لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرویز خټک: که پې ټی اېم د پوځ په اړه ژبه بدله کړي نو خبرې ورسره کېدلی شي


د گل، دوشنبې، په ورځ محسن داوړ او علي وزیر د ازادۍ وروسته په لومړي ځل د اسمبلۍ په غونډه کې شرکت وکړو او د حکومت مخالف ډلو یې تود هرکلی وکړو
د گل، دوشنبې، په ورځ محسن داوړ او علي وزیر د ازادۍ وروسته په لومړي ځل د اسمبلۍ په غونډه کې شرکت وکړو او د حکومت مخالف ډلو یې تود هرکلی وکړو

د پاکستان د دفاع وزیر پرویز خټک ویلي د پښتون ژغورنې غورځنگ مشران که د پوځ په اړه خپله ژبه بدله کړي نو خبرې ورسره کېدلی شي او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه ویلي پي ټې اېم دې خپل غږ د پاکستان سره شامل کړي نو حکومت به یې مسلې حل کړي.

د وفاقي حکومت دواړو وزیرانو دغه خبرې د گل، دوشنبې، په ورځ په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي او شمالي وزیرستان د اسمبلۍ غړو او د پي ټي اېم حمایت کوونکو علي وزیر او محسن داوړ د وېنا په ځواب کې وکړې. علي وزیر او محسن داوړ د څلورو میاشتو نه د زیات وخت په قید کې د تېرولو نه پس په لومړي ځل اسمبلۍ ته ورغلي وو او تقریرونه یې وکړل.

سږ کال د می په میاشت کې د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د پوځ په چېک پوسټ د تشدد د پېښې وروسته محسن داوړ او علي وزیر ونیول شو او حکومت پرې په چېک پوسټ د حملې، ترهگرۍ او ځینې نور الزامات ولگول. دوی دغه الزامات رودي او دا میاشت د پېښور هايي کورټ دواړه په ضمانت ازاد کړل.

د گل، دوشنبې، په ورځ محسن داوړ او علي وزیر د ازادۍ وروسته په لومړي ځل د اسمبلۍ په غونډه کې شرکت وکړو او د حکومت مخالف ډلو یې تود هرکلی وکړو.

اسمبلۍ ته خپله وینا کې محسن داوړ وویل نور ورته د ریاست نه د خپلې وفادارۍ سند (سرټیفیکېټ) اخېستلو ضرورت نشته اوس پکار ده چې ریاست هغه ته د وفادارۍ سند ورکړي. دوي قرباني شوي او اوس به ریاست پاکستان خپله وفاداري ښايي.

د جنوبي وزیرستان نه د اسمبلۍ غړي علي وزیر وویل د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د هغه کورنۍ د پاکستان د پوځ حمایت کړی دی او په دې لړ کې یې د کورنۍ یو شمیر غړي هم وژل شوې دي.

د پاکستان د دفاع وزیر پرویز خټک او د هېواد د کورنیو چارو وزیر اعجازشاه د علي وزیر او محسن داوړ تقریرونو ته ځواب ووېلو.

پرویزخټک وویل کله راهسې چې علي وزیر او محسن داوړ د اسمبلۍ غړي منتخب شوي، حکومت ورسره د دوی په غوښتنو د خبرو وړاندېز کړی دی. پرویز خټک وویل د وزیرستان په رنگ حالات په ملاکنډ کې هم وو خو د مذاکراتو دلارې د ملاکنډ مسله حل شوه.

پرویز خټک وویل که چېر پي ټې اېم هم لکه د نورو سیاسي گوندونو د "پاکستان اېجنډه" لري نو مسلې یې حل کېدلی شي. پروېز خټک وویل "پوځ هم غواړي چې د هلته نه (وزیرستان څخه) ووځي خو که تاسو حالات خرابوئ او کومه ژبه چې تاسو استعمالوئ نو په هیڅ صورت کې تاسو سره خبرې نشي کېدی."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه وویل که چېرې پي ټې اېم په پوځ تنقید پرېږدي نو خبرې ورسره کېدلی شي. "زمونږ نعره د پاکستان ده او راشئ ځما سره روان شئ چې څه تاسو وايی مونږ به هغه وکړو."

د پښتون ژغورني غورځنګ وايي د تحریک ټولې غوښتنې د پاکستان د اېین او قانون د لاندې دي.

قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې محسن داوړ وویل چې وزیراعظم عمران خان منلې چې ټولې نړۍ نه راغونډو شوو ترهگرو ډلو ته د پاکستان پوځ تربیت ورکړی وو. نوموړي تپوس وکړو: ٫٫ دغه ډلو چې په پاکستان کې کوم خلک او پوځیان وژلي د هغې ذمه دار څوک دي؟ او د وژل شوو کسانو د وینې پوښتنه به د چا نه کوو؟٬٬

محسن داوړ او علي وزیر د شمالي او جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان دي.

قومي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې محسن داوړ وویل چې د پاکستان پوځ مشر په روس کې د وېنا په وخت ویلي وو چې پاکستان څه کرلي وو هغه ريبي، محسن داوړ وویل زه دا پوښتنه کوم چې کوم جنگي ذهنیت جوړ کړی شوی د هغې ښکار څوک وو؟

داوړ زیاته کړه چې ریاست د خپلو جنگي مقصدونو لپاره د پښتنو یو پوره نسل استعمال کړو. نو ایا دا وفاداري وه؟ دا کومه وفاداري ده؟ دا وفاداري ده چې د ټولې نړۍ نه ترهگر راټول کړی شول او پښتانه یې پرې اووژل. ٫٫ وروسته د ترهگرو په ضد د اپرېشنونو په نامه هم خلک ووژل شول او کوم خلک چې ددغې جنگي پالیسی په شا وو نو هغه اوس پټېږي.٬٬

د محسن داوړ وینا په ټي وي نیمگړې ښودل شوې

قومي اسمبلۍ ته د محسن داوړ د تقریر په اړه په سوشل مېډیا دا بحث هم شروع شوی چې کله د وزیراعظم عمران خان په حکومت د محسن داوړ نیوکې سختې شوې نو د پاکستان سرکاري ټي وي چینل د اسمبلۍ نیغ په نیغه نشریات قطع کړل او د پنجاب د تاریخ په اړه دستاوزي پروگرام یې شروع کړو.

د پاکستان پیپلزپارټۍ پخواني سېنټر فرحت الله بابر په ټوېټر په پي ټي وي د محسن داوړ د تقریر بندېدل وغندل. فرحت الله بابر په خلیل جبران د دې قول حواله ورکړه چې تاسو خو د رباب او د ستار د تارونو ساز خاموشه کولی شئ خو د زړه اواز نشئ خاموشه کولی. د سنېټ پخواني غړي وویل اسمان به نه وو راغورځېدلی که محسن داوړ ته د خپل زړه تشولو اجازت ورکړی شوی وی.

خبریال بشیر گواښ په ټوېټر وویل د "نیا" پاکستان هېش ټېگ وکارولو کله چې یې د پي ټي وي د فیصلې ذکر کولو.

په پېښور کې میشته خبریال مشتاق یوسفزۍ وی او ای ډیوه ته وویل د پي ټي غونډې گام په وړو صوبو کې د محرومۍ احساس پېدا کوي او ښايي په پاکستان کې پارلېمنټ ته څومره اهمیت ورکولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG