لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بهر میشتو پاکستانیانو ته د پاسپورټ اخیستلو په برخه کې د سهولت غوښتنه وشوه


د پاکستان د سنیټ یوې قایمه کمیټې، د ملک د کورنیو چارو له نایب وزیر نه غوښتي چې زر تر زره دې په بهر کې د میشتو پاکستانیانو د پاسپورټونو ستونزه هواره کړي.

په پاکستان کې ځایي سرچینې وایي چې د سنیټ د کورنیو چارو قایمه کمیټې د گل/دوشنبې په ورځ د سنیټر رحمان ملک په مشرۍ غونډه وکړه او په هغه کې یې د پاکستان د کورنیو چارو نایب وزیر، شهریار افریدي ته وویل چې فوري دې له پاکستانه بهر میشتو پاکستانیانو د پاسپورټ د ستونزې نوټېس واخلي.

د سنېټ یادې کمیټې ته خبر ورکړل شوی چې له ملکه بهر پاکستانیان، د پاسپورټونو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ کیږي. کمیټې سپارښتنه وکړه چې که په بهر ملکونو کې د پاکستان سفارتخانې وکړای شي پخپله د پاسپورټونو د چاپ او نور آسانتیاوې برابرې کړي، نو ضرورت به یې نه وي چې د متقاضیانو درخواستونه تر پاکستانه راورسیږي او بیا ولیږل شي، په دې سره به د پاسپورټونو په ویشلو کې کم وخت هم ولگیږي.

له ملکه بهر د میشتو پاکستانیانو او د بشري قوا د ودې ورکولو د چارو وزارت په وینا، دا مهال له پاکستان څخه دباندې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د میشتو پاکستانیانو ټولټال شمېر، له اوه نیم میلینو اووښتی دی چې له نیمایي زیات یې په منځني ختیځ (مشرق وسطی) کې اوسیږي، او ورپسې ډیری پاکستانیان په برطانیه کې میشت دي.

ډیری دغه وگړي په عربي ملکونو کې مزدوري کوي او بیا پیسې په پاکستان کې خپلو کورنیو ته لیږي چې په دې ډول په اربونه ډالره د پاکستان اقتصاد ته ورزیاتیږي.

عمران خان واک ته له رسیدو وروسته ژمنه وکړه چې په بهر کې میشتو پاکستانیانو ته به ډیر سهولتونه برابر کړي څو د ملک اقتصاد کې د هغو ونډه نوره هم زیاته شي. په همدې وجه یې دوه هفتې مخکې فیصله وکړه چې پس له دې په کار نه ده چې په بهر ملکونو کې میشت پاکستاني مزدوران دې "د بهرمیشتو پاکستانیانو قامي شناختي کارډ" ته درخواست ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG