لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سره د لاریونونو پاکستان کې د پښتنو وژنه روانه ده


Aftab maseed
Aftab maseed

په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو ویلي کیږي د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی، د پښتون تحفظ تحریک فعاله غړي افتاب مسید او د باجوړ اېجنسۍ احسان الدین نن وژل شوي.

د دغه ټویټ تر مخه د افتاب مسید مړی نن په ډیره اسماعیل خان کې موندل شوی او د باجوړ سره تعلق لرونکی احسان الدین نن باجوړ ته د سفر په مهال وژل شوی.

د پښتو تحفظ تحریک په ټویټر په یو ټویټ کې د افتاب مسید او نقیب الله مسید یو عکس هم خپور شوی، په دغه ټویټ کې لیکل شوي ٫٫ د پښتو وژنه هم هغه شان روانه ده.٬٬

د پښتنون تحفظ مومنټ یو مشر محسن داوړ وي او اې ډیوه سره په خبرو کی ویلي ٫٫ مونږ معلومات راغونډه وو خو زما د معلوماتو ترمخه افتاب مسید تیره شپه (د جمعې په شپه) نا معلومه کسانو اوچت کړې وو، او نن يې په ډي ايي خان کې د مړی موندل شوی دی،،

ښاغلي داوړ ویلي افتاب مسید د اسلام آباد په پرلت کې یو فعاله تن وو ٫٫ ما لیدل چې څو څو شپې هغه په دغه پرلت کی ناست وو،،

د پښتنون تحفظ مومنټ یو بل مشر بلال مسید بیا وي او ای ډیوه ته د افتاب مسید د وژنې پخلی کړی او ویلي ٫٫ افتاب مسید د ګومل پوهنتون د زراعتو څانګې زده کونکی وو او د پښتون تحفظ تحریک کې یې ډیر فعاله وو. بلال مسید وايي: ٫٫ د افتاب کورنې سره تر اوسه په تماس کې نه دي بریالي شوي نو پخپله اوس ډي ايي خان ته روان دی.٬٬

د دغه خبر نور جزیات لا راروان دي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG