کړي او د رياست د ستنو یعنې د پارليمان، عدليي او د انتظاميې حدونه وټاکي.

خادم حسین زياتوي هغه مادې چي پخواني امرانو دستور کښې ورګډې کړي دي چې د اولسي اختیارمخه نيسي، لرې کړي او ددې دپاره به سياسي ګوندونو خپلو منځو کې معاهده کوي.

اخوا محمد عارف چې د سي ار ډي په نامه د يو غيردولتي تنظيم

مشاور دی او د پارليمنټ غړو ته د قانون سازۍ تربيه ورکوي، وايي په دې کې شک نشته چې پارليمنټ خپل اختيار بيللی دې خو د پارليمنټ دغه بيللی اختيار بيرته ترﻻسه کولو لپاره به حکومت او مخالف ګوندونه اوږه په اوږه د یو بل سره په شریکه کوښښونه کوي.

هغه زياتوي وزيراعظم به هله د هيواد د خارجه او دفاعي تګ ﻻرو واک ترﻻسه کړی شي کله چې مخالف ګوندونه په پالسيانو جوړولو کښې شريک کړي او غوږ ورته کيږدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG