لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناقدین وايي د قومي اسمبلۍ د یو کال فعالیت د پام وړ نه دی


د شمالي او جنوبي وزیرستان غړي او د پي ټي اېم مشران محسن داوړ او علي وزير دا وخت په جيلونو کې بنديوان دي
د شمالي او جنوبي وزیرستان غړي او د پي ټي اېم مشران محسن داوړ او علي وزير دا وخت په جيلونو کې بنديوان دي

د کال ٢٠١٨ په عامو انتخاباتو کې منتخب شوي قومي اسمبلۍ د پارليماني کال اخېري غونډه د ګل، دوشنبې، په ورځ پيل شوه خو ناقدين واي چې د قانون سازۍ، د خپل اختيار د کارولو او د اسمبلۍ په غونډو کې د وزير اعظم د حاضرۍ په حواله د اسمبلۍ فعالیت د پام وړ نه دی.

د قامي اسمبلۍ شپږ غړي چې پکې د پيپلز ګوند شريک چيرمين اصف علي زرداري، د مسلم ليګ (ن) غړی او پخوانې وزير اعظم شاهد خاقان عباسي او د شمالي او جنوبي وزیرستان غړي او د پي ټي اېم مشران محسن داوړ او علي وزير دا وخت په جيلونو کې بنديوان دي او د قامي اسمبلې سپيکر د هغوي ايوان ته په پيش کولو کې هم ناکامه شويدی.

د اګست د مياشتې په ١٢ نيټه به د قامي اسمبلۍ يو کال پوره شي خو لا اوس هم ٥٠ سرکاري او شخصي قانوني مسودې په قايمه کميټيو کې د ځنډ سره مخامخ ښکار دي او د قانون سازۍ دپاره اسمبلۍ ته نه دي وړاندې کړی شوي.

د ايوان د اصولو او ضابطو ترمخه په يو کال موده کې د قامي اسمبلې ١٣٠ ورځې اجلاس کيدل لازم دي خو موجوده اسمبلې په خپل لمړي پاريلماني کال کې ١٢٠ ورځې پوره کړي.

ناقدين واي د قامي اسمبلۍ دا يو کال د هنګامو ښکار پاتې شوی، کومه د پام وړ قانون سازي پکې هم نه ده شوي او په دې یو کال کې قامي اسمبلې خپل دستوري اختيار هم بيللې دی.

خبريال، ليکوال او د پارليماني چارو څيړونکی ايم بي سومرو وي او ای ډيوه ته وویل دا لمړۍ اسمبلي ده چې د تيرو اسمبلو پر نسبت پکې د پام وړ قانون سازي نه ده شوي، حکومتي غړي د مخالف ډلو سره لاس په ګريوان پاتې شوي.

ښاغلي سومرو وویل هڅې خو پارليمان په دستوري ډول يو بااختياره او بالادسته اداره ګڼل کيږي خو ځمکني حقايق د دې پرضد دي او د اختيار لرلو باوجود موجوده اسمبلي بې وسه پاتې شوې ده.

د يو کال په دې موده کې د قامي اسمبلې په ١٢ غنډو کې لس بلونه منظور شوي دي چې په کې يو دستوري بدلون ، فنانس ايکټ ٢٠١٩ ، د فنانس دوه ضمني بلونه او شپږويشتم ايني بل په کۍ هم شامل دی.

شپږويشتم دستوري بل محسن داووړ پيش کړې و چې ترمخه یې قبايلي ضلعو کې د قامي اسمبلې او صوباي اسمبلې چوکې سيوا شوې وې.

ښاغلې ايم بي سومرو وویل که موجوده اسمبلي په دې يو کال کې په نوي قانون جوړولو کې ناکامه شوې او د وزیراعظم عمران خان د اسمبلۍ په غونډون کې ګډون هم د نيشت برابر و او هغه پدې يو کال کې شاوخوا لس يولس ځله د اسمبلې په غنډو کې شريک شوې او وزيران هم په زياتره غنډو کې غير حاضر وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG