لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‌‌‌‌‌‌ډاکټر سهيل خان: ماشوم وړومبی ژبه زده کوي علم نه


د بنګله دېش وزیراعظمه حسینه واجد د ازادۍ په جنګ کې د وژل شویو کسانو په یادګار ګلونو ږدي. د مورنۍ ژبې د حق ساتلو د پاره بنګاليان زده کونکي په کال 1952 کې راوتلي
د بنګله دېش وزیراعظمه حسینه واجد د ازادۍ په جنګ کې د وژل شویو کسانو په یادګار ګلونو ږدي. د مورنۍ ژبې د حق ساتلو د پاره بنګاليان زده کونکي په کال 1952 کې راوتلي

د پاکستان د سرشمېرنې ادارې د نتيجو ترمخه پښتو د ملک دويمه غټه ژبه ده خو د پښتون بچي د نصاب ژبه ولې نه ده؟ دې په پښتنو دانشوارانو،سياسي مشرانو او ادب پوهانو کې تاوده بحثونه راپارولي.

د کال 2017 لانجمنې سرشمېرنې چې د پوځ په مشرۍ کې شوي د درېو صوبو پښتونخوا، سند او بلوچستان د ګڼ شمېر سياستمدارو لخوا رد کړل شوي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر سهيل خان چې په عبدالولي خان پوهنتون مردان کې د پښتو څانګې مشر او د باچا خان په ازاد سکولونو پي ايچ ‌‌‌‌‌‌ډي لري د مورنۍ ژبې دارزښت په اړه وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل “د خپل تحقيق په بنياد وايم په مورنۍ ژبه زدکړه نه يواځې د تعليم کچه لوړوي بلکې پوهه زياتوي. ماشومپه بنياد کې ژبه زده کوي علم نه او د دې د پاره مورنۍ ژبه پکار ده”.

د باچا خان د ازاد سکولونو نصاب، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سهيل خان وايي په پښتو ژبه ليکل شوی و چې انګرېزانو به نه خوښولو او په سوب يې کله سکول تړلیکله يې باچا خان جېل ته لېږلی.

د پاکستان د ايين د ارټيکل 256 لاندې مورنۍ ژبې ماشومانو ته د وړومبو زده کړو د پاره بنيادي ګرځول شوي خو د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سهيل خان په وينا عمل پرې ونشو.

د مورنۍ ژبې په اهميت د ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل “وياړم چې ملاله په داسې سکول کې زدکړې کړي چې پښتو پکې دلازمي مضمون په توګه ښودل کېده او په فخر وايم چې ملاله پښتو لوستلی او ليکلی شي”.

ضياالدين يوسفزی په سوات کې د خوشحال سکول او کالج مشر و چرته چې ملاله يوسفزۍ زده کړې کولې چې په نهم اکتوبر کال 2012 کې دترهګر بريد ښکار شوه.

‌‌‌‌‌‌ ډاکټر سهيل خان وايي د کال 1931 د سر شمېرنې نتيجې د مورنۍ ژبې اهميت او د پوهې کچه څرګندوي او تاسو د دې نه اندازه کولی شئ چې په هغه وخت کې په پښتونخوا کې د ټولو زيات تعليم يافته انګرېزان وو او په دويم ځای سيکهان وو چې په خالصه سکولونو کې يې ورته په مورنۍ ژبه ګورمکهي کې زده کړې ورکولې.

ډاکټر سهيل خان وايي هندوان د زده کړې او پوهې په بنياد په دريم او مسلمانان په څلورم ځای وو ځکه چې ماشومانو ته يې زده کړې په مورنۍ ژبه نه بلکې په پردۍ ژبه ورکولی شوې.

ښاغلی يوسفزی وايي کله چې د سوات د شخصي سکولونو د تنظيم مشر و نو په نزدې 500 سکولونو يې د پښتو ژبې ښودل ورمنلي وو چې ديرش څلويښت سکولونو پښتو مضمون ښودل پيل کړي وو.

هغه د خپل دريځ په ملاتړ د حمزه خان شينواري دا شعر تکرار کړو چې

بله ژبه زده کول که لوی کمال دی

خپله ژبه هېرول بې کمالي ده

د پاکستان قامي ژبه اردو ولې چې نزدې 7% خلک يې وايي په دې اړه ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سهيل خان وايي د هندوستان نه چې د تقسيم په وخت کوم مهاجرراغلل هغه تعليم يافته وو په ټولو مهمو څوکو او د فيصله سازۍ په فورمونو کښناستل او د اقليت ژبه يې په اکثريت وروتپله.

اردو ژبه چې څو سوه کاله زړه ده د وخت او تنازعاتو په ګرځني کې ده ځکه کله چې پاکستان جوړېدو نو د مسلم ليګ قيادت د هندوانو نه د مسلمانانود ځانګړتيا ثابتولو سره سره اردو هم د مسلمانانو ژبه ګرځولې وه چې وروستو د پاکستان قامي ژبه اعلان شوه.

مونږ د پېښور څو ژورنلېسټان د هند په سفر کې د زوړ ‌‌‌‌‌‌ډيلي د اردو ژبې مرکز ته تلي وو او د مرکز يو مشر راته په خپلو خبرو کې ذکر کړی و چې پاکستان اردو د مسلمانۍ په نوم متنازعه کړه چې اوس يې زور د هندوستان مسلمانانو او اردو ويونکو ته رسي.

د پاکستان په ماتېدو او بنګله ديش جوړېدو کې هم د هغه وخت د مشرقي او مغربي پاکستان تر منځ بنيادي اختلاف په اردو راغلی و ځکه چې دملک جوړونکي محمد علي جناح کال 1948 کې په ‌‌‌‌‌‌ډهاکه کې د اکثريت ژبې ويونکو بنګاليانو ته د خپلې ژبې په ځای د اردو ژبې د قامي حيثيت اعلان وکړو.

د مورنۍ ژبې د حق ساتلو د پاره بنګاليان زده کونکي په کال 1952 کې راوتل چې پاکستاني امنيتي ځواکونو په ‌‌‌‌‌‌ډزو وويشتل خو تحريک سوړ نه بلکې نور هم تېز شو او نه يواځې بنګله ديش په کال 1971 کې ازاد شو بلکې د کال 1990 لسيزې په اخر کې ملګرو ملتونو 21 فيبروري د بنګالي زده کونکو په وياړ د مورنو ژبو نړيواله ورځ وګرځوله.

مورنۍ ژبه ولې د نصاب ژبه پکار ده نو ښاغلی يوسفزی وايي د يونيسيف تحقيق او د ملګرو ملتونو چارټر دی چې ماشوم په مورنۍ ژبه کې نه يواځېې زده کړې په اسانه کوي بلکې “زه دا ګڼم چې د ماشوم تنقيدي سوچ او تجزيه پرې پياوړې شي”.

هغه وايي “کوم ماشوم چې په بله ژبه زده کړې کوي دا دهغه د عزت نفس خلاف هم ده ځکه چې ګڼي د ده خپله ژبه کمتره او چې په کومه ژبه زدکړې کوي دا برتره ده. د ده بيا د خپلې ژبې سره مينه نه پاتې کيږي او دغه خپل کلتور، تاريخ، ادب، پوهه او د خپلو قامي شتمنو د علم نه بې علمه پاتې شي بلکې شخصيت يې د بېګانګي ښکار شي”.

ښاغلي يوسفزي خپله خبره د يو بل دانشور او شاعر سيف الرحمان سليم په دې شعر ختمه کړه چې

د جومات استاد عرب دی په مکتب کې ‌‌‌‌‌‌ډيليوال

يو استاد راله پيدا کړه خو پښتون راله پيدا کړه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG