لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اکثر پښتانه صلاح الدين ايوبي پېژني خو ملک احمد نه پېژني ـ اباسین یوسفزی


شاعر اباسین یوسفزی
شاعر اباسین یوسفزی

پښتو ژبه، کلتور، روايات او تاريخ ته د ودې ورکولو او پوهې راوستلو لپاره په مردان کې يوه دستوره شوې کومه چې د خدائي خدمتګار تحريک سره تعلق لرونکې د صوابۍ بلقيس اکبر په مرسته راجوړه شوې وه.

بلقيس اکبر جان وايي چې د وخت تېرېدو سره پښتو ژبې، کلتور او رواياتو ته زيان رسېږي، نن که نورې ژبې زده کول د وخت ضرورت دی خو خپله ژبه ژوندۍ ساتل هم ضروري دي.

"پښتون دې انګرېزي زده کړي، بله ژبه دې زده کړي خو بايد خپله ژبه هېره نه کړي، يو بل سره دې ودرېږي، حجرې دې ابادې شي، جرګې دې روانې وي، ننواتی دې کېږي."

په دې دستوره کې د ژوند د بېلا بېلو څانګو ترڅنګ شاعرانو، ليکوالانو او پوهانو هم ګډون درلود.

نوموتی شاعر ډاکټر اباسين يوسفزی د دې غونډې مشر مېلمه ؤ.

نوموړي وويل چې په پښتنه ټولنه کې د بدامنۍ له کبله پښتون کلتور او حجرو ته زيان رسېدلی، بل اړخ ته د سرکاري مرستو د نيشتوالي له کبله پښتو ژبې ته هم هغه ارزښت نه دی ترلاسه کوم چې د دې ژبې حق دی.

"نن باکو خان، ګجو خان او کالو خان يو هم څوک نه پېژني، او دا ځکه چې دا زمونږ په نصاب کې نشته. مونږ طارق بن زياد، صلاح الدين ايوبي پېژنو خو ملک احمد نه پېژنو چا ته چې د يوسفزو د قبيلې مشري د پينځلسو کالو په عمر کښې ورکړی شوې وه او پښتونخوا رياست يې جوړ کړی ؤ."

په غونډه کې د عبدالولي خان پوهنتون د تعليم د څانګې مشر ډاکټر سهېل خان وويل چې کوم قام په مورنۍ ژبه کې زده کړې ترلاسه کوي، هم دا د پرمختګ لار ده.

د نوموړي په وينا چې کله په ژبه پسې رياست ودرېږي، نو د پرمختګ نورې لارې ورته خپله خلاصېږي، نن زمونږ ژبه د بازار ژبه نه ده، د کاروبار ژبه نه ده، په نصاب کې نشته. پښتانه اتلان نشته، پښتون تاريخ نشته نو ځکه نوی کهول مجبوره دی چې پردۍ ژبه پردی تاريخ او پردي اتلان ولولي.

په دې غونډه کې ګډون کوونکو وويل چې د نوي کهول نه خپل تاريخ پټ ساتل شوی دی. د پښتنو مشران او اتلان د نن پښتون نه پېژني.

دا وخت په خېبرپښتونخوا کې له دېرشو زياتې شخصي او دولتي پوهنتونونه دي خو د پښتو څانګه يواځې په پينځه پوهنتونونو کې شتون لري چې پکې په مجموعي توګه يو اويا (۷۱) زده کوونکي زد کړي ترلاسه کوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG