لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم د امن او د دلیل خبره وکړه خو پاکستاني مطبوعاتو یې جلسې ته ځای ورنکړو، څیړونکي وايي


د پي ټي اېم مشر منظور پشتین جلسې ته په خپله وېنا کې د خړ کمر په پېښه کې د وژل شویو کسانو نومونه واخیستل او د جلسې ګډون والو نه یې وغوښتل چې دغه کسانو ته پیرزونې وړاندې کړي
د پي ټي اېم مشر منظور پشتین جلسې ته په خپله وېنا کې د خړ کمر په پېښه کې د وژل شویو کسانو نومونه واخیستل او د جلسې ګډون والو نه یې وغوښتل چې دغه کسانو ته پیرزونې وړاندې کړي

د شمالي وزیرستان په مرکزي ښار مېرانشاه کې د پښتون ژغورني غورځنګ په جلسه کې د زرګونو په شمېر کې کسانو شرکت وکړو او څیړونکي وايي د غورځنګ مشرانو د امن او د دلیل بیانه وړاندې کړه خو پاکستاني مطبوعاتو جلسې ته په خپلو خپرونو کې ځای ورنکړو.

سیاسي او د انساني حقونو فعال، لیکوال او د پاکستان د سېنټ پخواني غړي افراسیاب خټک وویل د اتوار، یکشنبې، په ورځ د پي ټي اېم په غونډه کې د امن په حق کې او د جنګ خالف د جذباتو او د دلایلو اظهار وشو.

افراسیاب خټک وویل د پي ټي اېم مشرانو نه یوازې د امید او ډاډ خبره وکړه بلکې په پاکستان کې دننه د پښتنو د تشخص او په اینده کې سېمي ته د ممکنه خطراتو په اړه خبرداری هم وکړو.

د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټني په خپل رپورټ کې وايي چې که څه هم پاکستاني مطبوعاتو د پي ټي اېم جلسې ته ځای ورنکړو خو امریکايي او برطانوي مطبوعاتو کې یې خبرونه شایع شوي وو.

خبریال ګوهر وزیر چې د پي ټي اېم د جلسې په موقع په میرانشاه کې موجود و، وه یې وېل چې د جلسې دپاره په حکومتي کچه د امنیت او د تحفظ دپاره هیڅ انتظام نه و شوی.

د پي ټي اېم مشران وايي د دوی د جلسو په موقع د موبایل نظام اکثر بند کړی شي خو ګوهر وزیر وویل د پي‌ ټي اېم د جلسې په موقع د لېنډ لاین یا ځمکني ټېلې فون کرښې هم تړل شوي وې.

ګوهر وزیر وویل د پښتنو د حقونو په حق حې د نعرو ترڅنګ د پي ټي اېم د مرانشاه په جلسه کې د لر او بر يو افغان نعره هم ډیره په ډاګه توګه پورته کېدله.

عدنان بېټني په خپل رپورټ کې وايي د پي ټي اېم مشر منظور پشتین جلسې ته په خپله وېنا کې د خړ کمر په پېښه کې د وژل شویو کسانو نومونه واخیستل او د جلسې ګډون والو نه یې وغوښتل چې دغه کسانو ته پیرزونې وړاندې کړي.

منظور پشتین په خپله وېنا کې په سیمه کې تور پورې کړو چې په سیمه کې د بې امنۍ ‌ذمه واري په غاړه لري. هغه وویل د هدفي وژنو نه پس دې خلک د پوزي مرکزونو مخې ته احتجاجونه وکړي.

عدنان بېټني په خپل رپورټ کې وویل چې پوځ د منظور پشتین د امرانشاه د وېنا په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې دا ډول خبرې رد کړي دي.

منظور پشتین په امریکا او چین هم غږ وکړو چې خپل منځو کې پراکسي وار یا د بل دلارې جنګ د پښتنو په سیمه نه کوي.

په مېرانشاه کې د پي ټي اېم د جلسې په اړه نور تفصیل خبریال عدنان بېټني په دې رپورټ کې وړاندې کوي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:55 0:00


  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG