لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې نن د نوي وزيراعظم انتخاب کیږي


National Assembly Of Pakistan

پاکستان کې نن د نوي وزیراعظم انتخاب کيږي دا به د ملک 23 وزیراعظم وي، دوه ورځې وړاندې په قومي اسمبلۍ کې د مخکني وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ تحریک کامياب شوی او د د وزيراعظم د څوکۍ څخه لرې کړی شوی دی.

د وزيراعظم د څوکۍ دپاره د مخالفه ګوندونو کانديد/ امېدوار شهباز شريف او د تېر حکومتي ګوند پاکستان تحریک انصاف کاندید شاه محمود قرېشي دی.

ويل شوي د نوي وزيراعظم د ټاکنې دپاره د دواړو کانديدانو کاغذونه منظور کړی شوي او نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (11 اپرېل) ماسپښين په دوه بجې به د قومي اسمبلۍ غونډه پېل کيږي.

په پارليمان کې د نوي وزیراعظم د بريا دپاره 172 راې اخستل پکار دي، مخالفه ګوندونو د عمران خان پرضد د بې باورۍ په تحریک کې 174 راې ورکړې او هغه يې د وزیراعظمۍ نه لرې کړی وو.

بل لور ته تحریک انصاف ويلي د قومي اسمبلۍ نه استعفاګانې ورکوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مخالفو ګوندونو له اړخه وړاندې شوی د بې باورۍ تحریک د وزیراعظم عمران خان په ضد، بهرنی سازش بللی دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د جمعې په ورځ یو ځل بیا د مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي چې د وزیراعظم عمران خان په هغو دعوو کې هيڅ حقیقت نشته چې ګنې واشنګټن د هغه د حکومت د نسکورولو دپاره د یو سازش تر شا لاس لري.

د بې باورۍ تحریک د کامیابېدو وروسته، د پخواني وزیراعظم عمران خان سره د یو والي په توګه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو له اړخه احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.

پاکستان کې تراوسه پورې يو وزيراعظم هم خپله پينځه کلنۍ اييني موده نه ده پوره کړې.

او عمران خان وړومبی وزیراعظم ګرځېدلی چې پرضد يې د بې باورۍ تحریک کامياب شوی او لرې کړی شوی دی.

XS
SM
MD
LG